دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د انسان ډوله څخه تر انسان پوري

ليکوال :پروفيسور داکتر G De Boe
ژباړونکی : پوهنوال رسول باوري

زموږ بيولوژيکي وده :
د روانو ميليو نو نو کالونو په ترځ کي د انسان په لوري ، د انسانانو پيژندل سوو ډولونو زياته وده کړيده . په داسي حال کي چي نن يوازي د انسان يو ډول (Homosapien ) ژوند کوي ، هغه چي په پخوانيو وختونو کي و انسان ته ورته ژويو ( Mensachlingen ) سره يوځاي اوسيدلي دي .

په پخوانيو انسانانو ته ورته ژيو کي د زاړه ويش پر بنسټ ويل کيږي چي د هومو سپين او نورو انسانانو ته ورته ژويو د فوسيلونو پر بنياد يوه کورنۍ د هومينيدس ( Hominides ) په نوم ياده سويده . ( هغوي ) يو ځاي د انسان ډوله بيزو ګانو ( Orang otans ) ( Gorillas ) ( Shimpansees ) ( Bonobos )اورنګوتان ، ګوريلا ، شمپانزي او بنبوس او نورو ډولونو سره چي د انتروپوئيدله ډلي شميرل کيږي ، اوسيدل . او دا د پريماتن د سلسلي دوام دۍ . د پريماتن نور ډولونه لکه د مدغاسکر ليمور، د يادسوو انسان ډوله بيزوګانو سره په يوه وخت اوسيدلي دي . تر اوسه چي کوم پريمات د تيرتياير ( Tertiair ) په نوم ښودل سوي څه ناڅه شپيته مليونه کاله پخوا يې ژوند کړې او د مځکي پر مخ اوسيدلي دي ، چي په پخواني کلاسيک ويش کي د تي لرونکو ژويو له ډلي شميرل کيږي . پريماتن علايم يو ډول وه لکه د هغو فعال لاسونه ، نوکان او د خپړي يا لاس برخه چي په زياته پيمانه څيړل سويدي .

په ياد سوو ژونديو موجوداتو کي لا اوس هم په زياته پيمانه د وينو ګروپونو ورته والۍ ليدل کيږي . د ياد سوو ډولونو څخه په حقيقت کي انسان ډوله بيزوګاني لومړنۍ ځنګلي اوسيدونکي وه . د هغوۍ بدني جوړښت ( د بيلګي په توګه د بازو اوږدوالۍ ، محرکي او فعالي پښې ) د اړوند چاپيريال سره تطابق درلود ۍ . تر کومه ځايه چي جنتيکي څيړني يې څرګندوي د بنوبويانو ( Bonobos ) او انسانانو تر منځ زماني واټن لس مليونه کاله ښودل سوېدۍ .

دا چي څرنګه ځنګليز انسان ډوله موجود له هغه ځايه په کامله توګه راووت ؟ ﻻ موږ نه پوهيږو . خو دهغو ارزښتمنو علمي لاس ته راوړنو پر بنسټ د دي ستونزي څه ناڅه حل تر لاسه سويدۍ . يو د دې نوو لاس ته راوړنو څخه د دي ورستيو کالونو په ترځ کي د ارديپي تيکيوس راميديوس ( Ardipithecus ramidus ) د فوسيلونو لاس ته راوړنه ده ، چي د افريقا له لويې وچي څخه کشف سويدي ، او د دي تر څنګ د استرالوپيتيکيوس انامينس ( Australopithecus anamwnsis ) فويسلونه هم د تانزانيا څخه ترلاسه سويدي ، چي دا دواړه پنځه مليونه کاله پخوا زمانو کي اوسيدل . ( هغوي ) هم هاغه وخت د خپلو پلارګنيو سره ګډژوند پريښودۍ او د انسان ډولوژويو په څير يې په وړو ګروپونو کي ژوند ته پايښت ورکړۍ دۍ .

