دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دفرهنګی میراثونو ،د ساتلو او پاللو اړتیا
دفرهنګی میراثونو ،د ساتلو او پاللو اړتیا فرهنګی میراثونه ( ملموس او ناملموس ) د ولسونو هویت دی.هغه هیوادونه او ولسونه ژوندی او تلپاتی ګڼل کیږی چی د خپلو فرهنګی میراثونو شواهد او لاسوندونه یی ساتلی وی. د هویت او پیژند پاڼو پر ته د هیواد پیژندنه شونې نه ده . همدا لامیل دی چی پر مختللی هیوادونه د خپلو فرهنګی میراثونو ساتلو او پاللو ته ژمن دی. د فرهنګی میراثونو د ساتلو او پاللو بیلا بیلی لاری چاری سته چی ولسونه او هیوادونه یی د خپلو فرهنګی میراثونو د بقا او پایښت لپاره کاروی. همدې لارو چارو هیوادونو ته دا توان ورکړیدی چی د خپلو فرهنګی میراثونو خاوندان وه اوسی .د فرهنګی میراثونو د ساتلو او پاللو تر ټولوعمده او بنسټیز عامل د هیواد د میشتو وګړو هغه مینه او لیوالتیا ده چی د خپل هویت سره یی یو نسل بل ته لیږی.د دې پر ځنګ دا لړی په یو شمیر هیوادونو کی د هغو قوانینو او مقرراتو په نافذ یدلو سره پیاوړی کیږی چی د ټولنی د فرهنګپالو او نخبه ګانو له لوری مطرح او واکمن حکومتونه یی پلی کیدلو ته هوډ من وی. د فرهنګی میراثونو ساتنه او پالنه هغه مهال اغیزمنه او ګړندۍ وی چی د ولسونو ملاتړ ولری. د دې پر ته شونې نه ده چی هره تاریخی ودانۍ، هره لرغونې سیمه په حکومتی او دولتی امکاناتو وساتل سی.د همدې اصل له مخی په کار ده چی په ټوله توان او ځواک د فرهنګی میراثونو لپاره د ولسونو ملاتړ وګټل سی او خلک وهځول سی چی د خپلو ویاړونو او تاریخی لاس ته راوړنو ساتنی چوپړ ته ودانګی او خپل هیوادنی دنده تر سره کړی. د ولسونو ملاتړ لپاره یوه مهمه چاره دا ده چی د فرهنګی میراثونو د پیژندلو په لړ کی ولسی ذهنیتونه روښانه او د روڼتیا لپاره یی پر له پسې هڅه وکړو.د رسنیو مسولین ، د علم او پوهی د خپرولو ادارې ،فرهنګی نهادونه، مدنی ټولنی او ټوله هغه کورنی او نړیوال سازمانونه چی په فرهنګی برخه کی دنده لری او فعال دی، ټوله باید یوځای د عامه ذهنیت د روښانولو په لار کی یو له بل سره مرستندوی وګرځی. همدا رساله چی اوس یی ګران لوستونکی لولی د همداډول هځو یوه بیلګه ده.په دې رساله کی د هیواد د ځلورو تنو مخکښو فرهنګپالو پیژندنه سویده او د هغوی د زیار او کار ویاړ یی را برملا کړیدی.میر من ناسی دوپرې د هیواد د فرهنګی میراثونو تر تولو مخکښه او د زیاتو لاس ته راوړنو خاونده را پیژندل سویده،د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی فرهنګی مرستیال ښاغلی عمر سلطان سره د مرکې په توګه هغه مالومات را ټول سویدی چی د فرهنګی میراثونو د ساتنی لپاره یی تر سره کړیدی. په دې رساله کی د هیواد د فرهنګی میراثونو د نامتو مدافع او ساتونکی عمرا خان مسعودی پیژندنه سویده ،ښاغلی مسعودی د هیواد د فرهنګی میراثونو څخه د ساتنی لپاره یی خپل ژوند له خطر سره مخ کړ. ښاغلی عبدالواسع نجیمی د هیواد د تاریخی ابداتو د بیا رغولو او ساتلو د کار او هځو یوسر لوړی او اغیزمن شخصیت دی چی هځی یی د زیات قدر او ستاینی دی. دا رساله به د یوه اړخه هغه ښاغلی چی د فرهنګی میراثونو د ساتنی او پالنی په لار کی مخکښ پيژندل سوی او منل سویدی ، را پیژنی او له بلی خوا به دا دود پیل کړی چی د فرهنګی میراثونو ساتونکی باید یاد او وستایل سی. د دې لنډی یادونی په پای کی د اغلې شهر زاد اکبر او میرمن ایوامیهاری مننه کوم چی دا نوښت یی کړی او د هیواد د فر هنګی چارو څلور تنه مستحق فرهنګپال یی را پیژندلی او د دې رسالې د تدوین او خپړولو زیار یی ایستلی دی. په درنښت پوهاندمحمد رسول باوری

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006