دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانستان لرغونی تاريخ ، ژبې اوليکدودودونه

پوهنوال رسول باوري

لومړنۍخبرې
انسانان د زمانې په لمن کې پيښې زيږوي او مورخين د هغو پيښو په پرله پسې ډولو تاريخ ليکنه کوي . تر ټولو ښه تاريخ ، هغو مورخينو ليکلی چې پيښې يې په هغه ډول چې واقع شويدي ، د زمانې په قيد کې راټولې کړي او د پوهيدو وړ يې ګرځولي دي . تاريخ ليکنه د هر هيواد په ملت جوړونه کې ستر رول لري ، هغومره چې د ټولنې سياست پوهان ، واکمنان ، ټولواکان د ټولنې په شتون ، وده او پراختيا او يا هم بدحالۍ کې ونډه لري د مورخينو ونډه هم په هماغه پيمانه ده .
تاريخ د ټولنې له پاره هغه هنداره ده چې هر لوستونکی کولای شي چې د هغې ټولنې څيره ، قد او توان پکې و ويني . او په بيلا بيلو زمانو کې دهغې ټولنې حالات ،د خوښۍ زمانې او د بدۍ وختونه ، د وياړ شيبې او د ناورين څپې او د ټولنې په ژوند او شتون پورې اړوند نور ې ټولې برخې او خواوې ليدلای او لوستلای شي. خو هغه څه چې د دې هندارې شفافيت او پاکي څرګندوي ، هغه د مورخ هغه قلم او کښل شوې ليکه ده چې د پيښو وډل شوی ټوک يې په ټولنه کې ميشتو وګړو ته وړاندې کيږي . که د مورخ له قلمه د پيښو رښتينې څيره راوتلې وي ، په هغه صورت کې لوستونکی هغه ټولنه په څرګنده او صفا توګه ويني ، او که خبره بل ډول ليکل شوې وي ، بيانو نه ټولنه پيژندل کيدای شي او نه لوستونکی د ټولنې په رښتيني څيره پوهيدای شي .
دا ار او اصل زموږ د هيواد په اړه هم د تطبيق وړ دی . له نيکه مرغه له پخوانيو زمانو راهيسې زموږ په هيواد کې د سترو او نامتو مورخينو په زيار ز موږ د ټولنې څيره ، قد او توان هغه شان چې وو په هغه ډول را پيژندل شوی دی . خو په شلمه پيړۍ او په ځانګړي توګه د هغې پيړۍ دوهمه نيمکۍ د هيواد يوشمير مورخينو زموږ د ټولنې څيره هغه شان چې وه راوپيژندل او د دې تر څنګ يې د ټولنيزې ودې د ارونو پر بنسټ ټولنه د يوموټي ملت په لورې د اوښتون ډګر ته ور برابره کړه . په دې برخه کې د هيواد درېو تنو نامتو مورخينو هريوه علامه پوهاند عبدالحي حبيبي ، استاد احمد علي کهزاد اومرحوم مير غلام محمد غبارنومونه رايادولای شوهغه چې نه يوازې زموږ د ټولنې تاريخ يې را څرګند کړی بلکې د دې هيواد وګړي يې د يوموټي افغان ملت په لورې روښانه راتلونکې ته ورمخامخ کړيدي .
د افغانستان په تاريخ پورې اړوند کتابونه، رسالې اوليکنې او دهغو ليکوالان هر يو په خپل وار د زيات ارزښت اودرناوي وړ دي ،خوپه ځانګړي توګه که څوک د افغانستان د لرغوني تاريخ سره مينه ولري او يا وغواړي چې د دې هيواد په لرغوني تاريخ ځان خبرکړي هرومرو بايد هغو ليکل شويو تاريخي اثارو ته پام وګرځوي چې د خدای بخښلي استاد کهزاد له خوا ليکل شويدي .د افغانستان په تاريخ او په ځانګړي توګه د هيواد په پخواني تاريخ کې د استاد کهزاد څيړنې د هرډول باور او ډاوړدي، په همدې ډول دافغانستان د منځنيو دورو تاريخي پيښې دهيواد تر بل هر مورخ په زياته پيمانه دخدای بخښلي علامه پوهاندحبيبي په اثارو کې چې تر ټولو مطمئين او د علمي موازينو سره سمون لري ، څيړل شوي اوبيان شوي دي . په همدې ترتيب د افغانستان په معاصرو او ورستيو درو روپوري اړوندې پيښې د هيواد دبل نامتو مورخ مرحوم مير غلام محمد غبار په ليکنو اوڅيړنو کې په پوره تفصيل لوستلای شو . نوموړو مورخينو نه يوازې داچې دهيواد تاريخ يې له پيله تر ورستيو پيړيو په پرله پسې توګه څيړلی او ليکلی ، بلکې په خپلو ليکنو کې يې د هيواد ملي وياړني او ملي پيژندني ( ملي هويت ) په نيت او هڅه، لکه د نړۍ دنورو هيوادو د مورخينو په څير د خپل هيواد د اوسني جغرافيايې کرښو په دننه کې د پيښو پرله پسې يون اوکړون را څيړلی او د ټولو علمي موازينو په مراعات او کارولو سره يې دافغانستان د تاريخ دتدوين او ليکنې لپاره زيارايستلی او کړاونه يې ګاللي دي .
مورخين د افغانستان تاريخ په بنسټيزه توګه په څلورو لويو برخو ويشي لومړۍ برخه د افغانستان لرغونۍ پير تاريخ دۍ چې له سلګونوزره کاله وړاندو زمانو څخه تر اومي
زيږدي پيړۍ پوري رسيږي . دويمه برخه دافغانستان د منځني پير تاريخ دۍ چې د اومي زيږدي پيړۍ څخه تر اولسمي زيږدي پيړۍ پوري زمانې په بر کې نيسي دريمه برخه دافغانستان معاصر پيرتاريخ دۍ چې د اولسمي پيړۍ څخه تر نولسمي پيړۍ پوري رسيږي څلورمه او ورستۍبرخه يې د افغانستان د نوي پير تاريخ په نوم نومولې چې له نولسمي پيړۍ څخه تر اوسنيو زمانو پوري ټولي پيښي په بر کې نيسي . په هر ترتيب هغه سي چې د ليکني سرليک دۍ ، په دې برخه کې د افغانستان د لرغوني تاريخ او لرغونو ژبو په اړه په لازم لنډون د ځينو سر ليکونو يادونه کوو :
دافغانستان د لرغوني پير تاريخ د څيړونکو له خوا په دريو برخو ويشل کيږي، چي هره برخه يې ځانګړي او ټاکلي مميزات لري ؛


