دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دلوستونکو نظر او تبصرې
     ...  ...     
  عبدالله (احمدزي) ٩ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-29  م  
درنو هيوادوالو ته خپلي نيكي هيلي او سلامونه وړاندي كوم! انگليس او امريكاء دواړه ده يوخ خره غوږونه دي د هغوي ټول پلانون د نړي دټولو مسلمانانو او افغانستان په ضد دي تل ئي زمونږ د هيواد استقلال او تولي گټي ئي په خطر كي اچولي او اچوي مونږ او ستاسي بايد د دي زماني د فرعونيانو او د هغوي د لاڅپوڅو په ليكنو او تبليغاتو و نه غوليږو الله پاك به دوي په مختلف لارو تباه كوي دا د هغو زړورو او قهرمانانو د مبارزه نتيجه ده چي يو ځل بيائي دنړي سترو طاغوتي لښكرو ته په افغانستان كي ماتي وركړي الله پاك به لا نور هم دوي په سختو بي اتفاقيو او طبعي افتونه سره مخامخ كړي زما گيله زمونږ دنن وخت د بعضي ليكوالانو او او سياست مدارانو څخه داده چي دوي ولي خپل افغاني او اسلامي ضمير په پام كه نه نيسي او تل بي مسئوليته دخپلو بادارانون د خوشحالتيا لپاره واقعيتونه پټوي او هر څه ددغو فرعونيانو د زور او طاقت په رڼا كي څيړي او د هغه ذات طاقت او حكمت ته پام نه كوي چاچي داسي دير فرعونيان له خپلو لښكرو سره په ډيره اسانه تباه كړي دي زه په دي عقيده يم انشاء الله د كرزي صاحب ( شاه شجاع ثاني) دوره ډيره ژر په ختميدو او دهغه باداران به د ستر زوال سره دهغو لستوڼي مارانو ( جنايتكاران چي ده د ملت د راي په خلاف په خپل حكومت كي ځاي وركړي وو رسوا او تباه شي ) ستاسو څه فكر كوي چي الله پاك كومه وعده له ظالم او بي عدالت پادشاهانو سره كړي كرزي صاحب له دومره غټ ملي خيانت سره وبښي او حكومت به ئي كامياب كړي هر گز نه داخبري پر هغو بي غيرته افغانانو تاثير نه كوي چاچي خپل فرهنگ ، دين، او طن لا پخوا خرڅ كړي دي هغه په دي خبرو پوهيږي څوك چي د بشر د اساس قانون پيروان او عقيده پري لري ددي فرعونيانو لپاره لا پخوا د تباهي زير په قران شريف كي په مختلفو آيتونوكي را راغلي دي ..... خدا دي وكړي چي زما دخبرو په اصلي مقصد پوه شوي ياست ځكه چي زه نشم كولاي خپل نظر په ښه توگه لكه څنگه چي لازم دي وليكم بياهم كوشش كوم څومره عقيده او محبت چه له خپل دين ، وطن او ستقلال سره لرم ستاسو ته څرگند كړم. و السلام

  نويد احمد كن ٩ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-29  م  
دافغانستان تاريخ ته په كتو سره ويلاي سوو چي په سيمه كي داګليس سراتيژي زموږ په تاوان ده

  حاجي شاه محمود ٩ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-29  م  
زه د بابوزس صاحب نظر او څركندونه تائيدوم انور زيات تبصره نه پري كوم. په درنښت.

  صمیمي ته! ٩ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-29  م  
ناښاغلی صمیمي، قلم ته ناپوه ویل ستا خپله ناپوهي ښيي. احمقه! په دې کې د بعض او عناد څه خبره ده. قلم هم د لیکوال ښه یاد کړي او هم بد. او توصیه یې ورته کړې ده چې په راتلونکي کې د دغه ډول تېروتنو مخه ونیسي. خو نه پوهېږم چې ته د ګندګۍ مچ په کې له کومه راپیدا شوې چې څه دې وخوړه او څه دې په وزرونو بار کورته یوړه.

  عبیدالله وردګ ٨ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-28  م  
زما په اند انګریزان له پخوا څخه هم له افغانانو سره جوړ نه دی، بل اړخ ته پنجابیان له تیر وخت څخه دوی ته وفاداره پاتی دی، نو ځکه امریکایان افغانانو ته له انګریزانو نه بهتره دی، خو تر ټولو ښه خبره داده چی افغانان خپل ځانونه ورسوی، تر څو لکه ایران پر خپلو پښو ودریږی، خو که کرزی صیب سید حسین انوری غوندی خلک والیان ټاکی الله پاک د خیر کړی، چی له جاپان نه مو هم هیوا د مخ پر وړاند لاړ نه شی!

