د يونسکو له خوا د فبروري په ١٩ مه او ٢٠ مه نيټه د فرانسې په ارت ( Arte ) نومي تلويزوني چينل کي د افغانستان : ثروت او خطر تر نوم لاندي لاس وندۍ ( مستند ) فلم ښودل کيږي .
په دې فلم کي به د يونسکو او په کلتوري چاروکي دنورو مرستندويانوټولي هغه هڅي چي په افغانستان کي يې د طالبانو د ماتي وروسته تر سره کړيدي وښودل شي . د بيلګي په توګه په باميان کي د لرغونو سيمو ، په غزني کي د موزيم د بيا ودانولو ، په هرات کي د ګوهرشاد جومات او د هرات مصلا او په کابل کي د ملي موزيم سره مرستي او د دې تر څنګ به د افغان لرغونپوه ښاغلي زمريالي طرزي هغه هڅي هم وښودل شي چي د ويده بودا په نوم د ساحوي پروژې د پلي کولو لپاره يې زيار ګاللۍ دۍ .
دجام څلۍ د باميان لرغونې سيمه