لومړۍ :دلرغونۍ پير) : له سل ګونو زره کاله وړاندي زمانو څخه ترڅه ناڅه پنځه زره مخزيږدکاله ؛)

دډبري پخوانۍ دوره : په غزني کي د ناوردښت ؛ په سمنګان کي د هزار سم سموڅي ؛ په بدخشان کي د کور دره او نور
ډبري نوي دوره: دموراسي غونډۍ؛سيد کلا؛د اق کپرک سمڅي؛او نور

دفلزاتودوره : منديګک ؛ سيستان؛دشلي ( ١_٢٠ )اونور.


دويم :لومړي مدنيتونه او اساطيري تاريخ ( له پنځه زره مخزيږد کاله څخه تر شپږ سوه مخزيږدکاله پوري )

_ اريا يې پير : لرغوني افغانستان ته د لرغونو قومونو تګ او راتګ ؛
_ دويدي مدنيت سرودونه : ريګويدا،ويجوروويدا ؛ اتهرو ويدا او ساما ويدا ؛
_ داوستايې مدنيت سرودونه : يسنا؛ويسپرد؛ونديداد؛وړوکۍ اوستا؛اونور

_ دپيشداديانوکورنۍ: يما يا جمشيداو دهغه مخالف ضحاک؛ فريدون اودهغه مخالف اهنګرکاوه
_ داسپه کورنۍ: سپين تمان يا زردشت ؛ لهراسپ ؛ ګشتاسپ اونور.
_ دکيانيانو کورنۍ: کيکاوس؛ کيخسرو؛کيقباد اونور
دريم : د پخوانيو ستر واکيو پير : دافغانستان دلرغوني پير تاريخ دريمه برخه په افغانستان کي د سترواکيوپه نوم ياده سويده ، په دي پير کي دنړيوالو امپراتوريو په منځ کي د لرغوني افغانستان دريځ او دافغانانو په لاس جوړي شوي سترواکۍ څيړل کيږي چي له شپږ سوه مخزيږد کال څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري زمانې په برکي نيسي .
افغانستان او دافغانستان په لويدځ کي د هخامنشيانو سترواکۍ( ٦٠٠ _ ٥٠٠ مخزيږد )
افغانستان اود يوناني سترواکۍهر اړخيزي اغيزي؛( ٣٣٠ _ ٣٠٠ مخزيږد)
افغانستان اوافغاني خپلواک يونان باختري سترواکۍ؛ ( ٣٠٠ _ ٣٠ مخزيږد)
افغانستان او د کوشانيانو ستر واکي ؛ ( ٣٠ مخزيږد _ ٣٩٠ زيږد )
افغانستان اود يفتليانو سترواکي ( ٤٠٠ زيږد_ ٧٠٠ زيږد )
د اسلام مبارک دين خپريدل او د افغانستان د لرغوني تاريخ پای ؛

دويم څپرکۍ :

په افغانستان کي لرغوني ژبي او ليکدودونه

سريزه:

