دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د توریزم پړاویز مودلونه

 

د توریزم پړاویز مودلونه


د توریستی صنعت په نظری  او تیوریکی برخه کی هغسی چی اړتیا ده زیاتی څیړنی او پلټنی  نه دی سوی. هغه څه چی تر اوسه د بیلا بیلو ټولنیزو علومو د پوهانو او څیړونکو له لوری په تیت او پر ک ډول یو شمیر نظریات طرح سوی  د توریزم لپاره یی ځنی بنسټونه څرګند کړیدی.په ۱۹۳۰ میلادی کال توریستی فعالیتونه دا انګلوساکسون او امریکا پر سیمو د جغرافیایی څیړنو په حدود کی د تفریحی سوژې په توګه د یو شمیر پوهانو تر منځ مطرح وه خو   په ۱۹۶۰ میلادی د توریستی فعالیتونو پر سوژې له سره غور وسو او د چاپیر یال په تړاود بیلا بیلو علمی ځانګو په منځ کی یی د څیړنی او پلټنی دریځ وموند. (Halland Page,2002:6) .
د توریستی صنعت وده تر هغه بیړنی وه چی پوهانو او څیړونکو به یی په هکله د نظریاتو تدوین او تر تیب ته پاملرنه کول. اوس د یو شمیر څیړونکو تر منځ د توریستی فعالیتونو د پیژندلو لپاره پر ځینو پړاونو او بیلګو پام را ګرځیدلی دی په دې لړ کی د توریستی پوهی د یو تیوریسن  بټلر Butler  د هغو نظریاتو لنډه یادونه کوو چی د توریستی ودی د بیلا بیلو پړاونو په اړه یی مطرح کړیدی .   د بټلر مودل (  Butler,1993  ) مودل په ۱۹۸۰ میلادی کال د هغو څیړنو پر بنسټ چی د توریستی چارو په بیلا بیلو اړخونو یی تر سره کړی دی د ( ژوند موخی بهیر ) تر سر لیک لاندی حپل نظریات مطرح کړل. او د توریستی صنعت  د ودی او پراختیا  په اړه یی خپل نظریات ]رګند ګړل .
لومړی - د کشف او پلټنی پړاو (  Exploration Stage  )
د بټلر په باور د توریستی صنعت لومړی پړاو د ( پلټنی يا کشف ) پړاودی . په دې پړاو کی د یوه ښار لباره څو د ګوتو په شمار تورستان رسیږی او د توریستی صنعت عواید لږ وی. همدا لږ عواید د دې سبب ګرځی چی تورستی خدمتونه محدود او په نیشت حساب سی . د توریستی خدمتونو او او سیمه اسزو امکاناتو تر منځ اړیکی تیتی او پراکنده دی.په داسی حالاتو کی د توریستی چارو مراقبت او تنظیم د سیمه ایزو سمون چارو تر ځار او مراقبت لاندی وی.کله داسی هم کیداسی سی چی د کشف په پړاو کی د توریستانو سره د خصوصی میلمنو چلند وسی. د دکشف پر مهال توریستی چاری رسمی او سیستماتیکی نه وی همدا لا میل دی چی د کشف په پړاو کی  توریستی خدمتونه اصلی نه بلکی ځنګزنه مسولیت ګڼل کیږی.
دوهم - د عملی کیدلو یا شاملیدلو  پړاو (Involvement stage )
دتوریستی ودی دوهم پړاو د شاملیدلو یا عملی ډګر ته د ورتللو پړاو او په حقیقت کی د توریستی هڅو د ځواکمن کیدلو پړا دی .د توریبستانو شمیر زیاتیږی د لنډی او اوږدې مودې لپاره هغې سیمی ته لیوال توریستان را ځی خو د لنډی مودې توریستانو شمیر زیاتیږی . د همدې امله ښایی په کورونو کی د ډوډی خوړلوځایونه او یا  عادی او واړه هوټلونه ، د ترانسپورتی سایطو او وسایلو ابتدایی هڅی ، د لارښوونی او تسهیلاتو لپاره د افرادو او وړو ګروپونو فعالیتونه او داسی نوری وړی او لومړنی هڅی پیلیږی. د همدې لږو شونتیاو او سهولتونو ایجاد او حرکت د توریستی هڅو د ودی ، پراختیا او زیاتوالی لپاره زمینه برابروی . د دې پړاو یوه بله ممیزه دا ده چی د لومړی ځل لباره د رسنیو او تبلیغاتی چارو د پیل څرک لیدل کیږی چی د منظمو توریستی فعالیتونولپاره د ذهنیت جوړونی بنسټ ګرځی او په دې ډول ورو ورو د سیستماتیکو توریستی فعالیتونو لوری ته د شاملیدلو لار پرانیزی.  