لوسي ( Lucy ) لا پخوا د استرالو پيتيکيوس افارينسيس ( Australopithecus aparinsis ) فوسيلونه د افريقا په اتوپيا کي په داسي حال کي موندلې چي يو اوبل ته ورته او متصل ساتل سوي وه . هغه هم د استرالو پيتيکيوس له نسل څخه ګڼل سويدي ، چي د افريقا په ختيځ او سهيل کي ميشت وه او د څلور ميليونه کاله څخه تر يو نيم مليون کاله پخوا اوسيدل . په يوه ټاکلي لنډه زمانه کي هم هاغه جنس په هو مومينس ( Homo mens ) واوښتۍ. د دي ( هومومينس ) لومړني ډولونه د هومو رودولفينس ( Homo rudolfensis )او هوموهابليسين ( Homo habilisen ) او يا هم هوموارګاستر ( Homo ergaster ) را څرګند سول . دا هر څه دوه مليونه کالونه وړاندي زمانو کي پيښ سول . همدا ډول نور فوسيلونه چي د پخواني انسان ډولو ژويو څخه ګڼل سويدي ، هم د افريقا په لويه وچه کي تر لاسه سويدي . ځکه نو همدا لويه وچه د انساني ژوند د پيدايښت زانګو ګڼل سويده .

په اسانۍ سره نه سو کولاي هغه بيولوژيکي دلايل و مومو چي څنګه استرالو پيتيکيوس ( هغه چي لا انسان نه وو ) او هومو ، يوه پوره انسان ته وده کړيده . ښايې دواړه جنسونو يو دبل تر څنګ وده کړي وي .د بدن دغړو تمرين ، د بدن په هغه بدليدونکي جوړښت کي چي اوسنۍ حالت يې غوره کړيدۍ ، تاثير درلود ، او دا بدلون د افريقا په ختيځ د سوان په باراني ځنګلونو کي اوه مليونه کاله پخوا تر سره سويدي . هلته د سر کوپړې ، زيات شمير هډوکي په بيلابيل حالت کي په زياته پيمانه پيداسويدي . او بيا ( څيړونکو ) وهغه تفاوت ته هم پام وکړ ، هغه چي اوسني ژوندي وحشي شامپانزي بيزو ګاني هم داډول وسايل جوړوي ، لکه ( Aangepunte stokken ) نوک تيزه وسايل ( هغه چي د چينجيانو په څير يې په ناپوهي کي جوړه وي ) دا پوښتنه لا پر ځاي پاته ده چي د کار کوم ډول وسايل په رښتني توګه د پريمانيتن ( Premaneten ) په وسيله کارول سويدي ؟

د وسايلو پرله پسي وده او دلاس وار په وار ظريف کيدل له يوي خوا او له بلي خوا د غاښونو لږ کارول د خولې په دننه کي د جوړو سوو ماهيچوو او په هغو پوري اړوند نورو جوړښتونو د مناسب حرکت په نتيجه کي واړه او کوچيني سول . او ورسره يوځای مغزي وده په ورو حرکت پياوړي سول . په حقيقت کي د ژوولو عملياتو پر زامه او دمخ پر قيافه او جوړښت ټاکلي تاثير وکړ .

د ټولو انسان ته ورته ژويو يو شان حال وو . په زياته پيمانه دا يادوني په هغو ژويو پوري اړه لري چي د انسان ډولو په کټه ګورۍ کي شامل ګڼل سويدي .

د انسان يو نړيوال ډول :

د دوو څخه تر يوه مليون کاله پخوا زمانه کي انسان ته ورته ژويو د لومړي ځل لپاره د افريقا په لويه وچه کي خپل پاتي شوني پرايښي دي ، چي د هومو ارکتس ( Homo erectus ) په نوم ياد سويدي . هغه يو غټ انسان ته ورته موجود وو او داسي پراخه او درنه کوپړۍ يا جمجمه يې درلوده چي د 1000cc په پيمانه د مغږد ساتلو ظرفيت يې درلود . د فوسيلونو دا ډولونو د ( Eurazie ) د لويو وچو څخه په اتفاقي توګه په زياته اندازه په لاس راغلي دي ، او همدا فوسيلونه په جاوا او چين کي هم تر لاسه سويدي .خو تاريخونه يا د زمان ټاکنه يې څه ناڅه ستونزي لري . داچي څه وخت د لومړي ځل لپاره نوموړۍ د افريقا په کومه سيمه کي پيدا سوۍ لا تراوسه په پوره دقت لاس ته راوړني نسته .

