دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 

د ستر افغان مرحوم هاتف مړینی  ټول  افغانان غمجن  کړیدی
نن د ژوندیو له شمیره یو ه درند او ستر افغان سترګی پټی کړې.
انا الله انا الیه راجعون
نن له بده مرغه هغه زړه ودریدی  چی پوره نیمه پیړی یی د ګران هیواد افغانستان سره مینه وکړه او په خدمت او جوپړ یی هیواد او اولس خپل مدیون ګرځولی وو. له بده مرغه هغه سترګی پټی سوې چی د هیواد ټول ولسونه او میشت وګړی یی د خپلو سترګو د کسی په توګه منلی او درانه کړی وه . له بده مرغه د ټول افغان د عظمت او ستر تیا یوه رښتینې استازی له دې نړی وکوچیدی .
د جنت حوری به راسی هرکلی ته
د هاتف غوندی انسان پذیرایی ته
اهریمن به په دنیا سوځی  له کینه
چی یی کړه مزاحمت ها جنتی ته
الله رب العزت دی عبدالریحم هاتف وبخښی . سلام فرهنګی ټولنه د مرحوم هاتف  ټولو دوستانو  او د هغه خدای بخښلی کورنی ته د الله عزوجل (ج)له حضوره د جمیل صبر غوښتنه کوو .
امین یا رب ا لعالمین
محمد رسول باوری
خوست - افغانستان
۲۹ / اسد / ۱۳۹۲ لمریز کال

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006