دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغانستان کي د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت پرانستل سو

پيښليد ليکوال: حاجي امين باوري

په افغانستان کي د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت پرانستل سو

 
د لومړی ځل لپاره په افغانستان کي د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی خصوصي انستيتوت د يوې درنې علمي غونډي په ترځ کي چي  لسګونو  مينه والو پکښي برخه درلوده، د روان ١٣٨٨ لمريز کال د ليندی مياشتي په نولسمه نېټه د پنچشنبې د سهار پر يولس بجو پيل او تر يوې بجې يې دوام وکړ.
د پرانستلو دا غونډه  دقاري استاد مشفيق له لوري د کلام الله مجيد په قرائت پيل سوه .
 
قاري استاد مشفق د قرآن عظيم الشان د قرائت پر مهال
د دريځ چاري د کابل پوهنتون استاد پوهنمل زلمي هوتک پر غاړه وې.
 
پوهنمل زلمی هوتک د پروګرام د چلولو پر مهال
د قرآن کريم ترقرائت وروسته ښاغلی محمد رسول باوري ته بلنه ورکړل سوه چي د غونډي ګډونوالو ته د انستيتوت په اړه اړين مالومات ورکړي. استاد باوري په خپله وينا کي و ويل چي :  د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، په افغانستان کي د خپل ډول لومړنی علمي- مسلکي موسيسه ده چي په ١٣٨٨ لمريز کال کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خصوصي سکتور کي راجستر شوي او په رسمي ډول يې د خپلو علمي چارو د پيل او پايښت جواز تر لاسه کړيدی. دا انستيتوت د افغانستان دفرهنګي ميراثونو  او توريستي چاروپه سکتورونو کي د هيواد د ځوانانو د ښووني او روزني چاري پر مخ بيايې. د انستيتوت لپاره غوره شوی درس پروګرام ( کروکولم ) داجتماعي علومو پوهنځی، کابل پوهنتون او لوړو زدکړو وزارت له لوري تائېداو منل شويدي.
 
استاد باوري د انستيتوت د پر له پسې زدکړو او د انستيتوت د موخو په اړه و ويل چي : انستيتوت د کانکور له لاري محصلين د دوو درسی کالونو لپاره مني . منل شوي  محصلين د دو کالو يا څلور سيمسترو  پر له پسې زدکړو او بريالتوب وروسته د مافوق بکلوريا لاسوند (شهادتنامه ) تر لاسه کوي.
-  دانستيتوت محصلين تر فارغيدلو وروسته په اختصاصی ازموينه کي برخه اخلي ، هغه محصلين چي په اختصاصي کانکور ازموينه کي بريالي کيږي ، هغه به د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني څانګي دريم ټولګی ته شامليږي.
-  د انستيتوت هغه شمير فارغين چي پوهنتون ته د بيلا بيلولاملونو په وجه نه شي بريالي کېدای ، هغوی به د کار موندلو درې لور لري :
(١)د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بيلا بيلي څانګي ؛ (٢) د ښووني وزارت اړوند ښونځيو کي د ښوونکي په توګه؛ (٣) او دريم دا چي هغوی به د خپلو زدکړو پر بنسټ مستقل او ازاد کارونه تر سره کوي.( ازادي چاري لکه د هوټلونو جوړول، د ګرځندويې ادارو جوړول، په توريستي سيموکي د لارښود په توګه چاري تر سره کول او داسي نور)
 
