ټاکل شوې چي د مارچ له اتمي نيټې څخه تر يولسمي نيټې او د مارچ له ديارلسمي نيټې څخه بيا د مارچ تر اوه ويشتمي نيټې پوري د پاکستان په اسلام اباد او موهنجو دارو کي دوه علمي سمينارونه او څبړنيز ورکشاپونه پرانستل شي .
په دې سمينارونو کي به يوشمير وتلي پوهان په پاکستان کي د لرغونو اثارو د ساتني او پالني په اړه خپلي څيړنيزي مقالې او نظريې وړاندي کړي ، په سيمينار کي به د نورو پوهانو علاوه د ای کوموس ICOMOS د نړيوالي ادارې رئيس ښاغلي ميشل پيتزيت ، پرو فيسور ريچارد هوخيس او ښاغلې ميخايل يانسن هم د اړوندو مسائلو په اړه خپلي څيږنيزي مقالې او نظريې واوروي .
سېلانيان دموهنجودارو په لرغونې سيمه کي