دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د توریستانو اقتصادی توانمندی او د ټاټوبو ټاګنه

 

د توریستانو اقتصادی توانمندی او د ټاټوبو ټاګنه

زیات شمیر توریستان د خپلو اقتصادی توانمندی سره سم د تور او سیاحت   پلانونه او پروګرامونه جوړوی. هغسی چی د سیلانی سیمو ، هوټلونو ، ترانسپورتی مصارفو کچه یو شان نه ده ، همداسی د  توریستانو  اقتصادی  توانمندی په بیلا بیلو کټه ګوریو کی ده . هر سیاح او سیلانی د خپلو اقتصادی امکاناتو په محدوده کی هم د سیاحت ټاټوبی غوره کوی او هم د خپلو لیوالتیاو او غوښتنو برخه په پام کی نیسی .
ښایی یو شمیر داسی توریستان وی چی د نویو کلتورونو سره د اشنایی لیوال وی ، او دا ډول ښایی د خپل اصلی ټاټوبی څخه د یوه لیری پروت هیواد د یوې اتنکی ډلی په کلتور د پوهیدلو لیوال وی . که یی اقتصادی وضعه ښه وی او د زیاتو مصارفو توان ولری ، نو په الوتکه کی د بزنس کلاس ټکيټ کوی ، په پنځه ستوری هوټل کی څای ریزرف کوی ، د خپلی لیوالتیا سیمو ته د رسیدلو لباره د سیمه ایز ترانسپورت لکس وسایط کرایه کوی او دا سی نور . خو که  برعکس یو داسی توریست چی د همدې اتنیکی ګروپ د لیدلو لیوال وی  ولی اقتصادی توان  ونه لری ، هغه توریست بیا د الوتکی په اکانمیک ( اقتصادی ) کلاس کی ټکیټ کوی اود یوه عادی هوټل په امکاناتو  خپلی موخی ته ځان رسوی .
داسی چی هدف او موخو ته د رسیدلو لاری چاری بیلی دی همداسی د لږ قیمت لرونکی او دروند قیمت توریستانو لپاره تر نورو هیوادونو د لږ مصارفو لګولو په فهرست کی یاد سویدی.دا هیوادونه په تر تیب سره د نیپال هیواد  ،اندونیزی ، مراکش ، هندوستان ، سودان  او یو شمیر نور ښودل سویدی، چی په دې برخه کی یی په لنډه توګه راپیژنو:
لومړی   -  نیپال :    د نیپال هیواد د توریستانو په منځ کی د لوړی سیمی او غرنی سیاحت لپاره مناسب ګڼل سویدی.د همدی ځانګړتیا له امله نیپال ته زیات شمیر غرختونکی سیلانیان مخه کوی ، خو د لوړو ، منځنی او ټیټو غرونو او غونډیو تر ځنګ د طبیعی منظرو شتون د نیپال لپاره زیات توریستان را مات کړیدی.  په نیپال کی د اوسیدلو لږ قیمت  د دې لامیل ګرځیدلی چی د نړی د بیلا بیلو سیمو او هیوادونمو څخه زیات شمیر توریستان دې هیواد ته راسی. د هغو مالوماتو پر بنسټ چی د توریستی نړیوال سازمان په خپرونو کی راغلی (۲۰۱۲ میلادی کال ) کیدای سی د ورځی به اته امریکایی دالرو د خپل توریستی یون څخه خوند واخلې .