د استاد باوري د هغو مرستو يادونه هم وکړل چي د بيلا بيلو دوستانو ، چارواکو او د هغه د ورڼو او کورنی له خوا د انستيتوت سره شوي وې . په دې اړه يې و ويل چي : د منني لومړیتوب  حق د انستيتوت د علمي شورا بولم چي د پيله بيا تر اوسه يې زه هڅولی او په بيلا بيلو حالاتو کي يې اړيني مشورې زما مل کړيدي.دګرانو ملګرو هريوه  زرين انځور، داکتر ماخان شينواری، عاشق غريب ، داکتر ودان، غفور ليوال ، پوهنمل حبيب زی، پوهنمل ځواکمن ، داکتر صابر، داکتر انصاري، داکتر خوشال روهي، پوهنمل زلمی هوتک او پوهنمل سيد کريم بهار څخه د زړه له کومي مننه کوم .
د منني دويم حق د هغو شخصيتونو بولم چي د انستيتوت  په چارو کي يې اداری اسانتياوی راته برابري کړېدې. په دې برخه کي تر ټولو لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي خرم څخه مننه کوم چي د نافذو قوانينو په محدوده کي يې ټولي اسانتياوي راته برابري کړيدي. په فرهنګي چارو کي د دولت وزير ښاغلي هيوادمل څخه مننه کوم چي اړيني مشورې او ملاتړ يې زما د لاري مل و، د ښاغلي زردشت شمس ، ښاغلي نجيب منلي ، د موزيمونو لوی رييس ښاغلي عمراخان مسعودي ، د لوړو زدکړو وزارت د علمي چارو د تنظيم رييس ښاغلي پوهاند رشيق ، د کابل پوهنتون رييس ښاغلي پوهاند حميدالله امين ، د اجتماعي علومو د پوهنځی رييس ښاغلي پوهنمل فاروق عبدالله او نورو دوستانو څخه د زړه له کومي مننه کوم چي د انستيتوت د اداري چارو په سمون کي يې زما لاسنيوی کړېدی.
د منني لپاره دريم حق د خپلو ورڼو هر يوه حاجي محمد جان باوري ، حاجي جانان ، حاجي امين جان باوري او پنځو نورو باوريانو بولم چي زه يې د انستيتوت د جوړولو په چارو کي هڅولی او زما لاسنيوی يې کړېدی. د يادولو يې بولم چي د دې انستيتوت د پيل او پايښت لپاره مالي مرسته هم همدې ورڼو کړېده ، تر اوسه ښاغلي حاجي محمد جان باوري پنځه زره ډالره ، حاجي جانان څه لږ نوي خرواره غنم او حاجي امين جان باوري پنځلس زره ډالره مرسته کړېده. زه د خپلو ورڼو ژځخه د زړه له کومي مننه کوم چي مادي او معنوي مرسته يې تل زما سره مل وه. زه د خپلي کور وداني ميرمني او خپلو اولادونو څخه هم مننه کوم، چي هيواد الو ته د چوپړ لپاره يې زما ملاتړلې او هڅوي مي.
د استاد باوري تر وينا وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازيتوب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري او ګرخندویې چارو مرستيال وزير ښاغلي پوهنمل نبي فراهی خپله وينا واورول، نوموړي  د خپلي وينا په يوه برخه کي و ويل چي : د دې انستيتوت جوړيدل زموږ د ټولني اړتيا ده ، له نيکه مرغه د استاد باوري په زيار به دې اړتيا ته څه ناڅه جواب و ويل سي.زه باور لرم چي زموږ اړتيا ډيره زياته ده ، او زيات کار او هڅي غواړي چي خپل هيواد هغسي چي وړتيا يې لري نړيوالو ته ور وپيژنو ، د طبيعي منظرو ، څلورو فصلونو او خپلو تاريخي وياړنو د ښه پيژندلو يوه لاره د مسلکي کادرونو روزل او په مناسبو چارو د هغو ګمارل دي ، چي له نيکه مرغه دا انستيتوت به په دې برخه کي زموږ اړتيا پوره کړي. زه د خپل لوري او د وزارت په استازيتوب وعده کوم چي موږ به په ګډه کار کوو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د دې انستيتوت تر څنګ خپل دين ادا او د دې  انستيتوت مالي او معنوي ملاتړ به وکړي.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير پوهنمل فراهي د وينا پر مهال
د ښاغلي پوهنمل نبي فراهي تر وينا وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنيو اړيکو رييس ښاغلی زردشت شمس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلی عبدالکريم خًرم پيغام چي د انستيتوت د پرانستلو لپاره ځانګړی وو، ولوست .د پيغام په يوه برخه کي داسي راغلي چي :
د کلتوري ميراثونو او ګرځندوئ په برخه کې د کدرونو روزنې ته زياته اړتيا شته  چه وکړاې شو په نوموړو برخو کې لازم خدمات وړاندې کړوـ  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او د ګرځندوې  رياستونه  هم په  دغو برخو کې فعاليت کوي ـ مونږ په  نوموړېو  برخو کې د خصوصي سکتور ونډې ته  هم هر کلې وايوـ او  د دغه  ضرورت په  پام کې نيولو سره  وزارت د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوئ انسټيټيوټ په تاسيس کې ټوله  لازمه  همکاري وکړه ـ
د افغانستان اساسي قانون د روزنې او زدکړې په برخه کې د افغانستان وګړو ته د نوښتونو زمينه مساعده کړې ده ـ خوښ يم چه د همدغسې يو ګټور نوښت د پيل شاهدان يوـ شخصي او فردي تشبث د اقتصادي پرمختيا د ملاتير دې خو د فرهنګ سره تړلې چارې بايد يوازې د مادي ګټو له اړخه ونه سنجول شي دلته که څه هم د يو شخصي اقتصادي تشبث په اړه خبرې کوو د فرهنګ سپيڅلتيا او  فرهنګي تلپاتې ارزښتونو ته بايد په مادي ګټو او تجارتي انديښنو لومړيتوب ورکړل شي ـ
 زه د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوئ انسټيټيوټ  مشرتابه  ته د زړه له کومي مبارکي وايم او د هيواد د نافذه قوانينو په چوکاټ کې د پوره همکارې ډاډ ورکوم ـ

