دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د رباطک ډبرليک پښتو ژباړه

 

 

                                                           د رباطک ډبرليک پښتو ژباړه


انګلېسي ته ژباړونکۍ :  (Mukherjee, B.N  )
د انګليسي نه پښتوته  ژباړونکۍ  :  پوهنوال رسول باوري


تر ژباړل شوي متن وړاندي د پېل خبري


د افغانستان او سيمي دلرغوني تاريخ  په اړه  د رباطک ډبرليک ورستۍ  ډاډمن لاسوند دئ چي  د خپل مهال تاريخي پيښي ، د ټولواکمنو نوملړ ، د هغوۍ د واکمنۍ  سيمي  د خپل مهال  ليکدود او نور زيات پټ رازونه برملا کوي . همدا لامل دۍ چي  د بيلا بيلو پوهنيزو څانګو  د کارپوهانو ،څيړونکو  او مينه والو دپام وړ ګرځېدلۍ اوپه اړه يې  زياتي ليکني او مقالې  خپرې کړيدي .
د رباطک ډبرليک د افغانستان  د بغلان او سمنګان ولايتونو تر منځ سيمه کي په ناببره  توګه  په  ١٣٧٢ لمريز کال وموندل شو . د لومړي  ځل لپاره  انګليسي  اپيګرافيست  او د سغدي  ژبو څيړونکي  ښاغلي  پروفيسور نيکولاس  سيمس  ويليامز   (   Professor Nicholas Sims-Williams   )  د يوه ويديو يې فلم له مخي و لوستۍ  او په اړه يې يوه هر اړخيزه  څيړنيزه ليکنه  هم خپره کړل . تر هغه وروسته   ښاغلي مُکرجي  (   Mukherjee, B.N )  د ډبرليک انګليسي متن او د پېداکېدلو ټول برخليک  په بريښنايې  رسنيو او په ځانګړي توګه په ويکپېديا کي  خپور اومينه والوته يې  دهغه  د لوستلو زمينه برابره کړل   . د رباطک ډبرليک دا پښتو ژباړه هم د ښاغلي مُکرجي د انګليسي شوي متن څخه شوېده . په انګليسي متن کي د ډبرليک د ژباړي سره يوځای ،ليکوال  خپل اندونه اواخستني هم خپاره کړيدي . چي ژباړه به يې په خپل وار خپره کړم .
درباطک ډبرليک په اړه  انګازې او انګروزې  مي لا هغه مهال اورېدلې چي په کابل کي وم ، خو د اشونې نه وه چي د دې ډبرليک د اصل  متن او يا ژباړي د لوستلو جوګه شم . اروپا ته تر راتلو وروسته راته شونې شوه چي د دې ډبرليک په اړه څه ناڅه مالومات تر لاسه کړم .  د لومړي ځل لپاره  مي دبروکسل پوهنتون په يوه نړيوال علمي  سيمنار کي  چي په ٢٠٠٣ ميلادي جوړ شوۍ وو ، د خپلي ليکني  سره په تړاو د همدې ډبرليک په اړه    لنډي  او اړيني يادوني وکړې .له بده مرغه هغه مهال مي د ډبرليک بشپړ متن په واک کي نه درلود ، او په دې هڅه کي وم چي د دې ډبرليک دژباړي بشپړ متن  پيدا کړم  ، له نيکه مرغه د بي بي سي راډيو د پښتو څانګي نامتو ليکوالي  ميرمن صفيې حليم  د سيمس ويليامز هغه هر اړخيزه ليکنه چي د رباطک ډبرليک په اړه يې کښلې وه ،  زما په واک کي راکړل . هغه ليکنه مي وژباړله  ، خو دا د ډبرليک بشپړ يوځايې متن نه وو ، زه اړ شوم چي لومړۍ د ښاغلي مُکرجي د ليکني  هغه برخه  را وژباړم چي نوموړي د بشپړ متن تر سر ليک لاندي په ويکپېديا کي خپره کړېده ، دا دۍ  دهغه انګليسي متن  پښتوژباړه د ګرانو لوستونکو لپاره خپرېدلو ته چمتو کوم  .
باوري

                

                                                         د رباطک ډبرليک يو انځور

 

                                                            د ژباړي متن

د لومړۍ کرښي تر دريمي کرښي :

   ستر ژغورونکۍ  عادل او سپيڅلۍ واکمن  چي  په هر څه پوهيږي او د ستايني  وړ ذات  دئ ،  هغه چي د نا نا  (  Nana    )  او نورو خدايانوپه مرسته  او غوښتنه  يې سلطنت تر لاسه کړيدئ ،  هغه چي د د خدايانو په لوريني يې ( دواکمنۍ ) لومړۍ کال پيل کړۍ  .


د دريمي کرښي تر څلورمي کرښي :

 [[  د پيل ټکي وران  شوي ]]   ، بيا په ايوني-  يوناني ( اسيا ی صغير ) ژبه او بيا  بيانوي  په اريا  [[  او يا اريان  ]]    ژبه  .  ( ارين  اويا باختري  ژبه  ، هغه چي د يوناني پرځای کارول   شوېده ) 


د څلورمي کرښي تر  شپږمي کرښي :

په لومړي کال هغوۍ (  هند )  ته اعلان وکړ چي دا ټوله ( په بشپړه توګه ) سيمه لکه کووناديانو (   Koonadeano )  يا کوندينا(  Kundina    ) ښار ،  اوزيني  (     Ozene,) يا اوجاين (  Ujjain   ) ښار د  زاګېدا(  Zageda   ) يا  ساکيتا  (   (Saketa)    )  ښار ، د کوزامبو(   Kozambo  )  يا کوزامبي  (      (Kausambi   )  ښار ، پوتاليپوترا (Pataliputra) او يا پوتالي پوترو  (  Palabotro     ) ښار او هغه ليري  د زيري تامبو(  Ziri-tambo  ) يا سرې چامپا  (    (Sri-Champa   )  ښار  زموږ دواکمنۍ سيمي دي  .


