دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د توریزم دولونه
د توریزم دولونه
هلتد په کال کی اتشپیته اعشاریه درې ملیارده (۳،۶۸) ایورو عاید لری ، تر شپږ سوه زره زیات وګړو ته کار پیدا کوی او د هلند دولت هڅه کوی چی توریزم په وړاندی غیر ضروری مقررات د توریستی کارکونکو څخه لیری کړ
صوتی توریزم (Audiotoerisme ) دا ډول توریزم لا تر اوسه زیات نه دی معمول سوی د توریزم نوی دول یا ځوان دی او د خپل ودی لپاره د پرانستلو لار پرانیزی.ښایی داسی یو توریست وی چی د خپلی لیوالتیا پر بنسټ د یوه موزیم په اړه د بیلا بیلو مالوماتو اوریدل خوښ کړی. د نړی یو شمیر مهم او مشهور مزیمونه اړین مالومات د نړی به بیلا بیلو مهمو ژبو تهیه کوی او مینه والو ته یی وړاندی کوی.
ماجراجویی توریزم ( Avontuurtoerisme ) دا ډول توریزم د ناپیژندل سویو سیمو او حطر ناکو ټاټوبو لیدل او او یا د ستونز منو لارو خطر ناکو سیمو ته د رسیدلو تور او سیاحت دی. دا لاری ښایی د بایسکیل ، یونفری کښتیو ، هوایی بالونونو او یا د مصنوعی وزرو په وسیله د ټاکل سوی ټاټوبی لکه د غرونو لوړی ځوکی ، د افشار لرونکو سیندون ، د لویو بحرونو او داسی نورو ،لیدل وی.
د زیارت کولو توریزم ( Bedevaarttoerisme ) دا ډول توریزم د ډهنی رضایت او هوساینی لپاره وی ، د دې ډول توریزم مبدا عقیده او باور دی، و شمیر کسان د مذهبی مراسمو د اجرا کولو په نیت د خپلیسیمی نورو متبرکو او د باور وړ سیمو او ټاټوبو ته ځی. د دې ډول توریزم مۍالونه په ټولو مذهبی ټولنو کی سته .
کلتوری توریزم ( Cultuurtoerisme ) د دې ډول توریزم رښتینې انګیزه د نورو ټولنو د فرهنګی او کلتوری ارزښتونو او معمولو دودونو دپیژندنی او پوهیدنی سره لیوالتیا ده .دا ډول توریستان اکثرا هغو ټاټوبو ته ځی چی د خپلی تولنی سره یی کلتوری او فرهنګی تفاوت برملا وی . دا تفاوتونه ښایی د ورسته پاتی والی نښه وی او یا د مدرن توب نښه ، دا چی توریست د کوم ډول کلتور د پیژندلو په لټه کی وی ، هغه یی د تور یا سیلانیتوب انګیزه بلل کیږی.
ورځنی توریزیم ( Dagtoerisme ) دا ډول توریزم غالبا دیوه ټاټوبی د لیدلو لباره د یوژ ورځی لیدل وی ، ښایی دا ټاټوبی یو ښار ، شوه تاریخی سیمه ، یوه لرغونې ابده او دا سی نور وی.په دې ډول تور او سیاحت کی موخه دا وی چی د یوژ ورځی لپاره د ټاکل سوی ټاټوبی په اړه اړین مالومات او
د مخدره توکو توریزم ( Drugstoerisme ) دا ډول توریزم د مخدره توکو د پیدا کولو او د هغو څخه د لذت اخستلو په موخه کیږی. دا دول توریستان هڅه کوی چی د خپلی خوښی مخدره توکی له هغه ځایه تر لاسه کړی چی د توصیف او ازه یی اورې دلې وی. یو شمیر ښارونه او یا یو شمیر هیوادونه د څینو مخدره توکو په نوم نامتو سویدی. د توریستانو دا ډله هڅه کوی چی هغو سیمو او هیوادونو ته ته ولاړ سی چی د خوښی وړ مخدره توکی یی نامتو سوی وی.