دریم - د توریستی فعالیتونو د لوړتیا یا پر اختیا پړاو :  (Stagnation  )
د نورو علمی ځانګو او بوختیایی صنعتونو په کچه د توریستی صنعت وده او پر اختیا ګړندی او چټکه وه ، په لنډه موده کی یی د زیاتو بدلونو نو بهیرپر مخ یو وړ  او د اوږدې مودې لاره یی په لنډ زمانی واټن کی تر شا پریښود.د دې ګړندی ودی لامیلونه زیات دی خو ځانګړې افتصادی ګټه ، د وګړو سالم مصروفیت ، دولتی بې ریانه مالیه ، د توریستی صنعت د طرفینو لیوالتیا او داسی نور د دې لامیل وګرځیده چی توریستی صنعت په لنډه موده کی زیات پر مختګ وکړی، د توریستی ودی په دې پړاو کی لومړی ککیزه د توریستی چارو رسمی کیدل او د یوه تولیدی او ګټور صنعت به توګه د دې چارو منل دی. په دې پړاو کی توریزم په سیستماتیکه  توګه مدیریت سو . واړه هوټلونه په ستر هوټلونو بدل سوه ، وړو خوړنځایونو مدرنو رستورانتونو ته وده وکړه ، څانګړی ادارې او شرکتونه د دتوریستی چارو لپاره منځ ته راغله  او د یوه څانګړی سازمان په څیر  هم وګړو ته منظمه بوختیا يیدا سوه او هم د توریستانو لپاره یو به بل پسې ډاډمن سهولتونه منځ ته راغله ، لنډه دا چی نور توریزم د یوه هیواد کورنی بوختیا نه بلکی نړیواله بڼه یی خپل کړل .  د ملی شرکتونو او ادارو د ودی ترځنګ یی نړیوالو ادارو او سازمانونوته وده ورکړه او دا صنعت یی نړیوال کړ.
څلورم - د خړوبولو یا توانمند کولو پړاو :( Saturation stage  )
د توریستی صنعت د ودی څلورم پړاو د توانمند کولو په نوم یادیږی .  د دې پړاو څرګندی بیلګی د ټایلر په باور دا دی چی ، توریستان زیاتیږی او د توریستی خدمتونو او په خدمتونو کی د سهولتونو زیاتوالی ته بام اړول کیږی. په توان ورکولو پړاو کی بله مهمه ممیزه دا ده چی د توریستانو شمیر باید په یوه کال کی د اوسیدونکو تر شمیر زیات وی. یوه بله ممیزه دا ده چی د توریستی  انګیزه یی شونتیاو  ( جاذبو ) تر وړتیا زیات توریستان سیمی ته ورسیږی. په دې پړاو کی توریستی لارښود وګړی د هوټلونو او تفریح څایونو ډیزاین د توریستانو د مینی او خوښی سره سم جوړ کړی او به ځینو ټاټوبو کی د د څانګړو اسانتیاو زمینه برابره کړی. د ځښلو خوړلو ، اغوستلو ګرځیدلو او داسی نورو توریستی چارو لباره ډاډمنه فضا او چاپیریال برابر سی. او ورستی ممیزه دا چی د سمی فصلی مهالونه د توریستی فعالیتونو مانع ونه ګرځی   
پنځم - د دریدلو (په مناسب ځای کی دریدلو ) پړاو ((intervening opportunities
د توریستی ودی پنځم پړاو د اشباع یا دریدلو پړاوپه نوم یادیږی .په دې پړاو کی لویه ممیزه د توانمندی د زیاتولو ستونزه ده .هغه توان او څواک چی یوه توریستی ټاټوبی کی شته هغه نور د لوړولو او پر اخولو وړتیا ونه لری په داسی حال کی چی د توریستانو تګ را تګ او تله راتله ورځ تر بلی زیاتیږی. او یا بر عکس  د ا ټاټوبی نور د نویو نوښتونو سره مل اجرات ونه لری او توریستان ځان ته را مات نه سی کړای، د توریستی هځو په بهیر کی دا ډول حالت په حقیقت کی د توریستی بهیر زوال او رکود  ګڼل کیږی چی د تایلر په باور د توریستی چارو لباره د نطول او مخ په ټیټه تللو بهیر پیلیږی.