د شپږمي کرښي تر  اوومي کرښي : 

هر واکمن  او د ستر ي کورنۍ خاوندچي په  دغه ځای کي واک  لري   ، پاچا ته  تسليم شوي دۍ . او ټوله هندد  پاچا په واک کي دۍ .


 د اوومي کرښي تر نهمي کرښي:

کنشکا پاچا شاپارا(   Shapara  ) يا    شاپهار (    (Shaphar) )  ته پر  ښار دو اکمنۍ فرمان ورکړ  ، چي د نانا (   Nana ) مقدس حرم جوړ کړي   ، په هغه  نوم  {   هکذا  } ( چي مخ ته ياد شو ) بهرني اوبه ورکړي  ( يا هغه چي  د مځکي پر مخ  ظاهرا ښکاري  )  د کايپا  (   Kaeypa    ) په سيمه کي ، هغوۍ ته چي ،زيري  يا  سړي  (Ziri (Sri )   پهارو  يا فاړاه  (Farrah) او اوما (Omma  ) ارباب الانواع  دي .


نهمه  کرښه :

د ښځو لارښوونکي دې ،   ښځينه نانا (     Lady Nana  )  او ښځينه اوما (   Lady Omma,    )    اهورامزدا (    Ahura Mazda   )   مازدووانا  (    Mazdooana   )  سروشاردا (   Sroshard    ) هغوۍ ته چي   .....  وايې  ، او کومارو(    Komaro   )  يا کومارا(       Kumara      ) او چي    ماسي نو (   Maaseno  )  يا  محسينه  ورته وايې  ، او چي  بي زاګو (     Bizago      ) يا   ويساخه  (  Visakha  )   نارا ساو (    Narasao      )  او ميرو (     Miro    )  يا  ميهارا  (     Mihara    )  يې بولي   .


لسمه او يوولسمه کرښه :

او خپله يې دا هم   ورته وويل چي   د  اربا ب الانواعو پژۍ  هغوۍ ته  ډيري ورته جوړي کړي  ،د هغو چي پخوا يې نومونه  يادشول  .


د يوولسمي کرښي تر  څوارلسمي  کرښي :

او هدايت ورکړل شو چي  پاچاهانو   (   Kujula Kadphises )کجولا کدفيسيس ورنيکه  او  (  Sadashkana   )  سا داش کانا ، نيکه  چي د سوما (  Soma  ) بلهارۍ يې کولې   او   (    V'ima Kadphises   )  ويما کدفيسيس  ، پلار او بيا زما خپل  (   Kanishka ) کنشکا پاچا  ، ته ورته او مشابه پژۍ جوړي کړۍ  .


د څوارلسمي کرښي تر  پنځلسمي کرښي :

او بيا د پاچاهانو پاچاه  د لمر رب النوع   د هغه ښار واکمن  شاه پهارا  (   Shaphara  )  ته سپارښتنه وکړه چي  دلته مقدس ځای ( معبد ) جوړ کړي .


د شپاړسمي کرښي تر  اولسمي کرښي :

 وروسته د ښار واکمن  هغه  شا پارا او نوکونزوکا (      Nokonzoka    )  نياوتون د سلطان د سپارښت سره سم جوړ کړ .


د اولسمي کرښي تر شلمي کرښي  :

هغه ارباب ا لنواع چي  دلته وليکل شوه ،د پاچاهانو د پاچا کنشکا ،د کوشانا  ساتندوۍ به شي  . او په ياد به يې وي  هر مهال د هغه روغتيا . ساتندوۍ او بريالۍ به يې ساتي او په دې ډول به  د لمر رب النوع  په ټوله هند کي  د لومړي کاله تر زرګونو زرګونو کالونو پوري  د خپلو  نياوتونونو ساتندوۍ  اوضامن وي  .


شلمه کرښه  : 

 هغه نياوتونونه  چي  په لومړي کال جوړ او  دود شول   ( چي وړاندي يې نومونه يادشول   )   دا به د لوی اريا د سبک  لپاره لومړۍ کال  وي  . 


يو وېشتمه کرښه  :

د سلطنت د سپارښت سره سم  ابي مو (    Abimo )  هغه چي ستر واکمن ته نږدې وو ، هغه ته يې د پوپهيشو  (         Pophisho    ) پلازمينه ورکړه .  

 
دوه ويشتمه کرښه  :

ستر واکمن  وړاندي کړل  ،  نياتونونه ( هغه  چي وړاندي  يې يادونه وشول ) و اربا ب الانواعوته .


د ژباړي پای


يادښت :زه به هڅه وکړم چي  ډير ژر د  انګلېسي ژباړونکي پروفيسور سيمس  دليکني پښتو ژباړه هم خپره کړم . تر هغه وروسته به د دې ډبرليک په اړه د نورو افغاني پوهانو د اندونو ترڅنګ خپله رايه هم څرګنده کړم .
د دې ژباړي انګلېسي متن  د همدې پاڼي په بهرنيو ژبو کي لوستلای شۍ .

  

ټوله کتونکي

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006