ژ اکدريد وائي : ژبه د نښانو مانا ده ؛ او مانا ثابته او ټاکلې نه ده. ژبه دانسانانوترمنځ درمزونومنظم اومنل شوۍ شکل دۍ ، چي د ږغونو په توزين ، جوړيږي .دا ږغونه پيچيلي اومتناسب دي .يا په بله مانا ژبني ږغونه د شتون انعکاس دۍ ، چي په قراردادي ډول منځ ته راځي .که د ژبي قراردادي توب ومنو ، بيله شکه به د ژبي ټولنيز توب را برملا شي .دژبي د پيدايښت په اړه له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي ، ليکني خپري سوي ، اندونه وړاندي شوي ،او بيلا بيلي طرحي او ايزمونه رايج شويدي .په دي لړ کي تر ټولو پخوانۍ بحث د ژبي د پيدايښت په اړه د هيرودوت په اثارو کي ليدل کيږي ،چي پنځه سوه مخزيږدکاله يې ژوند کاوه .نوموړي ليکلي چي : مصريانو خپل ځانونه او د هغوۍ پاچا پاتيک تر ټولو انسانانوخپل خيل اوبيا ځانونه وړاندي ګڼل ،خو وروسته تر يونيمګړي ازمايښت دې پايلي ته ورسيدل چي د ( ريګه قوم ) تر ټولو پخوانۍ دۍ .(( د پاتيک په ازمايښ کي دماشومانودبکس وينامعياروه))
دتاريخي متونو په لړ کي د ژبي د پيدايښت او ازمايښت دا لومړنۍ او پخوانۍيادونه ده . ترهغه وروسته يوناني افلاتون ( ٤٢٧ _٣٤٧ مخزيږد) د کليمو پر منشا اوجرړو تاکيد درلود ، او په ځانګړې توګه پردې مسئله چي د مادي شيانو او د ژبي د لغتونو ترمنځ اړيکي شته او که نه ، او که ژبه يوازي يو قراردادي ټولګه ده ؟ د دې پوښتني په اړه يې زيات ارزښتمن مطالب ليکلي او خپاره کړيدي .دلرغوني يونان اپيکوريان او رواقيان د طبيعي څيزونو يا پيښو او ږغونوترمنځ ورته والي يوه طبيعي او متناسبه رابطه بولي ، چي د ژبي په سيله را څرګنديږي .
ژبه د ټولنپوهانو له نظره يوتعريف او د ژبپوهانو له نظر ه بل تعريف لري او همداډول د بشرپوهني له اصولوڅخه بيا ژبه بله مانا لري چي ښايې په نوروافادو کي هغه مانا ونه لري . د دې سره سره د ژبي يو نسبتا منل شوۍ تعريف دادۍ چي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي دقراردادي ږغونوسمبوليکه اوسيستماتيکه ټولګه ده ؛په دې ترتيب د ژبي په پورتني تعريف کي درې مهم ټکي را څرګنديږي ، لومړۍ داچي :ژبه د بشري ټولنو په منځ کي ... ،دويم د قراردادي ږغونو سمبول ...،اودريم دا چي سيستماتيکه ټولګه ده ؛چي د دې هر ي افادې سپيناوي ته اړتيا شته .

