د نړيوال کلتوري ميراث ادارې په ورستۍ غونډه کي د نړۍ څخه ٣٤ څلور ديرش نوي اثار او سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي شاملي شوې . د دې څلورديرش نويو سيمو په شامليدوسره د نړيوال کلتوري ميراث ټوليزه شميره اوسوه اته اتيا ( ٧٨٨ ) ته ورسيدل .
په دې ورستۍ غونډه کي د افغانستان څخه هيڅ يو اثر او يا سيمه نه ده شامله شوې ، خو د افغانستان د څلورو ګاونډيو هيوادونو څخه اوه ( ٧ ) لرغوني سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي شاملي شويدي .
د ايران څخه دوې سيمي :
پاسارګاد دبوم ښار
د هند څخه دوې سيمي :
دلرغونپوهني پارک د شيوا جي سټېشن
د چين څخه دوې سيمي :
دکوجورو پاچاهانو معبد دمينګ پاچاهانو ماڼۍ
او د قزاقستان څخه يوه سيمه
دتمغالي لرغونۍ پارک
په دې ورستۍ غونډه کي د افغانستان څخه هيڅ يو اثر او يا سيمه نه ده شامله شوې ، په داسي حال کي چي د يونسکو مشر افغانستان ته دسفر پر مهال چي د همدې ورستۍ غونډي درې اونې وړاندي تللۍ و ، دهيواد دلوړ پوړو چار واکو سره دکتني پر وخت يې دهرډول مرستو ژمنه وکړل ٠
داسي بريښي چي د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت لوړ پوړوچارواکو ونه شوه کړای چي د دې ښه مهاله څخه دهيواد په ګټه کار واخلي ، او يا ښائې چي هغوۍ ته به د کابل ښار دلوحو او عنوانونو بدلون د پښتو ژبي څخه و دري ژبي ته تر نورو ملي ګټو اړين برېښېدۍ