د اوبازی توریزم ( Duiktoerisme ) د اوبازیو توریستان چی د اوبو لاندی سیمو او برخو لیدلو کتلو سره مینه ولری . دا ډول توریستان د هغو سیمو په لټه کی وی چی پاکی اوبه او د بحری حیواناتو د خطره لیری سیمی وی. زیات شمیر دا ډول توریستان د معلوماتو او ځیړنو لپاره تر اوبو لاندی سفرونو ته لیوال وی.
چاپیر یالی توریزم ( Ecotoerisme ) دا دول توریزم د طبیعی محط د لیدلو او د هغه څخه د خوند اخستلو لپاره کیږی.د طبیعت پالونکی او هغه توریستان چی د په خپل حال باته طبیعت یا لاس نه خوړلی چاپیریال مینه وال وی ، هغوی هم د طبیعی چاپیرال څخه د خوند اخستلو او د طبیعی چاپیرال د ساتلو په نیت توریستی سفرونه کوی.
د فرهنګی میراثونو توریزم ( Erfgoed toerisme ) د فرهنګی میراثونو توریزم ډیر مشهور دی . دا ډول توریستان هغو سیمو او ټاټوبو ته سفرونه کوی چی فرهنګی میراثونه زیات وی او یا هغو ټاټوبو ته ځی چی ابدات او اثار یی په نړیوال کلتوری میراث کی شامل وی . د دې ډول توریزم موخه دا وی چی د انسانی لاس ته راوړنو او بیا په یوه تن پوری تړلی نوښت و وینی . ودانی ، مجسمې ، ډبرلیکونه . نقاشی او داسی نور چی د انسان فکر ظرافت او انسانی خلاقیت پکښی څرګند وی.
نژاد پیژندنی توریزم ( Genealogietoerisme ) دا دول توریزم د خپل اصل او نسب مالومولو او یا د خپلو نژادی تکومونو هغه ټاټوبو ته د تللو توریزم دی چی ورسره ورته او مشابه وګړی ومومی. او یا د هغو سیمو لیده کاته یی موخه وی چی د سیاح په نژاد سره مشابه او یو شان نه وی. دا ډول توریزم عمدتا د انسانپوهنی په اړه د معلوماتو د زیاتولو لباره کیږی.
ګلف توریزم ( Golftoerisme ) دا دول توریستان د ګلف بازیو لپاره مناسب ټاټوبی لټوی او د لژت اخستلو په نیت دګلف ټیمونهه جوړوی او د لوبو کولو لپاره مناسبو ځایونو ته ځی . په دې ډول توریزم کی په زیاته پیمانه امریکا متحده ایالات ، فرانسه ، المان او اسپانیه او د خلیج یو شمیر هیوادونه د پام وړ ګرځی.
جوار ګری توریزم (Goktoerisme ) دا دول توریزم زیات پلویان نه لری خو د یو شمیر لپاره د خوند اخستلو یوه لاره ده . جوار ګرتوریستان د رخصتیو ورځی هغو ټاټوبو ته رسوی چی د حوارګری لپاره مناسب ځایونه ولری ، د نړی یو شمیر ښارونه او ټاټوبی د همدې جوارګری د بیلا بیلاو بڼو او ډولو د لرلو له امله مهوره سویدی. د بیلګی به توګه لاس ویګاس، مونت کارلو. مکاو او داسی نور ښارونه .
ډله ایز توریزم ( Massatoerisme ) دا ډول توریزم د شلمی پیړی په شپیتمه لسیزه کی په زیاته پیمانه معمول سو. یو شمیر وګړی به د یوه ځانګړی موخی لپاره یوه ټاکلی ټاټوبی ته تلل او د هغه څخه به یی خوند اخستی.د یوې لویی ډلی په دې شمیره کی به د وګړو بیلا بیل قشرونه لکه ، نخبه ګان ، کسبه کاران او یو شمیر واړه او یا سپینږیری کسان شامل وه. دا ډول توریزم به د یوه لارښود او یا د یوژ موسیسې له لوری تنظیمیدی.
ولسی کلتور توریزم ( Popcultuur toerisme ) داډول توریزم د هغه شمیر توریستانو لپاره په زړه بوری دی چی د ولسی کلتوری سره مینه او لیوالتیا ولری، دا ډول توریستان په ټولیزو فرهنګی فعالیتونو کی برخه اخلی او په خپله برخه اخستنه خوند اخلی. د ولسی موزیک او نځا په فعالولو او برخه اخستلو کی ونډه اخلی ، د ځانګړو لباسونو او کالیو په اغوستلو او ننداری ته د وړاندی کولو څخه خوند اخلی . د کتاب لوستلو ، فلم لیدلو او په دې ډول نورو ولسی کلتوری چارو کی په ونډه اخستلو سره ځان خوښ ساتی.