داخبره بيخي څرګنده ده چي ژبه د انساني ټولنو په منځ کي شته ، ښايې داسي نور حيوانات او ژوي به وي چي د غريزې پر بنسټ موزون ږغونه وکاروي ، خو د پوره افادې شتون په هغو غريزوي ږغونو کي نه ليدل کيږي .دابوازي انساني ټولني دي چي خپل په منځ کي د خپلي ژبي د جوړښت سره سم مفاهيم او افادې منځ ته راوړي او بيايې دتعميم اوکارولو چاپيريال برابروي .دويم ارزښتمن ټکۍ د ژبي قراردادي بريښ او سمبول دۍ چي د انسانانو تر منځ منل کيږي او بيا يې د کارولو پر وخت ستونزي نه لري .اودريمه ځانګړتيا يې پرله پسې والۍ دۍ ؛ داټکۍ د وينا له مخي ساده بريښي خو دهغه توضيح په اسانۍ سره نه شي ترلاسه کيدای ، د دې لپاره بايد مثالونوته راوګرځو ، په دي ترتيب چي : هره ژبه ځان ته ځانګړۍ جوړښت لري خو انتظام او سيستم په هره ژبه کي شته د بيلګي په توګه که چيري يوتن خبره داسي پيل کړي چي (( محمود... د...،)) په تشو ځايونو کي داسي مناسب لغاتونه او جملې ځای کړو چي ټاکلې افاده ځني واخستل شي . لکه(( محمودنن داحمد کورته ولاړ))دلته فعل ، فاعل او مفعول ټوله په ترتيب سره وکارول شوه چي دا دژبي سيستماتيک والۍ دۍ ،چي دا سيستم په ټولوژبو کي بيله شکه شته . ښايې چي ځني طوطيان هم داډول جملې وکاروی ، او وويلای شي چي محمود نن د احمد کورته ولاړ، خو داسي نه شي کولای چي د اوښتۍواقعيت انعکاس دي وکړي او هغه داچي طوطي نه شي کولای د محمود پرځاي کلبي او دنن پرځاي د سبا او يا پرون زمانه د اړتيا په صورت کي وکاروي.په دې ترتيب د انسانانو ژبه سيستماتيکه ده ؛  اوس چي په ټوليزه توګه د ژبي په پيدايښت او ږغونو څه ناڅه وږغيدو ، د خپل بحث د بشپړتيا لپاره لومړۍ د افغاستان لرغوني ژبي او بيا يې ليکدودونه را څيړو او سپړو ، ترهغه چي د خپل هيواد په لرغونو ژبو او لرغونو ليکدودونو څه نا څه پوه شو .
دژبي دهغه منل شوي تعريف پر بنسټ چي پخوا مو ورته پام وکړ ، يو ځل بيا د افغانستان لرغونو ټولنو او اولسونو ته ور ګرځو .دا چي ژبه د انساني ټولنو سره منځ ته راغلې ، وده يې کړي او د همدې ټولنو سره يې برخليک تړلۍ پاته شوۍ ، ځکه اړينه ده چي يو ځل بيا لرغوني تاريخ ته وروګرځو. لا تر اوسه څيړونګو نه ده څرګنده کړې چي د لرغونو افغانانو ژبه کومه او په څه نوم ياديدل ؟يوازي د لومړيو مدنيتونو پر مهال د دې سيمي د لرغونو اوسيدونکو د ژبي او ليکدودپه اړه څه ناڅه معلومات شته او د پوهيدو لپاره يې څرک په سترګو کيږي .دهغو لاسوندونو پر بنسټ چي د باغزکوي او هند پر منابعو متکي دي ، دا څرګنده وي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک سيمه يې اريانا ويجه او ويونکي يې اريا ئيان وه.ژبپوهانو دا ژبه د اوسنيو معمول او ژونديو ژبو لکه : پخوانۍ سانسګريت ، اوستا ،پښتو ، فارسي ، پهلوي او يوشمير نورو ژبو سر چينه او لومړۍ منبع ګڼي چي لږ تر لږه د ٢٠٠٠ زره مخزيزيږد کاله څخه تر٨٠٠ مخزيږد کاله پوري کارول شويده.
يو شمير ژبپوهان په اسيا او اروپا کي اوسنۍ معمولي ژبي په پخوانۍ او لرغونو زمانو کي د يوې ريښې څخه راولاړي ګڼي خو دا ژبي په ټوليزه توګه پر دوو برخو ويشي چي د سيتم او سينتم په نومونو يې مسما کړيدي .په دې نومولو کي د ژبپوهانو لپاره د(( سل ))کليمه معياري شويده . په دې ترتيب هندواروپائي ژبي په دوو برخو سيتم او سينتم ويشي چي هره برخه يې ځان ته نوري ژبي لري په دې ډول :


تر اوسه لا پوره څرګنده نه ده چي دافغانستان د لومړيو مدنيتونوپر مهال دهغو وګړو او اولسونو ژبي څه شي او څرنګه وې ؟خو يو شمير پوهان په دې باور دي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک وه چي بيا وروسته بدله شوه او د اوښتون او را اوښتون په لړۍ کي يې نوري ژبي وزيږولې چي په دې لړ کي تر ټولو پخوانۍ ژبي سانسګريت ، پراکريت اوستايې پخوانۍ پښتواو پاړسي او يوشمير نوري ژبي وې چي وده يې وکړل او د ليکونو تر بريده ورسيدې .ويدي سرودونه او يوشمير اوستايې متون په سانسګريت ژبه ليکل شويدي .او په يو شمير کتيبو او ډبر ليکونو کي د پښتو او پخوانۍ پاړسي ژبي څرک هم ليدل کيږي.
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونوپوهانو په وسيله يوشمير لرغوني کتيبې او ډبر ليکونه پيداشوي او لوستل شوي دي . چي شمير يې تر لسګونو کتيبو او ډبر ليکونو زياتيږي . لرغونپوهانو او ژبپوهانو د دې کتيبو او ډبر ليکونو د ښه پيژندلو او په هغو د ښه پوهيدلو په نيت لاندي ويش معمول کړيدۍ ، په دې ترتيب چي :