  نيازې ٨ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-28  م  
سلامونه مې ومنې ګرانو ويښو ځوانانو! ليکنه په زړه پوری ده, خو يو اړخ يي چه ډير اړين ده چه پری غور وشي هغه دا ده چه کرزې بيا چا غولولې ده چه دا شان خبری وکړې, دا بيا دلاس پوڅو مشوری دی .باور وکړې دا د کرزې خپلی څرګندونی ندی! په درناوي نيازې له اتريش څخه.

  محمد غازی جمکزی ٨ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-28  م  
د انگلیسی جاسوسانو شرل له کابل ححه دیر شه کاروشو او دوی د زموژ د وطن د بربادی او د پاکستانی سیاست د پلی کولو لپاره کارکاوه ، چا چی موژ تر کلونو ، کلونو زورولی یو او نه غواری چی په افغانستان کی یو واحد ملت وی او بس.

  jabarkhel austria ٨ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-28  م  
خپل دزړه له کومی سلا مونه ګران ليکوال ورور ته وړاندی کوم زه خو وايم چی خدای خو د په قلم برکت واچوئ پاتی شوه د امريکا يی ستراتيژۍ سره زمونږ د هيواد ګټي ددۍ خبری سره زه مخا لف يم پدي چی کمونيستا نو به هم ويل چی دافغانستان استقلال، ګټي،او ارضې تماميت دروسانو په ستراتيژۍ اموجودګی کښی خوندې کيدای شې وسلام جبارخيل اطريش

  نصرت ٨ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-28  م  
سلامونه : زما نظر دادی چه دواره ښکیلاک ځواکونه دی اوزمونر به درد نه خوری اونه خورلی دی زمونر مسلمان ملت بغیر له اسلام نه به بل شی نه راضی کیری .

  صميمي ٨ / ١١ / ١٣٨٦  هـ ل  | 2008-01-28  م  
سلامونه مي ومنۍ ! ډير ښه تحليل دۍ ، زه ورسره موافق يم ، خو د ليکوال صاحيبه غواړمه چي هغه مقاله هم ژر تر ژره وليکي او خپره يې کړي چي د دلته يې د لوستونکو سره وعده کړېده . زه فکر کوم چي زموږ د هېواد پيښي خورا پيچلي دي ، هغه مهال به زه خپله پوره رايه څرګنده کړم چي د هغي بلي مقالې متن هم ولولم ، چي ليکوال يې د بنسټپالو او يا مجاهدينو په اړه دليکلو وعده کړېده . اوس دجګړې دوې خواې زموږ په هېواد کي د مهاجمينو او مدافعينو تر نوم لاندي ښه څرګندېدلای شي ، زه به منتظر شم چي ، ګران ورور بابوزئ صاحيب ، د هغي بلي ليکني وعده پوره کړي . او يوه بله خبره مي هم په زړه کي راتيره شوه چي ،دغه قلم صاحيب د يوې تيروتني له امله دومره ستر حکم کړۍ چي د نه منلو دۍ . هغه د مقالې لپاره چي ښځينه نوم دۍ د ( شول ) ليکل ياد کړي دي ، او دا يوه تيروتنه ده ، خو دا تيروتنه دا مانا نه لري چي ګويا ليکوال پر خپله ژبه ( هم )حاکميت نه لري ، دا ( هم ) داسي تاکېد دۍ چي د همدې دوکرښو ليکوال ته د ليکني په اصولوکي د ناپوه سړي نوم ورکول کېدای شي . نا پوه په دې چي ، د کرښي په پيل کي يې ليکلي ، نوره شننه ډيره معقوله ده ... او بيا ليکي چي ليکوال پر خپله ژبه هم حاکميت نه لري ، دا( هم ) هغه مهال بايد ليکل شوۍ وای ، چي نوري برخي يې هم تيروتني درلودای ،بيا شونې وه چي ليکل شوي واې دا تيروتنه ، او دا تير وتنه ، او دا ( هم ) په داسي حال کي چي دې د دو کرښو ليکوال ، نور هرڅه معقول ګڼلي ، خو کله چي يې په ټوله ليکنه کي يوازې دا يوه تيروتنه ( شول ) ليدلې نو يې د خپل بغض او عناد ښکاره کولو لپاره په خورا جديت دا ( هم ) وليکل . ستاسو ورور صميمي

     ...  ...     
Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006