شپږم - د لږ والی او د بې اعتباره کیدلو پړاو : ( Scantiness and Disparage  )
د دریدلو یا رکود پړاو ښایی تر یوه مهاله پایښت وکړی ، خو د رکود یا دریدلی حالت دوه احتماله زیږوی ، یا به د توریستانو د پر له پسې لږوالی له امله توریستی ټاټوبی له نظره ولویږی او یا هم داسی شونی ده چی د هغو توریستانو تله راتله دوام وکړی چی له پخوا مهاله د دې ټاټوبی سره بلد سوی ،د محصولاتو او پیداوارو سره یی مینه  زیاته وی ، هغوی به لیوالتیا ولری چی ټاکلی توریستی ځای ته ورسی. په دې پړاو کی توریستی ټاټوبی ته تر ټولو لوی زیان هغه نوی سیمی اړوی چی تازه او د نویو شونتیاو سره یوځای منځ ته راځی .په ځینو حالاتو کی دا نوی ټاټوبی د لاسوهونکو(  intervening of opportunities  ) فکتورونو په نوم هم یاد سویدی. دا فکتورونه په پخوانی ټاټوبی کی د توریستی هڅو د انحراف او مخنوی لپاره څکه پر له پسې څار کوی  او زیار باسی چی د نوی ټاټوبی لپاره د نوی سرمایه ګداری او د نویو سهولتونو په مرسته د نوی ټاټوبی د ودی او پر مختیا زمینه برابره کړی.
اووم - د بیا جوړولو پړاو : ( Rehabilitation   )
د دې پړاو لومړنی موخه دا ده چی ټاکل سوی  هدف ته د رسیدلو چاری له سره ورغول سی . د بټلر په توضح کی دا پړاو د توریستی ټاټوبی لپاره په ورو خو  پر له پسې  توګه د بیا رغولو لوری ته ځی . د بټلر په باور هغه مهال بیا جوړونه کیدای سی چی په توریستی ټاټوبی او یا توریستی محصولاتو او پیداوارو کی نوی والی او نوښت ولیدل سی. د بټلر  باور دا دی چی  د رکود یا پر ځای دریدنی تر پړاو وروسته درې احتماله سته لومړی دا چی  لږ والی به را څرګندیږی . داسی لږ والی چی ظاهرا به د مشبوع حالت بڼه لری ، دوهم  د دریدلو یا رکود حالت به دوام مومی  او دریم  د بیا جوړولو بهیر به پیلیږی .  د نوښتونو او په توریستی چارو کی د نوی والی پر مهال باید داټکی ته باملرنه وسی چی تیری تجربې او ځانګړنی په راتلونکی بیا جوړونه کی اغیزمنی وی . د دې سره سره چی دا نوښتونه او بدلونونه په خپله د څان راوستلو لاره پر انیزی ، خو هڅه به دا وی چی هره نوی کړنه او چاره باید حپلځانی او استثنایی وی، دا ځکه چی د نویو توریستانو د جلبولو لپاره هغه زړې او ازمویل سوی چاری په زړه پوری نه وی.  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006