د پخوانيو ليکونو سرليک د هغه مدني پير لپاره کارول کيږي چي په ويدي او اوستايې نومونو يادشويدي .د هغو ويدي سرودونو څخه چي لا تر اوسه د زماني په لمن کي خوندي پاته شوي، داسي څرګنديږي چي د لومړي ځل لپاره د هندوکش په سهيلي برخو کي د ميشتو اريائيانو له خواويل شويدي .خو دژبپوهانو له انده د هغو ويدي سرودونو پر بنسټ چي په سهيلي برخو کي ويل شوي داڅرګنديږي چي دا ترانې او نعتونه د ادبي بهير په هغه پړاو کي دي چي د ترکيب او تدوين بيلا بيل پړاونه يې تر شا پاته شويدي .دا شمير ژبپوهان په دې باور دي چي موږ ته راپاته يا تر اوسه رارسيدلي سرودونه هغه ټول سرودونه نه دي چي د هندوکش په شمال او سهيل کي اريا ئيانو ويلي او تدوين کړيدي . د سرودونو د تاريخ په اړه ويل کيږي چي د ٢٠٠٠ دوه زره مخزيږد کاله څخه تر١٢٠٠ يوزراودوه سوه مخزيږد کاله پوري زمانه په برکي نيسي .داسرودونه تر ويلو څوپيړۍ وروسته په سانسګريتي ليکدود ليکل شويدي .په داسي حال کي چي لرغونواريائيانوژبه او ليکدود لا تر اوسه پوره جوت نه دۍ .

د لرغونو ليکونو دوهم ډول په اوستايې پير پوري اړه لري . اوستا چي يو مذهبي کتاب دۍ له ١٢٠٠ مخزيږد کاله څخه تر ٨٠٠ اته سوه مخزيږد کاله پوري يې د بشپړي واکمني پير ټاکل شويدۍ .خو اوستا ژبه هم ده ، هغه ژبه چي د پښتو سره خور ګڼل سويده .اوستا ، سانسګريت اوپښتو خويندي ژبي ګڼل کيږي . اوستاد افغانستان په شمالي برخو کي د ميشتو اولسونوژبه ګڼل شويده ، پښتو د هندوکش په سهيلي برخو د ميشتواولسونو ژبه او سانسګريت د هند په اوارو ميدانونو کي ويل کيده .د دې دريو ژبو تر منځ ورته او يوشان الفا ظ او لغتونه د ژبپوهانو په څيړنو کي را برملا شويدي .داوستايې ژبي په اړه ويل کيږي چي دوې برخي لري لومړۍ د باختري اوستا په نوم او دويمه د نوي اوستا په نوم ياده شويده .

د( ګاتا)ليکل شوي ټولګي څخه يوه بيلګه چي په بريتش موزيم کي ساتل کيږي
د يوناني مورخ فلينوس (Plinius )له قوله چي په لومړۍ زيږدي پيړۍ کي يې ژوند کاوه د اوستا ټول شعرونه دوه ميليونه ته رسيدل ، دا اندازه د مسعودي او طبري په تاريخو نو کي راغلي چي د اوستا ټولي ليکني پر دولس زرو پوستوکو ليکل شويدي.، خو داټوله شميرني د هخامنشيانو د واکمنۍ پر مهال په کتابونو کي ټولګي شوې او دا څپرکي په يوشت ټوکو( جلد ) کي تنظيم اوترتيب شول ، چي تر ټولو ستره برخه يې د ګاتها په نوم ياديږي ، چي د ټول اوستا اوه تسکه يااوه ټوکه يې په خپل ځان کي رانغښتي دي .د اوستا يې ژبي غيرباختري اوستا ته د زند ژبي او ليکدود نوم هم ورکړل شويدۍ .او هغه زياتوني چي د اوستا په اړه سويدي هغه د پازند ليکدود په نوم ياديږي چي په ټوليزه توګه يې د تاريخي جرړي له ١٢٠٠ مخزيږدو کالو څخه تر ١٠٠٠ زيږدو کالو پوري زمانوته رسيږي . اماډبرليکونه او کتيبې؛تر ټولوپخوانۍ ډبر ليک چي لاتراوسه نه دې لوستل شوي د لغمان د اليشنګ پر ډبرينو پرښو ليکل شوي توري دي چي لا راز پاته شوي خود لومړي ځل لپاره د امير حبيب الله خان په سپارښت له هغو څخه عکسونه واخستل شوه او د هغو تر څنګ دنوموړپه سپارښت يوه نوې ليکنه هم وشوه .د يوشمير پوهانو په وينا دا ډبر ليک د سند مدنيت د ليکونو سره ورته والۍ لري او يوشمير بيا دا ليکبڼي د ډيرو پخوانيو زمانو ګڼي چي ورته والۍ يې د سمنګانو د هزار سم او اق کپرک د سمبوليکو نښانو سره يوشان ګڼي .

