دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د کلتور پيدا يښت

 دکتور لطيف بهاند

د کلتور اصطلاح پخوانۍ لرغونې ريښه لري . د دي اصطلاح يا کلمي ريښه د لاتيني ژبي د کلتورا يا) ( Cultura کليمې ته ر سيږي چي د کرني لپاره د مځکي چمتو کولو ، څارني ، مراقبت او پالني ما نا لري . دا په دي مانا چي په لرغونو زمانو کي د کلتور کليمه د کرني لپاره د شاړي مځکي د چمتو کولو او ابادولو مانا لرله . مګر دې کليمې بيا د لرغوني يونان په زمانه کي نوري ماناوي درلودې : د ادب او فرهنګ ؛ او له همدې کبله دۍ چي د کلتور د پيل وياړ تل په يونانيانو پوري تړلۍ دۍ . د ساري په توګه که موږ د دوۍ د پولس کليمه راواخلو ، د هغه ښار مانا لري چي يوشمير زيات خلک په کي استوګن وو. هغوي ټول د خپل ښار د قوانينو تابع وو . همدا ښار همزمانه د دوۍ دولت هم وو ، هغه دولت چي خپله اداره ، قانون ، شورا او قواعد يې درلودل . په همدې ښار کي ښوني او روزني د کلتور مانا درلودله . د يونانيانو روزني او ښوني نه يوازي د ماشوم پالني ته ، بلکي ښکلايز ذوق روزني ته هم پاملرنه کوله ، چي پخپله د کلتور په وده او پالنه کي د پام وړ کار وو .

د لرغوني يونان يو بل قوت په دي کي وو چي هغوي طبيعت سره خپل اړيکي هيڅکله نه دي پري کړي . د مځکي ، اسمان او په عمومي توګه د کيهان سره ښه کول ، د خدای د نمانځني پوري رسيدل ، چي پخپله د نه هيريدونکو ابدي اثارو د زيږيدو سبب شويدي . په منځنۍ پيړۍ کي د کلتور په باب نظر او خپل تفکر ډول چورلټ بدلون مومي . د هر څه موخه او هدف خداي د خداې نمانځنه او عبادت دۍ. په يوازني خدای باور د ځمکي او اسمان هستونکۍ د ژوند او مرګ خالق او د ليدونکو او نه ليدونکو اداره کونکۍ ، ټول هنري ، تخليقي اثار ودانۍ ، رسامۍ ، نقاشۍ ، موسيقي او مجسمي ټول او ټوله د خدای لپاره وو .

خو په اتلسمه او نو لسمه پيړيو کي کلتور د يوه جلا ټولنيزي پديدي په توګه د پام وړ وګرځيدۍ . کلتور، د کلتور پراختيا ، د کلتور ماهيت ، د کلتور ونډه د انسان په مادي او معنوي ژوند کي خپل ځای پيدا کړ . کلتور په دغه زمانه کي کله د فلا لوژي ، کله د تاريخ او کله هم د فلسفې سره لوستل کيږي . خو ورځ په ورځ ځانته د زيات پام له امله يو نيم ځای د ځانګړي مضمون په توګه هم ځان څرګنده وي . په همدي وخت کي وو چي د کلتور کلمه د هغه څه مانا ورکوله چي انسان د خپل مهارت په مرسته په خپل لاس جوړه وي . دا هغه څه وه چي د انسان لخوا د طبيعت په وړاندي د دوهم طبيعت را پيداکول نوميږي . داسي فکر کيږي چي د کلتوري څيړنو په بهير کي به دا د کلتور تر ټولو ساده ماناوي . وروسته بيا د خلکو او کوچنيو ډ لو او ګروپونو د ژوند لاسته راوړني او تخليقي مجموعې د کلتور په مانا ياديدلې چي البته دا نظريه تر نولسمي پيړۍ پوري دود وه .

که فلسفه تل د هغه علم په توګه چي دنړۍ ، ټولني ، هستۍ او تفکر څيړنه کوي ، خپل پر مختګ کوي او غواړي دهغه رښتني تصور او تصوير پيداکړي ، نو کلتور په نړۍ کي د انسان د هستۍ وسيله يا د انسان د معنوي ودي بڼه ده، چي په دې نړۍ کي خپل ځان پيداکوي .