.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنيو اړيکو رييس ښاغلی زردشت شمس
د اطلاعاتو او فرهنګ د ښاغلي وزير تر پيغام وروسته د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل سيد کريم بهار د کابل پوهنتون په استازيتوب خپله وينا واورول، نوموړي په خپله وينا کي و ويل چي : د خوشالی ځای دی چي زموږ په هېواد کي داسي انستيتوت جوړيږي چي تر اوسه مو نه درلود. کابل پوهنتون به د خپل لوري خپلي مرستي د دې انستيتوت څخه دريغ نه کړي
 
د کابل پوهنتون استاد پوهنمل سيد کريم بهار
ورسته بيا د افغانستان د علومو اکادمی مشاور ښاغلي سرمحقق حبيب الله رفع د علومواکادمی په استازيتوب ښه خپله علمي وينا واورول . استاد رفع د خپلي وينا په يوه برخه کي و ويل : افغانستان د زياتو تاريخي توکو لرونکی هيواد دی . د سيلانيانو لپاره په زړه پوري سيمي لري او دا انستيتوت به وکړای سي چي کادرونه وروزي او زموږ هېواد ته د توريستي صنعت زياتي ګټي راوړي.
 
د علومو اکادمی مشاور استاد سر محقق حبيب الله رفع
تر استاد رفع وروسته د کابل پوهنتون استاد او د پوهني وزارت د تعليمي نصاب د ټولنيزو علومو د سکشن مشر پوهاند عارض خپله وينا واورول او انستيتوته يې خپل لس ټوکه کتابونه
(  Urban Geography of  Kabul ) ډالی کړل .
 
پوهاند عارض
تر هغه وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ديرش ټوکه کتابونه چي درې عنوانه دي د انستيتوت کتابتون ته د ډالی په توګه ليږلي وه د ښاغلي زردشت شمس له لوري د انستيتوت مشر پوهنوال باوري ته وسپارل سوه .
 
ښاغلی زردشت شمس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکتابونوډالی د انستيتوت مشر ته ورکوي
وروسته بيا د پوهني وزارت د تعليمي نصاب د تاريخ څانګي له لوري د ګلو ګيډی د انستيتوت مشر ته ورکړل سوه.
 
ښاغلی سر مولف غياث غوري د پوهني وزارت د تاريخ څانګي په استازيتوب د ګلو ګيډی د انستيتوت مشر ته ورکوي

تر هغه وروسته د انستيتوت په وره کي پرانستونکې پټی د انستيتوت د مشرپوهنوال محمد رسول باوري ، د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير ښاغلي پوهنمل نبي فراهي ، د اطۀلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنيو اړيکو رييس ښاغلي زردشت شمس د ملي راډيو تلويزيون لوی رييس ښاغلي پوهمنل عبدالواحد نظري، د ماليې وزارت کلتوري مشاور استاد نجيب منلی، د افغانستان د سيمه ايزو مطالاتو رييس ښاغلی غفور ليوال، د کورنيو چارو وزارت مشاور ښاعلی عاشق غريب د ښووني او روزني پوهنتون استاد ښاغلی عبدالستار اکرمي او نورو علمي شخصيتونوله لوري د پر له پسې چکچکو سره يوځای د پرانستلو پټی پريکړل سوه .
 
 

 د پټی تر پريکولو وروسته د انستيتوت پرانستونکې غونډي ته رابلل سوي ميلمانه  هغه غرمنی ته وبلل سول چي د انستيتوت په انګړ کي ترتيب سوې وه. د يادوني وړ ده چي د غونډي په ترځ کي د باوري مطبعې له لوري چاپ سوی برشور چي د انستيتوت  پروګرام او معرفي سوې وه ، هم ګډونوالو ته و ويشل سو. همدا ډول د لمرڅرک اونيزه چي د ښاغلي حاجي محمد جان باوري په امتياز او د ښاغلي حاجي امين باوري په مسول مديريت يې لومړی ګڼه چي د انستيتوت لپاره ځانګړې سوې وه ، خپره او د غونډي په ګډونوالو و ويشل سول.

 

 
 

د غونډي يو شمير انځورونه:

 
 

 
تر غونډ وړاندي دانستيتوت په دفتر کي د غونډي د ګډونوالو يو انځور

 
 

 

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006