فاجعه ای توریزم ( Ramptoerisme ) دا دول توریزم عمدتا د دوو موخو لپاره تر سره کیږی ، یو دا چی د دتوریستانو هڅه دا وی چی د غمځپلو سره مرسته وکړی او د ژغورنی لباره ورسیږی او یا دا چی د هغو سیمو او ټاټوبو د لیدلو لپاره ځی چی یوه فاجعه تیره سوی وې.د بیلګی په توګه د هغو اورسیندونکو غرونو لیدلو ته د هغو وګړو مرستی لپاره ورځی چی د اور غورځونکو غرونو ته نږدې اوسیږی .
بکس په شاه توریزم ( Rugzaktoerisme ) بکس په شاه توریزم هغه سیاحت ته ویل کیوی چی د سفر اړین توکی یی په یوه بکس کی څای پر ځای کړی وی او د زیاتو مصارفو پرته د نویو سیمو لیدلو او کتلو ته ځی . دا ډول توریستان عمدتا ځوانان وی. اوږده سفرونه کوی او د لاروی په څیر یو د بل ګامونه تعقیبوی او د نویو سیمو لیدلو څخه خوند اخلی. دا ډول توریزم هم سپورت دی او هم توریزم . خو سپورتی توریزم نه دی.
کشفی توریزم ( Safaritoerisme ) دا دول توریزم د نویو توکو ، حیواناتو ، سیمو ، ونو ، بټو او نورو ناپیژندل سویو شیانو د موندلو لپاره سیاحت دی. د دې ډلی توریستان هڅه کوی چی نوی شیان ومومی او بیا یی د عکسونو ، انځورونو او رسمون او یا هم په خپل ذاتی هویت نوی شیان مینه والو ته ور ويبژنی.
سکسی توریزم ( Sekstoerisme ) دا ډول توریزم د جنسی ارضایی او شوقی بوختیاو لپاره کیږی. یو شمیر وګړی داسی هم سته چی د نویو ملګرو د موندلو لباره نویو سیمو او ټاټوبو ته ځی او د ځان ارضا کولو په نیت سفرونه کوی. دا ډول وګړی کله ناکله د هویت د نه ځرګندولو په لټه کی وی او هځه یی دا وی چی د یوه ناپیژندل سوی کس په توګه د توریزم دا دول څخه خوند واخلی.
د سکې لوبی توریزم ( Skitoerisme ) د سکی لوبی توریزم سپورتی توریزم هم دی . د ژمی په موسم کی یو شمیر وګړی چی د سکی لوبی سره مینه لری غرنیو سیمو ته ځی او د سکی لوبی کوی.
سپورتی توریزم ( Sporttoerisme ) سپورتی توریزم د دوو موخو لپاره کیدای سی، یو دا چی خپله توریست سپورت کونکی وی او او د نویو سپورتی ټیمونو سره د لیدلو لپاره نویو سیمو ته ولاړ سی، او دا هم کیدای سی چی د نړیوالو او مهمو سیالیو لباره نویو سیمو ته ولاړ سی. د سپورت په موخه د یوی نوی سیمی لیدلو ته سپورتی توریزم وایی. د فوټبال ، المپیک او نورو نړیوالو لوبوته تلل سپورتی توریزم دی.
واین توریزم ( Wijntoerisme ) دا دول توریزم د شرابو د بیلا بیلو ډولونو د خوند اخستلو او یا د هغو سیمو چی د شرابو په حوړولو مشهوری دی ، د هغو ټاټوبو دلیدلو لباره سیاحت کول دی. د واین توریزم لپاره تر تولو زیات د بام وړ ټاټوبی د فرانسې ، سویس، پر تګال ، اسپانیی او یو شمیر نور اروپایی هیوادونه دی. د الپ په غرونو کی د انګوروباغونه هم د دې ډول توریزم لپاره ځانګړی ارزښت لری.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006