دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د تقریظ پر ځای ( ملیندا پڼو)

 

د تقریظ پر ځای ( ملیندا پڼو)

د پادشاه ملینډا پوښتنی ، د هغه کتاب نوم دی چی ښاغلی رحمت اریا د انګلیسی ژبی پښتو ته  ژپاړلی دی. دا کتاب د یو شمیر هغو نامتو لرغونو زیرمو او شتمنیو شمیرل کیږی چی په لرغونی هند او شا او خواسیمه او همدا ډول د لرغونی افغانستان په تاریخ ، او خاصتا د هغه مهال په دینی او عقیدتی برخو کی د یوی ډاډمن اخځ په توګه شمیرل کیږی. تر ټولو وړاندی ښاغلی  اریا ته د دې ستر علمی –فرهنګی  چاری د بشپړیدلو له امله د زړه له کومی مبارکی وایم .
د دې کتاب سافت کاپی می د ایمیل له لاری تر لاسه کړه ، ومی لوستل ، او یو شمیر برخی او پاڼی می لا دوه ځله هم ولوستلې،د دې لوستلو او یا دوه ځله لوستلو عامل دا دی چی له یوې خوا دا اثر زما د مسلکی څانګی سره اړه لری او له بلی خوا  په پښتو ژبه د دې اثر ارزښت دی چی پخوا مو په پښتو ژبه نه درلودی او ما یی هیله کول چی کاشکی  می دا کتاب درلودای اولوستلی می وای. زما هیله ښاغلی اریا پوره کړه .یو ځل بیا د مننی په توګه وایم چی اریا صاحب په هځو او ربړدی ویاړم.
د همدې اثر د تقریظ په بهانه غواړم  دوو ټکو ته چی زما له نظره د دې اثر سره په یوه یا بل ډول  تړاو لری د درنو لوستونکو پام واړوم .
لومړی : د تاریخی متنونو ارزښت او د هغو ژباړل ؛
زیات شمیر تاریخی متنونه په خپله د هغو مدارکو بیان نه سی کولای چی اوسنی څیړونکی یی غواړی خپلو اوسنیو مینه والو ته وړاندی کړی. د همدې ځیړنیز بنسټ له امله څیړونکی اړ دی چی تاریخی متنونه په هغه ژبه خپلو مینه والو ته وړاندی کړی چی د لیوالو کسانو اړتیا وی پوره او پوښتنو ته بشپړځواب و وایی. همدا لامیل دی چی زیات شمیر څیړونکی د تاریخی متنونو د سموونی یا ژباړنی پر مهال د تحاشی او تعلیقاتو اړتیا وینی او  د اضافاتو په بیانولو  تاریخی متن د لوستلو اوګټی وړ ګرځوی. که د یوه تاریخی متن څخه یو باب او یا یوه پاڼه د بیلګی په توګه یاد کړو د هغو ستونزو جاج به را  ته مالوم سی چی د تاریخی متنونو سمونکی او یا ژباړونکی ورسره مخ دی .
د تاریخی متن هره برخه د ارشیف د یوې پاڼی سره ورته والی لری او د ارشیف هر پاڼه د یوې موضوع د بیانولو او یا د یوی پیښی د تاییدی او یا تر دیدی سند په توګه کارول کیږی . که هغه ساده څیړنیز متود هم په پام کی ونیسو د ارشیفی سند د اصولی بیان لپاره باید هغه پاڼه په دریو برخو کی د پوهیدلو وړ وګڼو لومړی  باید دا ارشیفی سند په دریو برخو و ویشو چی لومړی برخی ته یی مطلع ، دویمه برخه یی د متن او دریمه برخه یی د اضافاتو په نوم یادیږی. د یادونی ده چی دا ویش د خصوصی او رسمی ارشیفی اسنادو سره تر زیاته بریده  یو بل ته ورته کارول کیږی . په مطلع کی معمولا د خپل مهال اړین ادبیات چی اصلی موضوع ته لاره پرانیزی ځای پر ځای کیږی. د بیلګی په توګه :  (( د ستر پرتموال او برموال جنت مېشتي اعلیحضرت ټولواک (ضیاء الملة والدین امیر عبدالرحمن خان) رحمة الله علیه بختور پېر له بغاوتونو او ګډوډیو نه له یوه داسې ډک مهال سره برابر شوی و چې د افغانستان وګړي له یوې مخې د نظم او نسق له کړۍ وتلي، او ټول هېواد د طغیان او سرغړونې پر یوې لویې ګډوډۍ کېوتی و)) ( داود جنبش د سراج الااخبار د ځلورم ټوک ژباړه ،نا چاپ اثر).
