دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلیمانتخت مشاعرې ته پیغام
د سلیمانتخت مشاعرې ته پیغام د ستر څښتن( ج ) په سپیڅلی نوم د سلیمانتحت مشاعری ګډونوالو اسلام علیکم د زړه له کومی خوشاله یم چی په دهراوت کی د سلیمانتخت مشاعرې څلورمی کلیزی ته لیک لیکم . داځلور کاله مهال لنډ مالومیږی خو د دهراوت د ځوانانو او د ادب مینه والو لپاره خورا ستر او دروند سفر دی.لومړی د همدې څلور کلن یون مبارکی درته وایم او بیا ستاسو هوډ او ټینګ عزم ته چی دې سفر ته مو اوږه ورکړه او تر دې مهاله مو د ادب او فرهنګ دا کاروان په خپل پر له پسې زیار را ورساوه د بشپړ درنښت او تهنیت وړ یاست . د پوهی او فرهنګ پر لاری تلل یوازی د سفر ستړیا نه ده بلکی د هغو موانعو او خنډونو د لیری کولوچوپړ هم دی چی سر ته رسول یی د وسپنی نینی زدول او د فرهاد په تیشه د غره سوری کول دی . تاسو نیکمرغه یاست چی دا د ستونزو ډکه لاره مو پوره څلور کاله په پوره زړورتیا او ټینګ عزم طی کړل . مبارک موسه ! د دې مشاعرې په جوړولو کی چی هر مشر ، ځوان او زلمی ونډه اخستې وی د ستاینی دی خو د ښاعلی وزیری منډی ترنډی د زیاتو ستایلو دی. پوهیږم چی ښاغلی وزیری په دهراوت کی خاپوړی نه دی کړی او تنکی ځوانی به یی هم په دهراوت کی نه وه خو اوس د خپلی رسیدلی ځوانی ټول ځواک د دهراوتی بچی په توګه د ادب او فرهنګ هغه لاره د ټولو ستونزو سره پر مخ بیا یی چی اسانه چاره نه ده ، د دې ټولو هڅو له امله ښاغلی وزیری ته ځانګړې مبارکی وایم. د پوهی هره تیزه او یا تیته رڼا د تیارو په وړاندی ځپونکی عمل دی . یوه لحظه د پوهی او ادب محفل د کالونو تپل سوی تیارې رڼا کوی . اوس مهال زموږ د ځوان کهول دنده ده چی د خپل چابیریال څخه د تیارو لمنه ټوله کړی او د علم او ادب په مټ د خپلو ولسونو لپاره د خدمت جوګه سی. د پوهی وده او زیاتوالی فرهنګی چابیریال ته اړتیا لری ، او دا دی ستاسو هڅی د همداسی اړین چاپیر یال لپاره خورا ګړندی روانی دی. زه د لیری ځایه ستاسو دا ګړندی سفر وینم او ستاسو د هر ګام وړاندی کیدل د ولسونو د ژغورلو پر لور اغیزمن ګام ګڼم . ستونزی به وی خو ستاسو ځوانانو په ځواک به حل کیږی او د سالم ژوند لوری ته به د ولسونو هڅول او د بسیا ژوند د برابرولو پر لور د تللو توان پیدا کیږی. تاسوټولودرنو ګډونوالو ته د لابریو دعا کوم .لوی الله (ج)مو د بریالیتوبونو لاری اسانه کړه. په درنښت پوهنوال محمد رسول باوری د خوست شیخ زاید پوهنتون ریس

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006