دزړو او کارول سويو اثارو څخه چي تر اوسه په لاس راغلی ، احتمالا نوموړۍ يو مليون کاله پخوا اروپا ته رسيدلۍ دۍ . په اروپا کي د پخواني انسان څخه راپاته اثار چي په جرمني کي پيدا سول په 600000 شپږسوه زره کاله پخوا زمانو پوري اړه لري ، چي د هومو هيدلبرګ ( Homo heidelbergensis ) په نوم ياد سويدۍ . په اروپا کي د هومو ارکټيس دوهم ډول په ورته ساحو او سيمو کي په زياته پيمانه اوسيدلي خو د تيپ مخي يو بل اروپايې ډول د هومو نياندرتال ( Homo neanderthalensis ) په نوم د جرمني د نياندر تال نومي ځای څخه کشف او تر لاسه سويدۍ . نياندر تال يوډول اروپايې موجود وو چي د اروپا په ختيځو برخو کي يې ژوندکړيدۍ . له نوموړو سيمو څخه تر لاسه سوي زيات شمير فوسيلونه په همدی ډول انسان پوري اړه لري . دا مطلب د دی خيال ( ايدي ) مرسته کوي چي د هغوۍ ژوند د يخنۍ دورې (پلستوسين ) د ورستنيو زمانو وړاندي پيل سوی او او دوام يې موندلۍ دۍ . پيژندل سوي علايم له ورايه څرګندوي چي ، هغوۍ پرانيستي زامي او غښتلي کښتنۍ الاشې ، درلودې ، پيته يا اواره ( هموار ) کوپړۍ چي مواد يې د مدرن انسان د کوپړۍ د شاملو موادو او اناتومۍ سره ورته وې . او په کوپړۍ کي يې دcc 1500 مغز ځايولو ظرفيت درلود .

هومو سفين انسان د پخوانيو انساني ډولونو يوازنۍ نتيجه ده . هغه چي تندي يې راوتلي وه ، محيطي شرايطو کاملا له مينځه يوړل . هغه چي برجسته او مخ ته راوتلي زامي يې درلودې او دکوپړۍ بر سر يې هم وړاندي راغلۍ وو ، د هغوۍ ژوند پاي ته ورسيدۍ . اوسنۍ رواني او معمولي تيوريګاني پر دي ټکي تکيه لري چي د مدرن يا اوسني انسان بدني جوړښت ( Anatomisch ) يو وخت په افريقا کي را څرګند سو ، او پاته شوني يې له هم هاغه ځايه نوري نړۍ ته په راتللو بريالي سويدي . دا ځکه چي موږ د سل زره کاله پخواني انسان ډوله موجود پاتي شوني په لويديځ کي تر لاسه کړيدي . (( اروپا ته د راغلو انسانانو په اړه به وروسته څه ووايو )) د څلويښت او ديرش زره کاله پخوا زمانو کي د مدرن انسان چي د کروماګنين ( Cro-Magnon ) او يا دهغه تر څنګ د نياندرتال ( Neanderthaler ) په نوم ياد سوۍ، منځ ته راغلي دي. او دا ورستۍ ورکه يا له منځه تلل دي . ولي دا پټوکۍ ( معما ) لا پر ځای پاته دۍ چي : هغوۍ ووژل سوه ؛ مريضان سول ؛ که په يخي هوا کي يخ ووهل ؟ اوداسي نوري پوښتني . په هر ترتيب هغه چي پخوا ياد سول ټول له مينځه ولاړل . د هومو انسان ورستۍ فاميلي غړۍ د نياندرتال جنس دۍ او بيا هومو سپين د هغه يوازنۍ او ورستۍ نسل دۍ ، چي يوه په زړه پوري او زړه وړونکي کلتور ته يې وده ورکړيده .



يادونه : دا ليکنه د بلژيک هيواد لرغونپوه ښاغلي پروفيسور داکتر ج . دي . بوی . ( Prof . G . De Boe ) د هغه کتاب لومړۍ بحث دۍ چي (( د تاريخي پير وړاندي ژوندون )) يا ( Leven in de prehistorie ) په نوم د پاتري مونيم د لرغونپوهني انستيوت له خوا په 2001 ميلادي کال خپور سويدۍ

ژباړونکی : پوهنوال رسول باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006