د لغمان د اليشنګ درې څخه دډبرليک يوه بيلګه

د افغانستان په لرغونو دوروکي د بيلا بيلو ژبوډبر ليکونه او د ليکدودونوبيلا بيلي  بيلګي او نښانې راڅرګندي شوي او څيړل شويدي،چي په دې برخه کي په لنډيز سره د يوشميرژبو او ليکدودونو يادونه کوو :
لومړۍ :ارامي ژبه او ليکدودونه ؛ارامي ژبه افغانستان ته دوو خواووراغلې کڼل کيږي،لومړۍ اند دادۍ چي د افغانستان د لوېديځ لوري پخواني پارس څخه هخامنشيانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته رارسيدلې ده.د ويمه خبره داهم کيږي د چي د فنقيانو په وسيله لومړۍ د هند سهيلې برخو او بيا د هند څخه د افغانستان ختيځو او سهيل لويديځو برخو ته رسيدلې ده .په هرډول چي ده خو حقيقت دادۍ چي په افغانستان کي د ٤٠٠ مخزيږدو کالو راوروسته د يوې رايجي ژبي او ليکدود په څير معمول وه .د دې سره سره چي د ٣٠٠ درې سوه مخزيږدکاله وړاندي په افغانستان کي يوناني ليکدود او ورسره درباري ژبه يوناني هم رايجه وه .د ژبپوهانو له انده ارامي ژبه ځکه په ختيځو سيموکي لومړي توب لري چي د يونانيانو د راتللو پخوا د بابليانو او فنقيانو اړيکي د منځنۍ اسيا او نورو ګاونيو سيمو سره زياتي دسوداګرۍ پر بنسټ د ملګرتوب اړيکي وې .ددې اړيکو سره يوځای د ارامي ليکدود او ژبه هم دې سيمو ته راغلل .

په درونټه کي د ارامي ليکدود يوه بيلګه

دارامي ليکدود تر ټولو پخوانۍ بيلګه په تاکسيلا کي ترلاسه شويده ، چي تاريخ يې څه ناڅه ٥٠٠ مخزيږد کالونو ته رسيږي .د تاکسيلا تر کتيبي وروسته يوشمير نورډبر ليکونه هم راڅرګند شويدي چي يا د يوناني ليکدود سره يوځای ارامي ليکدود کارول شويدۍ او يا هم په بيل او ځانګړي توګه کله يوناني او کله هم ارامي ليکني شويدي .په دې برخه کي د بيلګي په توګه د کندهار د زاړه ښاراو درونټې څخه ترلاسه شوې ډبر ليکونه يادولای شو. ددې ترڅنګ د براهني ليکدود بيلګي هم د افغانستان په يوشمير لرغونو سيمو کي تر لاسه شويدي .داسي بريښي چي دا ليکدود هم د هند څخه داندوس شمالي او لويديځو برخو ته رسيدلۍ دۍ ، چي زياتي بيلګي يې د اشوکا ( ٢٥٠ مخزيږد کالونه ) په مسکوکاتو ليدلای شو .په داسي حال کي چي د هيواد په نوروبرخو کي د يوناني ، خروشتهي ،دين دبيره او د ليکونو داسي نور ډولونه مروج او کارول کيدل .
په لرغوني افغانستان کي تر ټولو زيات کارول شوۍ ليکدود په يوناني رسم الخط د بيلا بيلو ژبو کتيبې او ډبر ليکونه دي .هيونتسنګ چيني زاير چي په ٦٣٠ زيږد کال داموسند له غاړو د سيند تر څنډو د لرغوني افغانستان ټولي سيمي ليدلي ، وائي چي : په دې ټوله سيمه کي داسي ليکدود رايج دۍ چي د تورو شمير يې ٢٤ ته رسيږي . د دې يادوني څخه په ډ اګه کيږي چي نوموړي يوناني ليکدود ښودلۍ چي د حروفو شمير يې ٢٤ ته رسيږي خو د (( ښ ))تورۍ د دو حروفو د يوځای کيدو په صورت کي ليکل کيدۍ (PX )چي د يوناني ليکدود پنځه ويشتم تورۍ ګڼل شويدۍ .د دې ليکدود بيلګي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونپوهانو له خوا ترلاسه شوۍ او لوستل شويدۍ .چي د بيلګي په توګه د بغلان ډبر ليک ، د کندهار دوې کتيبې داروزګان ډبر ليکونه او نور يادولاې شو،خو په دې برخه کي د هغي کتيبې نسبتا تفصيلي يادونه کوو چي د کلير چوتس په نوم ياديږي داډبرليک په يوناني رسم الخط ليکل شوۍ چي تاريخ يې څه ناڅه له ٢٠٠ څخه تر ١٠٠مخزيږد کالونو په شا اوخواکي ټاکل شويدۍ . په دې کتيبه کي هغه اصلاحي پندونه او نصيحتونه ليکل شوي چي د پيړيو په تيريدو لا نور هم ارزښتمن شوي او لا يې دريځ پياوړۍ شويدۍ . په کتيبه کي راغلي چي :
په وړکتوب ښه تربيه واخله ؛
په ځوانۍ کي پر هوس واکمن اوسه ؛
په پوخ سن ريښتينولي ولره ؛
په زړښت ښه مشاور شه ؛
بيادژوند په ورستيو ورځو وګوره چي څومره د افسوس پرته مړکيږې ؛

