دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د توریستی سفرونو لپاره د هڅونکوانګیزو ((Push Factors څیړنه

 

 

د توریستی سفرونو لپاره د هڅونکوانګیزو ((Push Factors  څیړنه


دتوریستی ارونو او اصولو پیژندونکی او یو شمیر د توریستی چارو سره بوخت وګړی  په پرله پسې توګه هڅه کوی چی د هغو انګیزو او لامیلونو څرک ومومی چی توریستان یی دې اړ کړی او یا توریستان دې ته هځوی چی د ویو سیمو او نویو ټاټوبو ، نویو کلتورونو او د یو شمیر هغه توریستان چی د خطر په منلو د سفرونو نیت کوی او دې لړی ته دوام ورکوی .  د یادونی ده چی د توریستانو د سفرونو انګیزه او د توریستی ټاټوبو د را جلبولو توان  یا((Pull Factors  یو له بله متفاوت او بیل دی .به دې برخه کی یوازی د سفر د انګیزو پر لامیلون بحث کوو . د همدې بجث د څیړلو او د څرګندو پایلو د ترلاسه کولو لپا ره  یو شمیر لیکوالانو او څیړونکو د خپلو تجربو او څیړنو پر بنسټ د پاملرنی وړ مطالب او د همدې بهیر لپاره د منلو وړ ټکی برملا کړیدی، چی  د یو شمیر څیړونکو نظرونه او دد افکارو منځپانګی ته په پام د هغوی د افکارو اړین ټکی په لنډه توګه را یادوو.
د توریستی سفرونو  انګیزه د کرامپتون (( Crompton له نظره ؛
په کلی ډول د کرامپتون له لوری وړاندی سوی نظریات د روانپوهنی او او ټولنپوهنی پر بنسټونو متکی دی ، نوموړی د توریستی سفرونو د انګیزو په اړه لاندی ټکی مهم ګڼلی دی :
۱- د کرامپتون په باور د توریستی سفرونو لومړی عامل د ځان پیژندنی او  ځان ارزونی  روحیه ده
۲ - تفریح او د خوشالی چاپیریال موندل دی .
۳ - د ځان لپاره د موقف او پرستیژ ګټل دی  
۴ - د ستړی او بی بدلونه ژوند څخه موقتی خلاصون دی.
۵ - د پخوانی ژوند بیرته تجربه کول دی.
۶ - د نویو وګړو سره د نږدې اړیکو د تامینولو روجیه ده .
۷ - د ټولنیزو اړیکو د تامین لپاره د سهولتونو برابرول دی،
د کرامپتون په نظریاتو کی تر ټولو مهم ټکی دا دی چی : هر توریست تر توریستی سفر وړاندی د کلتوری او فکری اړخه  یو لوریز ژوند لری چی په هغه ژوندانه کی د منځلاریتوب څرک نه څرګندیږی. یا به بله مانا کرامپتون په دې باور دی چی توریست تر سفر وړاندی هغه نیمګړتیا حس کړی وی چی د خپل بی بدلونه ژوند په بهیر کی یی لری او یا یی پر ځان تحمیل کړې وی. د همدې یو لوریز ژوندانه څخه د موقتی خلاصون یوه لاره د خپل ټاټوبی څخه د سفر کول بولی  .( شناخت صنعت جهانګردی  ص : ۶۷ )

د توریستی انګیزو په اړه د ستانلی پلوګ (Stanly Plog)نظریات د کرامپتون  د نظریاتو سره ځانګړی توپیر لری . د نوموړی په باور ټوله توریستان دوه ډوله دی لومړی هغه چی  خپلځانی ( درون ګرا ) لیوالتیا لری او دوهم هغه چی بهرځانی ( بیرون ګرا ) لیوالتیا ولری .د ستانلی په باور د توریستانو بیلا بیل ډولونه او کته ګوری سته ، هغه چی ماجراجو وی ، هغه چی د تفریح او لذت اخستلو لیوال وی ،  هغه چی ولس پاله وی ، هغه چی ارامښت غواړی او بی تمایله وی ، هغه چی په ځان باور ولری ، هغه چی د پلان له مخی تور کوی،  هغه چی موخه یی  فکری پنځونی وی  او داسی نور .
ایزو- آهولا   (Iso – Ahola)د توریستی انګیزو لپاره نور معیارونه وړاندی کړیدی. د نوموړی په باور وګړی د خپلو اړتیاو د تامین لپاره هڅه کوی چی  د ویو وګړو سره نوی اړیکی ومومی او د لټون لپاره د حال څخه د تیښتی لار غوره کوی.
 - د شخصی ستونزو څخه د تیښتی او د نویو افرین ویونکو په لټون وړاندی ځی .
- د خپلو ټولنیزو ستونزو څخه تیښته په دې نیت چی پر ستونزو غلبه وکړی.
- د خپلو ستونزواو د نورو سره د ګډژوند د نه کولو په نیت تیښته .
-  پر ستونزو د برلاسی په نیت  او د هغو نویو وګړو لټون چی ستاینه یی وکړی.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006