دوهم - اندونزیا :د اندونیزیا هیواد هم د نړی په هغو هیوادونو کی شمیرل سوی چی د لږ مصرف او ارزانه توریستی شونتیاورلونکی دی. دا هیواد د یوې مودې لپاره د کورنیو ستوزو او جګړو سره مخ وو خو اوس د توریستی نوړال سازمان له لوری د نړی په هغه شمیر هیوادونو کی شمیرل سوی چی زیات توریستان جلبوی او په ارزانه قیمت د اوسیدلو ښه شونتیاوی لری .اندونیزیا ته یو شمیر هغه ماجراجو توریستان هم ځی چی د خوف او ډار لحظې خوښوی او او د خطر ناکو لوبو او سیمو توریستان بلل کیږی. د سیمه ایزو بازارونو څخه د سیلانیانو پلورل او پیرودل  د دې هیواد د توریستانو لپاره خورا به زړه پوری دی. په دې هیواد کی توریستان د ورځی د ۱۵ - ۱۸ امریکایی ډالرو په مصرف د خپل توریستی موخو خوند واخلی.
دریم - سودان : د سودان هیواد هم د نړی ارزانه توریست امکانات لری ، یو شمیر توریستان د همدې امله سودان ته ځی او د خپل توریستی موخو د پوره کولو لپاره سودان غوره ګڼی.په سودان کی تاریخی ودانی او د لرغونو مدنیتونو نښی هغه هځونکی فکتورونه دی چی د نړی زیات شمیر سیلانیان یی د لیدلو هیله لری .په دې هیواد کی توریستان د خپلی خوښی ټاټوبو او سیمو د لیدلو ترځنګ په ډیر لږ قیمت او ارزانه مصرف ښه امکانات او سهولتونه موندلای سی. کیدای سی یوه ورځ د یوه توریست لباره لس امریکایی دالره مصرف بسنه وکړی او د خپل تور څخه خوند واخلی.
څلورم -  پولند:په راوپایی هیوادونو کی یو تر ټولوارزانه او توریستانو لپاره د لږو مصارفو لرونکی هیواد  پولند دی. که څوک وغواړی چی د نړیوالی جګړې ویرانونکی نښی و وینی ، د پولند هیواد لیدل تر نورو هیوادونو د زیاتو بیلګو لرونکی دی. دې هیواد ته د توریستانو سفر کولای سی د ۳۵ امریکایی دالرو په حدودو کی وی .
پنځم - هندوستان:د هندوستان هیواد د دې سره سره چی د نړی د زیات شمیر تورستانو لپاره یوه هدف دی . په هند کوستان کی د لرغونی نښو بیا تر بیلا بیلو اتنکی کلتورونو بیا تر بیلا بیلو ټلنیزو طبقو ، د بیلا بیلو طبیعی منظرو بیا تر ژوندیو معابدو او د بیلا بیلو مذهبی عقیدو پوری تنوع او ځانګړنی لری چی هره برخه یی د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کی مینه وال  لری .
هندوستان د نړی د تورستانو لپاره د دې زیاتو تورستان د راتللو سره بیاهم تر ډیرو هیوادونو ارزانه او د تورستانو لباره د لږو مصارفو لرونکی هیواد شمیرل سویدی. په دې هیواد کی د زیاتی پاملرنی یو بیلګه د پلور لو او پیریدلو بازارون دی . د دې تر ځنګ د مینه یوه بیلګه ( تاج محل ) د هر توریست او سیلانی لباره په زړه پوری دی. د دې ټولو امتیازاتو سره سره بیا هم هندوستان ته د توریستانو د مصارفو حدود د ۲۵ دالرو په شا او خوا کی ښودل سویدی.
شپږم - مراکش :  د مراکش هیواد یو د هغو  افریقایی هیوادونو څخه  دی چی  زیات شمیر توریستان یی د لیدلو هیله من دی. په دې هیواد کی د منځنی پیړیو او په ځانګړی توګه د اسلامی تمدن نښی خورا زیاتی او د اسلامی بیلګو تر څنګ د عیسویانو لباره هم یو په زړه بوری سیمه ګڼل کیږی ، د دې هیواد یوه ممیزه دا دهد چی لکه ترکیه داسی دد لیدلو وړ سیمی او ابدات چی د منځنیو پیړیو برجسته نښی ګڼل کیږی ، د توریستانو لپارهد ارزښتمن دی . په دې هیواد کی د اوسیدلو ټاټوبی ، د خوراک ځښاک توکی ، د ترانسپورت وسایط او نوری د توریستانو لباره د ورځی تر ۴۰ امریکایی دالرو بوری شمیرل سویدی.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006