د يونسکو ادارې له لوري د نړيوال ميراث تر سرليک لاندي يو ارزښتمن اثر خپور شو . په دي کتاب کي د هغو ټولو کلتوري او طبيعي سيمو معرفي او پيژندنه شوې چي د نړيوال کلتوري ميرا ث په لړ کي له ٢٠٠٠ څخه تر ٢٠٠٤ زيږد کاله پوري منل شويدي ..
د يونسکو له خوا په ښکلې بڼه خپور شوۍ دا کتاب ( ٨٠ ) اتيا مخونه او ښکلي رنګه عکسونه لري چي بڼه يې x٢٧ ٢١ سانتي ميتره ده او د ٧ اوه يورو په بدل کي پلورل کيږي .
د يادوني وړ ده چي د افغانستان څخه د جام څلۍ او د باميان لرغونې سيمه هم د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي ثبت او منل شويدي