د يوناني ليکدود بيلګه چي د ای خانم څخه ترلاسه شويده
ديوناني ليکدود سره يوځاي د هيواد په ځينو برخو کي خروشتهي ليکدود هم کارول شويدۍ ، خروشتهي ژبه نه وه يوازي ليکدود وو چي د ډبرليکونو او مسکوکاتو بيلګي يې په زياتو سيمو کي تر لاسه شويدي .ويل کيږي چي دا ليکدود له بلي خوا نه دۍ راغلۍ بلکي په همدې منځنۍ اسيا کي منځ ته راغلۍ او همدلته کارول شويدۍ .د دې ليکدود بيلګي د باميان د ٣٥ متري مجسمې په سمڅو کي پيداشوې دا ليکني د وني پر پوست شوي چي د فرانسوي پوهانو په اند د کشمير او ګلګت د ليکونوسره ورته والۍ لري .همداډول د هډې څخه پر يوه خاورين لوښي ليکل شوي کرښي هم د خروشتهي ليکدود بيلګي دي .د خروشتهي ليکنوه ښه بيلګه د خوات څخه تر لاسه شويده ، دا کتيبه چي ميدان ولايت ته څيرمه د خوات په سيمه کي د انګليسي څيړونکي ميسون له خوا کشف او ولوستل شوه د همدې سيمي په نوم ياده شويده .د ا ليکنه چي پر يوه ډبرين ظرف په دريو ليکو کي حک شويده په ځانګړي توګه د هوشکا په وسيله د يوه بودايې معبد بيان اويادونه شويده . په دې کتيبه کي راغلي : د ٥١ کال د سيوس د مياشتي په ١٥ نيټه ښاغلۍ (( ويکره مريکه)) د حضرت ساکانومي په وياړ يوه ستوپه ودانه کړل او دعا يې وکړه چي د دې ستوپې ثواب دې زما پلار او مور او کورنۍ او ټولو دوستانو ته ورسوي . بيا د همدې ستوپه په برکت دي ټول اولس لاره نيکه او منلې کړي . پر ټولو ژويو او حيواناتو دي هم هوسايې وي .او هم دي داثواب زموږ راتلونکو نسلونوته ورسيږي .او هر څوک چي کاذبه عقيده ولري هغه دي هم د دې ستوپې په برکت ښې او سپيڅلي لاري ته برابر شي ؛
دلرغوني افغانستان په بيلا بيلو برخو کي د ليکدودونو نوري بيلګي هم د لرغونپوهانو له خوا تر لاسه شويدي ، چي د بيلګي په توګه د (( شارادا ، پهلوي ، دين دبيره ،اونور يادولای شو ، خو يوه څرګنده خبره داده چي دا د ليکونو بيلګي دي ، نه د ژبو ډولونه .
پخوا تر دې چي د لرغوني افغانستان پر ورشو ، عربي رسم الخط واکمن شي د هيواد په زياتو سيمو کي د دوو ليکدودونو واکمني منل شويده چي يو يې د مات يوناني ليکدود وو او بل هم شارده _ ناګري په نومونو يادشويدي . خو د دريمي هجري پيړۍ پر مهال د نورو ليکدودونو سره يوځاي کوفي او ابتدائي عربي ليکدود هم رايج شو .چي بيلګي يې دهيواد په ځينو برخو کي ليدل کيږي ، څرنګه چي د دې بحث له سرليک سره سمون نه خوري څکه يې د بيان او يادولو څخه ډه ډه کوو.