د ارشیفی سند دوهمه برخه د ( متن ) په نوم یادسویدی ، چی څیړونکی اړ دی د هغه مطلب اصلی موخه څرګنده کړی . د سند له متن څخه د سند موخه د همدې متن د څیړلوپر بنسټ تر لاسه کیدای سی. بیلا بیلی پوښتنی باید څواب سی، د سند موخه څه ده ؟ د چا له لوری  لیکلی سویدی؟ چاته لیکل سویدی ؟ غوښتنه څه ده ؟ او داسی نوری پوښتنی باید څواب سی  چی څیړونکی یی د متن د مخامخ کرښو او د هغو د رښتینی تحلیل څخه تر لاسه کوی. د ارشیفی متن هر اړخیزه څیړنه د دې چارو په سر ته رسولو پای ته نه رسیږی، بلکی د دې دوو برخو ( مطلع او متن  تحلیل )د ثقه او رښتینوالی لپاره د سند دریمه برخه هم تر کره څیړنی لاندی ونیسی .
د ارشیفی سند د ریمه برخه د (حواشی یا اضافات) په نوم یادیږی .څیړونکی اړ دی چی دا برخه په پوره دقت و څیړی ، دا سند په کومه نیټه لیکل سویدی؟ د چا په امضا او یا مهر مزیین دی؟ که رسمی سند وی د صادری او واردی شمیره لری که نه ؟ د تکثیر او عمومیت په اړه یی دریځ څرګند کړی، خاص او پټ سند دی او که د عامه خبرتیا لپاره کارول سویدی؟ او داسی نوری پوښتنی باید رښتینی او منطقی ځواب ومومی . په دې ډول د یوه ارشیفی سند د څیړلو مراحل پلی کیږی او د یوې پیښی رښتینی ځرک ځرګندیږی. په همدې ډول د یوه تاریخی اثر یا تاریخی متن څیړنه او د هغو ارزونه اړین پړاونه او مرحلې لری چی څیړونکی یی په پام کی نیسی .
د یادولو ده چی د تاریخی متنونونو ژباړه هم د عادی او ساده ژباړو څخه متفاوته ده . په تاریخی متنونو کی ژباړن اړ دی چی پرهغو کتابونو، اثارو او رسالو برلاسی وی چی د ژباړی اثر ته ورته موضوعات لری. یا په بله مانا ژباړن اړ دی د تاریخی متن د ژباړی پر مهال د هغو اثارو په اړه مالوات ولری چی تر لاس لاندی اثر کی مطرح دی. په دې برخه کی د ښاغلی اریا بر لاسی څرګند دی . د زیاتو تعلیقاتو او حواشیو په لرلو یی دا اثر د زیاتو لوستونکو لپاره د پوهیدلو وړ ګرځولی دی.  
دوهم : د میناندر په اړه ؛
میناندر څوک وو او د افغانستان په تاریخ کی یی ونډه څه ده؟ دا هغه پوښتنه ده چی د ډیرو کالونو راهیسی د سیمی او په ځانګړی توګه د افغان څیړونکو او یا افغانستان پیژندونکو د پاملرنی وړ وه . په دې اړه د بیلګی په توګه  څو نظرونه راوړو .
دویکیپیدیا په دری متن کی مناندر داسی پیژنو
د بودایی دین او په ځانګړې توګه  بودایی ستوپې تر اشوکا وروسته په افغانستان او شمالی هند کی  د یونان ستر واکمن میناندر ( هغه چی په بالی ژبه کی ورته (Millina Panha ) میلینا پانا ) یاد سویدی ،د ودی او براختیا  لوړو پوړیو ته ورسیدل.
هلندی مورخ ویلم بوخلسانګ په خبلو لیکنو کی میناندر داسی را پیژنی
( ... د هندوکش په سهیلی سیمو کی د ایتیدیموس پاتی شونو د هندو - ګریک  کورنی خپلی واکمنی ته دوام ورکړ، په ځانګړی توګه لومړی اپولودوتس  او میناندر چی نقره ای سیکې یی د کندهاره تر لاسه سوی دی .میناندر احتمالا د هغو خصوصیاتو پر بنسټ  چی په منځنی هندی ژبی  اړوند اثارو کی  د ملیندا پاتها په نوم یاد سویدی. و پیژنو. )
هندی مورح ب . ن .  پوری ، په باور
د دیمتروس واکمنی  په ۲۰۰ – ۱۶۰ کاله پخوا تر میلاد تر سند او پنجاب پوری ورسیده . او د خپل نامتو جنرال میناندر په مرسته یی د هند شمالی سیمی تر خپل واک لاندی راوستلې او په دې ډول یی د باختر امپراتوری سرحدونه د اوسنی ایران د دښتو څخه تر ګنګاه سینداو د سیحون څخه تر جیحون بوری ورسولې .استاد کهزاد ، علامه حبیبی او مرحوم غبار په اثارو کی هم مناندر دیوه یونانی جنرال په توګه پیژندل سویدی.  د دهمدې امله میلندا یا میناندر به په دې اثر کی چی د ښاعلی اریا په زیار ژباړل سویدی، زیات ولولو. زه یو ځل بیا اریا ته د دې ستر کار د بشپړیدلو مبارکی وایم او په داسی علمی چارو کی یی د لا بریو هیله کوم .
پوهنوال محمد رسول باوری
د کابل بوهنتون د لرغونپوهنی ځانګی استاد

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006