که د يوه پوه داخبره ومنو چي کلتور د تفکر بيا موندنه ده ، نو له همدي کبله به وي چي هغه ( کلتور ) د فلالوژي او ټولنپوهني له مطالبو نه ځان ويستلې او نن سبا يې د کلتور پوهني په نوم ځان ته ځاي موندلې دۍ . که څه هم ، چيري چي انسان وو هلته کلتور هم وو . خو دا پوښتنه له پيړيو پيړيو راهيسي خلک له يو بل نه کوي چي د کلتورماناڅه ده ؟ دا کليمه څنګه او چا د لومړي ځل لپاره ويلې او اوريدلې ده ؟ دا ټولي خبري په دي باب څنګه راپيل شويدي ؟ دي پوښتنو ته تر ټولو ښه ځواب به داوي چي : چيري چي انسان ميشت وو او چيري چي هغه کار کولو ، هلته کلتور ژوندې وو ؛ انسان او کلتور يو او بل سره ګډ زيږيدلې دي .

د انسان لومړنې ژوند لومړنې کلتور وو او دۍ . دغه کلتور د لومړی انسان د ژوند هينداره وه او د هغه د ژوند د ټول تاريخ څرګندوۍ دې . د همدي اصل له مخي دۍ چي وايې : ماضي نه مری ؛ نه يوازي نه مري او د معاصری زمانې سره ژوند ته دوام ورکوې، بلکې د را تلونکي ژوندد لوري په ټاکلو کي اغيزی پريږدي . دغه اغيزي ټولي د کلتوري ميراثونو لکه زيارتونه ، يادګارونه ، مجسمې ، عنعنې، معنوي روحاني سيستم او ارزښتونه ، مذ هبي عقايد ، سنتونه او دود او دستور ، او نور او نورو په بڼه ځان څرګندوي چي د څو زرو کالونو په لړ کي څوک نه شي کولاي هغه ورک ، نابود يا ووژني ، خپل ژوند ته دوام ورکوې چي په دوامداره توګه دا ټول په انسان کي اوسې .

د انسان او طبيعت تر منځ هم اهنګي کلتور دۍ . کلتور ژوندې اورګانيزم دۍ چي د بل هر ژوندي ارګانيزم په څير زيږي ، وده کوي ،لويېږي ، زړيږي ،خو ډير په ځنډ مري: چي داشان مرګ ته حتی مرګ هم نشو ويلاي .

د کلتور اصلي موضوع لکه هغه شان چي ځينو پوهانو ويلي ، د ژوند مادي يا معنوي اړخ په باب څيړنه او بحث نه دۍ ، بلکي روح او د هغه د را زيږيدونکو مادي ارزښتنو باندي پوهيدل دي . له همدي کبله ( ي ، ي ، يفياش ) په دي باب وايې : مشهوره فلسفي مساله د انسان جهان او په دي جهان کي د هغه دريځ دۍ . د سقراط د نظريې له مخي دۍ چي انسان د خپل پيژندنې په بهير کي له يوه پړاو نه بل پړاو ته درومي او په عملي ډګر کي چي کلتور څيړي له عمومي فلسفي نه ټولنيزي فلسفې ته ، او له ټولنيزي فلسفې نه بلا خره د کلتور پوهني ، پوهي ته تيريږي .

له دي کبله موږ ويلاي شو چي د بشري علومو په کورنۍ کي د کلتور پوهني ونډه د هغي خاصي ځانګړتيا يعني انسان پيژندنې او ښکلا پيژندني د کرکتر را سپړنه ه . د نړيوال کلتور پيدايښت ،تاريخ او څيړنه ، سره له ټولو ژبنيو ، ذوقي ، مذ هبي ستونزو سره سره په دي بريالي شوي چي وکولاي شي د بيلابيلو سمبولونو دپرديو خيالونو تصويرونو اودود او دستورکي د راتلونکو لپاره د تيرو د ژوند څه لږ بشپړ تصوير وباسي .

کلتور پوهنه په خپلو لومړنيو څيړنو کي تر هر څه دمخه بايد دانسان ښکلايز معيار د هنري پديدو په مطالعې سره را وسپړي . کلتور پوهنه د خپلو څيړنو په بهير کي له يوه نازک او لطيف نزاکت سره مخامخ ده ، چي هغه، دهغه نظم هم ا هنګي اود قواعدوپيژندنه ده ، چي بيله هغو نه کلتورپو هنه نه شي کولاي له هنرپوهني ، ادب پوهني ، د مذهب له تاريخ ، اتنو ګرافي او ځينو نورو بشري علومو نه رابيله شي .

دکتور لطيف بهاند   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006