دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ويښتيا ( رنسانس ) په دوره کي د کلتور مفهوم

دکتور لطيف بهاند
د ويښتيا دور د انسان په وړاندي بلکل نوې نړۍ پرانيزي د انسان او جهان په باب بل تفکر برۍ مومي . که په منځنيو پيړيو کي هرڅه د مذهب په خاطر وه ، خو په دي دور کي انسان ځان ته د تفکر او تخليق ازادي ورکړه ، زياته اتکا د انسان په استعداد او پوهي کيدل . له همدي کبله ده چي په دي دوره کي د بشريت د لسګونو ټولنيزو او علمي شخصيتونو د نومونو يادونه کوي چي په خپله د تخليقي چارو سرلاري دي .

په دي دوره کي انسان چور د خپلي ځانپيژندني تفکر پيدا کوي .که څه هم ځينو د لرغوني يونان او د روم په شان داويل چي له طبيعت نه بايد زده کړه وشي ؛ خو په دي باب هم د هغو نظر د لرغونو دورو سره ډير توپير درلود . که د لرغونو لپاره تر هرڅه لومړې طبيعت ولاړ وو ، مګر د ويښتيا د دوری د تخليقګرو لپاره تر هر څه وړاندي پخپله تخليقګر او هنر مند ولاړ وه . دې هنر مند طبيعت را اخستلو او د خپل استعداد په مرسته يې هغه را سپړلو . په همدي وخت کي دۍ چي د انسان ، خپل استعداد ته پام شو. په همدي دوره کي هغه پخواني بريدونه او چوکاټونه ماتوي . نه اسمان او نه طبيعت ، بلکي د تخليق اساسي عامل ځان ګڼي ؛د دي دوري تفکر د مذهبي تفکر هغه کړۍ ماتي کړې چي انسان دهغه څخه دباندي تګ اجازه نه درلوده .په دي دوره کي ، خلاق انسان د مذهب ځاي ونيولو . نور نو انسان نه يوازي خپلي ځانګړي ، روحي او ځمکنۍغوښتني خپله پوره کوي ،بلکي هغه خپل ځان ، ښکلا او جهان هم پونځوي ( هستوي ). کلتور ا نساني معيارونه پيداکوي . کلتور که له يوه پلوه د انسان له خوا د طبيعت بدلول دي له بله پلوه پخپله د انسان بدلول هم دي .له همدې کبله دا شعارونه را منځته شول چي : پوهه قوت دۍ ؛ او يا داچي : زه فکر کوم نو ځکه يم ؛ په دي توګه دۍ چي په اتلسمه زيږده پيړۍ کي د کلتور عقلي توفان پيل کيږي .

د روښانفکرۍ په دوره کي کلتور : د روښانفکرۍ په دوره کي کلتور پوهان له عقلي پړاو نه طبيعت نه درومي ، بلکي هغه شان چي هست شوي له طبيعت نه عقل ته درومي . دا په دې مانا که انسان د طبيعت د قوانينو پيروي وکړي ،کولاې شي په هغه خپله نيکمرغي پيداکړي . باﻵ خره د دې خبري پر اساس دوی دې نتيجي ته ورسيدل ، چي په همدي قانون کي د انسان او ټولني ، د هنر او فن د پر مختګ زړۍ نغښتۍ دۍ . د کلتور هدف د عقليت لوړو څوکو ته رسيدل ګڼل کبږي او د ملت نيکمرغي دهغوۍ د عقل په پړاو پوري اړه لري . دا خبره موږ ته هغه وخت ښه را څرګنديږي چي د هغه دورو د سترو متفکرينو لکه : روسو ( 1712 _ 1778 )؛ کانت ( 1724 _ 1804 ) ؛ شيلر ( 1759 _ 1805 ) او هيګل ( 1770 _ 1831 ) له نظرياتو سره له نږدې معرفي شو . رو سو وايې چي : انسان بايد دهغه خپل طبيعي حالت ته راشي ؛ کانت په اخلاقو تاکيد کوي ، د کانت لپاره انسان يو عالي کلتوري ارزښت دۍ چي هيڅکله بايد دهغه شخصيت په اقتصاد ، سياست او ايديالوژۍ چي غير کلتوري او غير انساني اړخونه لري و نه تړل شي؛ دغه راز دکلتور پوهني په علم کي نه شو کولای د يوه بل پوه شيلر ونډه هيره کړو چي وايې : کلتور کولاې شي په بنسټيزه توګه د فيوډاليزم سټي ختمي کړي .نوموړۍ په خپل نظر کي زيات په ښکلا او عاطفي ټينګار کوي . که په لنډه توګه و وايو د کلتور د تاريخ په څيړنه کي شيلر يوازي په ښکلا کي د انسان کمال ويني . د کانت زياته اتکا په اخلاقو ده او باﻵ خره هيګل په عقل ، په هغه عقل چي هيګل هغه د تاريخ د بهير او دهغه د بنسټ محرک ګڼي ، اتکا کوي . هبګل له دې نه هم لا مخ کي ځي او د ارو پايې روح پر بنسټ د بشري ټولنو عقل جوړوي . دې وايې چي : انساني عقل نه يوازي نړۍ پيژني بلکي هغه جوړوي هم ؛ تر هيګل وروسته د کلتوري څبړنو په لړ کي د فريدريخ نيچه ( 1844 _ 1900 ) نظرياتو ته رسيږو چي په هغو کي اصلي مضمون ژوند دۍ . او د ژوند اساسي مو ضوع اراده جوړه وي ، چي د دغي ارادی په مفهوم او ځانګړتياوو يوازي د هنر په مرسته پوهيدای شو

دکتور لطيف بهاند   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006