لنډيزاوپايله :
د لومړي بحث په يادولو دې پايلي ته رسيږو چي د لرغوني افغانستان تاريخ د لرغونپوهني له پيره چي جرړي يې څه ناڅه يوسل او پنځوس زره کاله پخوازمانې په برکي نيسي .د دې سيمو څخه د بيلګي په توګه د ناور دښت ، د هزارسم سمڅي ، د اق کپرک او په بدخشان کي د کور درې سيمي يادولای شو. خو د څرګند تاريخ بيلګي له پنځه زره کاله پخوا زمانو څخه را پيل کيږي چي د منډيګک لرغونې سيمه يې د ثبوت بشپړ اسناد دي .همداشان د اساطيري تاريخ لپاره هم ټاکلي شواهد د شاهنامو او شفاهي نکلونو څخه په پوره وضاحت را څرګندولای شو .په نړۍ کي تر ټول پخواني مدني اړيکي د ويدا او اوستا په تهذيبونو کي را برملا شويدي . د هخامنشي يرغلګرو او او تر هغو ورسته د يونانيانو واکمني د افغانستان د تاريخ دوي نوري برخي دي چي د تمدونونو په پير کي ورته ګوته ونيول شوه ، خو د يونان _ باختر ځانګړۍ تمدن او بيا وروسته د کندهارا تمدن چي د کوشاني امپراتورۍ په پير کي يې وده او پراختيا وموندله ، زموږ د تاريخ وياړلي فصلونه ګڼل کيږي .يفتلي ټولواکمنو هم د اسلام مبارک دين تر پراختيا وړاندي د نړۍ دسياسي او نظامي مطرحو ځواکونو څخه شميرل کيده چي د اوسني افغانستان پر جغرافيايې محدوده برسيره يې د لويديځ او ختيځ سيمي هم تر خپل ګروټ لاند درلودې ، چي د اعرابو تر واکمنۍ پوري يې د هيواد زياتي برخي اداره کولي او کوشاني او يفتلي سلسلو پاتي شونود خپلي خپلواکۍ د ساتلو په نيت يې پرله پسې درې سوه کاله د عربي ځواکونو سره د مقاومت او مقابلې چاري پرمخ بيولي دي .
ددويم بحث د پايلي په توګه د يادولو ده چي ژبه د انسانانو لپاره د پوهاوي وسيله او د رمزونو پيچلې بيان او د بشري ټولنيز ژوندانه يوه بيلګه ده . او ليکدود د هماغه رمزونو کښلې څيره ده ؛په افغانستان کي تر ټولو پخوانۍ ژبه د اريک په نوم ياديدل چي د اريائيانو له خوا ويل کيده ، خو د ليکدود تر ټولو پخوانۍ شکل د سانسګريټ او پاراګريټ په شکل تر اوسه پيژندل شويدۍ ،په همدې ليکونو د ويدا او اوستا پخواني سرودونه ليکل شويدي . د ډبر ليکونو او کتيبو تر ټولو پخواني ډولونه د يوناني ، خروشتهي ، شاراده ناګري او يو شمير نوريادولای شو . دې کتيبو نه يوازي د افغانستان، بلکي د سيمي او ګاونډيو هيوادونو د تاريخ په څرګندولو کي پوره او رغنده ونډه تر سره کړيده .

په درنښت
 

د لومړۍ څپرکي لپاره اړين اخځونه :
کهزاد، احمد علی . تاريخ قديم افغانستان .( کابل : مطبعه دولتی) ١٣٤٦.
کهزاد، احمدعلی .افغانستان در پرتو تاريخ .(کابل : مطبعه دولتی)١٣٤٦.
کهزاد بالاحصار و پيشامد های تاريخي وی . (کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٥١ .
حبيبی ، عبدالحی . افغانستان بعد از اسلام . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٥٧.
حبيبی ،عبدالحی .تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٤٧ .
حبيبی ،عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ .( کابل کابل پوهنتون ) ١٣٢٥ .
ضميرساپی،محمد حسن .تاريخ قديم افغانستان .(کابل پوهنتون کابل ) ١٣٥٦.
ضميرساپی،محمد حسن .تاريخ چيست؟.( کابل : پوهنتون کابل ) .١٣٥٤.
ضميرساپی ، محمد حسن .امپراتوريهای قديم افغانستان.(کابل : پوهنتون کابل )١٣٥٥.
باوري ،رسول . افغانستان در عهد باستان. (کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٦٦ .
باوري، رسول .مدنيتهای اوليه افغانستان . (تيزيس برای رتبه پوهنوالی.)١٣٧٣.
باوري ، رسول . باستانشناسی افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل ) . ١٣٦٥ .
اويوشمير نور .
ددويم څپرکي لپاره اړين اخځونه :
زيار،مجاوير احمد.ويپوهنه . ( کابل : کابل پوهنتون ) ١٣٥٥.
زيار، مجاويراحمد . ژبپوهنه . ( کابل کابل پوهنتون ) ١٣٥٨.
پالوال . عبدالرزاق .د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ .١٩٩٤ .
ځدراڼ . الفشاه . تيوريهای بشر شناسی . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٣ .
ځدراڼ ، الفشاه . مبادی بشر شناسی .( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٦.
ځدراڼ ، الفشاه . مسکوکات تاريخي افغانستان . ( کابل :پوهنتون کابل ) ١٣٦٨.
الهام ، محمد رحيم .ميتود در نقد ادبی . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٥ .
الهام ، محمد رحيم .زبانهای ملی و لهجه ها.( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦١ .
اويوشمير نور .

پوهنوال رسول باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006