دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دتقریظ په توګه ( د ډیورنډ کرښه )

 

دتقریظ په توګه  ( د ډیورنډ کرښه )


دډیورنډ تحمیلي کرښه ، دهغه کتاب نوم دی چې دښاغلو خیال الدین صدیقي او خلیل الله متین په زیار لیکل سویدی، داکتاب دسریزی، متن، نتجي اوماخذونوپه شمول ۱۵۵ مخه لري او په څلورو څپرکو کې تدوین سویدی.
ددې اثرمنځپانګه چې دنوم څځه یی څرګندیږي دډیورنډکرښي په  اړه معلوماتي او څیړنیزمطالب لري. دډیورنډکرښي دتاریخي شالیدڅخه بیا د ډیورنډ د فرضی کرښی ترحقوقي اوسیاسي مسایلوپورې په پوره تفصیل څرګندوني لري.
دسریزي په متن کې دهغو ارونو او فکرونو لیدلوری ښکاري چې دپښتونستان دداعي پلویان یې دڅه ناڅه یوې پیړی په ترڅ کې مطرح کوي . دلومړي څپرکي محتوی دډیورنډ حقوقی اوسیاسي هویت رابرسیره کوي او په دې ترڅ کی یی دبیلا بیلو لیکوالانو دافکاروانعکاس برملاکړي او د مراجعو  اوحوالو په وړاندې کولویې ددې اثر ارزښت زیات کړیدی.
دوهم څپرکی یې دډیورنډتحمیلي کرښې په وړاندې  دازادی  غوښتونکوشخصیتونو او ولسونوپاڅونونواومباروته وقف کړیدی په دې لړی کې یې یو شمیر داسې ازادی غوښتونکي شخصیتونه راپیژندلي دي چې په عامه مجالسو کې یې زیاته یادونه نه کیږي دبیلګې په توګه عمراخان چې دانګریزانو په وړاند یې اتلوالې مبارزې کړیدي او اوس یې مقبره دوایسل آباد دغروپه لمن  او دتخنیکم ښونځی تر څنګ واقع دی.
دکتاب دریم څپرکی دافغانستان ترخپلواکی اخیستلو وروسته پیښوته څانګړي سویدی. ددې څپرکي محتوی په زیاته پیمانه دپښتنو اوبلوڅو ولسونودمبارزې او سیاسي تحریکاتو اوځوځښتونو په اړه معلمات او دپېښو بیان دی. دیوشمیر سیاسی شخصیتونودپېژندلو تلاش سویدی چې یوه بیلګه یې  دپاچاخان فخرافغان خان عبدالغفارخان پیژندګلوي ده. دکتاب څلورم څپرکی یې دپښتنو اوبلوڅوولسونو سره دافغانستان دحکومتونواخلاقي اوسیاسي ملاتړ په اړه دځینواسنادو او فعالیتونو دښودلو او بیا نولو  لپاره ځانګړی کړیدی. په دې برخه کې دافغان دولتونوموقف په بیلابیلو زماني او سیاسي حالاتوکې بیان سویدی. په ملګروملتونوکې  یی دعبدالرحمن پژواک هغه بیان راوړیدی چې په هغې ویناکې دپښتونستان دمسلې دحل غوښتنه سویده، همدارازیې دهغومدني اوټولنیزوهڅویادونه کړیده چې دپښتونستان دمسلې دحل لپاره په بیلا بیلومهالونواو بیلابیلوسیموکې ترسره سویدي. داثر په وروستی برخه کې دټول اثر پایله یا نتیجه هم سویده . دنتجې کلي افاده او درک هم راوړل سویدی چې داستونزه باید داوسنی حالاتوپه رڼاکې حل سي او دروانو حالاتو بیان یې هم دهمدې موخې لپاره کړیدی چې دپښتونستان مسله او یاد ډیورنډ فرضي کرښې په اړه ولاړې سوی ستونزې حل سي چې له یوې خوا دسیمي امن ته ګټوره هڅه ده له بلې خوادسیمې له منځه ددې تاریخي ربړ دخلاصون بنسټیزه لارګڼل سویده. دکتاب په محتوی کې چې دپیښو بیان راغلی دهغو دتنظیم لپاره یې ماخذونه هم فهرست کړیدي ، چې دکتاب ارزښت  لا زیاتوي. 
داثر دډیورنډ کرښې په اړه یو داسې معلوماتي کتاب ګڼلی سوچې لوستل سوی او اوریدلی سوي مطالب یې زیات دي. دتحقیق څانګړي میتود یې په پوره دقت نه دی کارول سوی، دموضوعاتو تصنیف یې هم هغسې چې موضوع یې ایجابه وي، په پام کې نه ده نیول سوی. دیو شمیر مطالبوتکرار او دیو شمیرمعلوماتو تاریخي تقدم او تاخیرته زیات پام نه دی ساتل سوی. ددې ټولو نیمګړتیاو سره سره، دډیورنډ دکرښې په اړه یوجامع او معلوماتي اثر په توګه دیوشمیر ځوانانو او دموضوع دمینه و الولپاره ګټور ګڼل کیږي.
دیادوني ده چی  په دې اړه دناسور زخم په نوم  د افغان لیکوال ښاغلي حبیب الله غمخور،   په لراوبر او ټول افغان ویب پاڼوکې  د ‌ډیورنډ په اړه  راټول سوی مطالب که ددې متن سره یوځای سي ښایي ددې اثر اغیزمنتیا او ګټورتوب لازیات سي. زه په پای کې ښاغلوالحاج خیال الدین صدیقي اوخلیل الله متین ته ددې زیارله کبله مبارکي وایم، اودخپوریدوصلاحیت یې دسرحدونو چارو محترم وزارت دتحقیق اومطالعاتو محترم ریاست ته حواله کوم.
په درنښت
پوهنوال محمد رسول باوري

  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006