دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د نورستان سیمنار ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مرحوم استاد کهزاد

د بابوزی په قلم 

د نورستان سیمنار ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  او مرحوم استاد کهزاد
کاشکی   دا سیمنار په همدې  روان کال کی  دایر سوی وای، خو د افغانانو خبره چی ماهی  هر وخت له اوبو را وباسې ، تازه دی! د اطلاعاتو او فرهنګ محترم  وزارت د یو شمیر  نوروسیمنارونو په لړ کی دا دی د نورستان ولایت په اړه د ( نورستان د تاریخ په اوږدو کی ) تر سر لیک لاندی د سیمنار  د دایرولو هوډ کړیدی . داډ ول هڅی د ملاتړ او تایید وړ دی.
خو!
د دې  ډول سیمنارونو لړۍ ته په کتو   چی   تر همدې سر لیک لاندی د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کی  جوړ سول، د هغو  بریاو او نیمګړتیاو ته دقیق او مسلکی پام نه دۍ سوی. همدا لا میل دی چی  د سیمنارونو دا لړی  محسوسی او د پام وړ لاس ته راوړنی نه لری  . کله نا کله  د دې سیمنارونو یوه پایله وینو چی د سیمنار  د مقالو ټولګه خپره سی  او یا په یوه پریکړه لیک کی د دې یا هغه واټ د نوم په ایښودلو پای ته ورسیږی . 
د دې  لپاره چی دا ډول سیمنارونه ، یوازی د کاغذونو پر مخ د پلان د پلی کولو او یا د یوه فرهنګی خبر د جوړولو لپاره دایر نه سی ، اړینه ده چی د هر سیمنار لپاره ځانګړی موخی وټاکل سی . د سیمنارونو لپاره د موخو ټاکل هم سیمنار اغیزمن کوی او هم لیکوال او څیړونکی هڅوی چی د موخو په تړاو څیړنی او لیکنی وکړی.
دا موخی د مقالو په سرلیکونو نه سی څرګندیدلای . بلکی د هغو اړتیاو  او وړتیاو له مخی باید غوره سی ، چی د هغی سیمی  ، ولایت او هیواد په وړاندی پرتی وی. که همدا نورستان بیلګه کړو . او د دې سیمنار موخه  په نورستان کی د توریزم وده  وټاکو ، خامخا به دې ټکی ته متوجه سو  چی  کومی هڅی او اقدامات  زموږ سیمنار  ټاکلی سوی موخی ته رسولای سی. په داسی حال کی اړیو چی په  سیمنار کی  د نورستان لپاره د توریزم شونتیاوی ، محدودیتونه او په نورستان کی د توریستی صنعت د ودی او پرمختیا لپاره  د پلی کیدو وړ وړاندیزونه مطرح او تر لاسه  سی . د دې تر څنګ   د سیمنار پریکړه لیک باید د یوه رښتینی وړاندیز ( پروپوزل )په توګه سیمه ایزو  او مرکزی ادارو ته د یوه الزامی  پلان په توګه وړاندی سی.
 د لیکنی په بیل کی می کاشکی لیکلی دی ، هغه ځکه چی که دا سیمنار په همدې روان  لمریز کال  کی دایر سوی وای ، بیا به مو وړاندیز  د هیواد د نامتو مورخ او لرغونپوه مرحوم کهزاد  د زوکړی یو سل پنځمی کالیزی ته ځانګړی کیدل  وای . د دې وړاندیز  ملاتړ به د هیواد د هغه ستر مورخ د حق منل او د هغه پر ځای کول وه . د هیواد په معاصر تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د مرحوم احمد علی کهزاد د زیار او ربړ له امله نورستان نه یوازی داچی هیواد والو ته ور وپیژندل سو ، بلکی د نړیوالو د پاملرنی وړهم وګرځیدی. 
 استاد کهزاد  په هغه علمی سفر کی چی   په (  ١٣١١  ) لمريز کال   د  دنمارکي  او فرانسوي څيړونکو سره يوځای تر نورستانه تللی وو،  یوه خورا ارزښتمنه لیکنه   د (( د سروبی تر اسماره )) تر سر لیک لاندی لیکلې او د یوه ارزښتمن میراث په توګه را پاته ده .  استاد کهزاد ، په لاره کي ټولی پرتې سيمي  لکه  سروبي ، کنړ، اسمار ، بريکوټ  او يوشمير نوري سيمي د يوه افغان څيړونکي په توګه وليدلې او د سروبي څخه تر اسمار پوري ليکنه يې داسي بشپړه کړه چي  له يوې خوا يې د تاريخي پلوه  د دې سيمو ارزښت را برملا کړ او له بله پلوه  يې د يوه اتنولوجست مورخ  په توګه    په سيمه کي د ميشتواولسونو او وګړو اتنکي څرک را څرګند کړۍ .
استاد کهزاد ، د لومړۍ ځل لپاره  د نورستانيانو اتنکي جرړي  لرغونو اريائيانو ته ورسولې او په دې تر تيب يې  په نورستان کي د ميشتو اولسونو په اړه   هغه ټول  بيلا بيل اندونه او بې بنسټه سوچونه چي د نورستانيانو په اړه رايج او يا ويل کيدل ، هغه يې د علمی ارونو پر بنسټ رد او د خپلو څيړنو د رښتينوالې لپاره یی  ، هر اړخيزه او ډاډمن اسناد  وړاندي کړل . چي نه يوازي د کورنيو مورخينو د قبول وړ وګرځيدل بلکي د بهرنيانو لپاره یی هم د يوې معتبري نظريې او رښتيني  څیړنی په توګه  خپل موقف وموند  .
د همدي سفر يوه بله نه هيريدونکي لاس ته راوړنه په کابل موزيم کي د نورستان د اولس لاسي صنايع  ، کلتوري او فرهنګي اثارو په زړه پوري نندارتون ته زمينه برابره ول  دي ، چي په دې برخه کي د استاد کهزاد ونډه ټاکونکي او لومړنۍ وه .
د نورستان د سیمنار په بهانه د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت ته وړاندیز کوم چی : د نورستان د سیمنار په ویاړ چی هره رساله ، علمی آثر ، د مقالو ټولګه او نوری فرهنګی - علمی هڅی تر سره کیږی ، هغه دی د استاد کهزاد د زوکړی یوسل او پنځمی کالیزی ته ځانګړی سی. په دتوګه به مو د هیواد  د نامتو مورخ  په وړاندی   خپل رسالت تر سره کړی وی .
په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006