دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
توریزم او ترانسپورت

توریزم او ترانسپورت

توریزم او مځکنی ترانسپورت

د توریستی چوپړ په لړ کی ترانسپورت ډیر ارزښتمن  او کلیدی موقف لری . تراسپورتی خدمات د توریستی بهیر لپاره ځکه مهم دی چی د توریستی سیمو د لیدلو شونتیاوی برابروی . په هر پیمانه چی  ترانسپورتی تسهیلات زیات او دلږ مصرف سره وی ، په هغه پیمانه د تورستانو لپاره د پاملرنی وړ ګرځی . د ترانسپورت  او لیږد وسایط ،وسایل او شونتیاوی په بیلا بیلو کټه ګوریو کی پیژندلای سو خو دوې مهمی برخی یی هوایی او مڅکنی ترانسپورت دی . په دې بحث کی د مڅکنی ترانسپورت یوه خورا مهمه کټه ګوری چی موټر او ټرین دی یوه بیلګه په لنډه توګه معرفی کوو. دا ترانسپورتی شرکت په سویدن هیواد کی د توریستانو لپاره یو فعال شرکت دی .

د لینس ترافیکین کرونو بیرخ  (  Länstrafiken Kronoberg   )
په بس او ترین   کی  سفر وکړی

د دې ترانسپورت څخه د ګټی اخستنی لپاره  زیات مالومات د همدې ترانسپورت د بریښنا پاڼی څخه تر لاسه کولای سی. د بریښنا پاڼی پته (   (   www.lanstrafikenkron.se په دې بریښنا پاڼه کی د   هغو وسایلو د پلورلواعلانات هم سته چی  ستاسودسفر لپاره په کاریږی. د بیلګی به توګه  دموبی ټایم (   MobiTime)وسیله چی د سفر په اړه زیات مالومات خپل ټلیفون ته کښته کولای سی. د بیلګی په توګه  سفرونه او د سفر د لارو په اړه مالومات ، د سفر په منځ کی د تم ځایونو په اړه مالومات  د ټکیټ پلورلو او داسی نورو مالوماتو لپاره د  موبی ټایم وسیلې څخه ګټه اخستلای سی.موبی ټایم باید راجستر کړی . تاسو کولای سی چی  یو متن و لیکی او هغه بیا د تلیفون  دې ( ۰۰۳۱۴۵۶۴۰۴۴۵۵ ) شمیرې ته ولیږی  او هغوی به تاسو ته یو تړاو ( لینک ) ولیږی او د راجستر کولو ډاډ او کود  به ستاسو ایمیل ته ورسیږی .
ښه دی چی تاسو پوه سی چی د ماشومانو لپاره ریکشا  چیری او ځنګه تر لاسه کیږی . که تاسو د همدې بس او ټرین څخه  ګټه اخلی نو دا ډول ریکشا به تاسو ته د مصرف پر ته په واک کی درکول سی. دا ریکشا تاسو د ماشومانو او یا اضافی توکو د وړلو لپاره کاورولای سی.  د هغو بایسکلونو په اړه هم سهولتونه سته چی په ټرین کی یی لیږد ارزانه او اسانه دی. د دې ډول کراچیو ( ریکشا ) لیږد هم په ټرین او هم په بس کی د لږ کرایی په بدل کی  تاسو ته ښه سهولت دی.
په دې ترانسپورت کی د سفر پر مهال  د ځینو محدودیتونو او حتی جریمو سره مخامخ کیدای سی . دا ترانسپورت څانګړی څارونکی لری ، که د څارونی پر مهال  تاسو د خپل سفر اسناد لکه  د پیژندنی رښتینی  کارتونه ، د سفر لپاره ټکیټ او نور ونه لری ، د جرمی سره مخامخ کیږی .   د کورنیو حیواناتو د ملکیت سند ونه لری هم د جریمې سره مخامخکیدای سی،خو د اهلی حیواناتو  لکه پیشی ، سپی،او د هغو ډولونه د کرایی پر ته لیږل کیږی  خو دا ټکی ته باید باملرنه وسی چی دا حیوانات تړلی وی او نورو سفر کونکو ته د ستونزو لامیل نه سی. هغه چی واړه دی هغوی باید په ځانګړو سبدو کی وساتل سی.
د بګاژ په اړه دا ترانسپورت سهولتونه  او محددیتونه لری. د بیلګی په توګه تاسو کولای سی چی ستاسو د توان تر بریده بکسونه او مالونه د ټکټ او کرایی پر ته در سره ولیږی ، خو ستاسو بکسونه او مالونه باید د ټرن او بس په دهلیزونو  او سیټونوکی چی د نورو مسافرینو د تکلیف لامیل سی ، ځای پر ځای نه سی. د دروازو د پرانستلو او تړلو پر مهال باید مزاحمت ونه کړی. سګریټ څکول هم د بس د خرکت پر مهال منع او د ټرن د سفر پر مهال د ځانګړو ځایونو پر ته منعه دی.
د  سفر لپاره د ځینو اسنادو لرل اړین دی  هغه مسافرین چی هره ورځ د يوې سیمی بلی ته په یوه مسیر کی تله راتله لری هغوی ته د ځانګړو کارتونو د ورکولو شونتیا سته چی هم تخفیف لری او هم سهولت . هغه مسافرین چی د مسافرت مهالونه یی څرګند نه دی هغوی هم د تخفیف سونتیا لری هغوی باید (OV.Kortingskaart  (                            کورتینګ کارت ولری . هغه شمیر محصلین او متعلمین چی د همدې بس په مسیر کی د تلو را تلو اړتیا لری هغوی ته باید اوفې کارت ورکړل سی (OV studentenkaart  )
د دې ترانسپورت  په سهولتونو کی د ماشومانو او سپین زیرو لباره تخفیف په بام کی سته خو پر بالغ ځوان چی سن یی تر لسو کالونو زیات وی د یوه بشپړ مسافر کرایه اخستل کیږی.  د سهولتونو نوری کټه ګوری د محصل ، متعلم ، دولتی کارکونکی ، د خصوصی ادارو کارکونکی عادی مسافرین او نوری  په بیلا بیلو بڼو تخفیف تر لاسه کولای سی. د دې تر څنګ د سن او عمر په اړه هم د تخفیف شونتیاوی سته  .
د ا ترانسپورتی شرکت  د خپلو مشتریانو او سیلا نیانو لپاره د مهالونو سره سم د تخفیف کارتونه هم وړاندی کوی ، د رخصتیو پر مهال د د لنډی مودې لپاره دنویو کارتونو توزیع نه سی کیدلای ، خو د کالنی  غضویت لپاره د تخفیف کارت د سیلا نیانو او عادی مسافرینو لپاره ګټور دی . دا شرکت ستاسو لباره هر دول اسانتیاوی برابروی . (    http://www.lanstrafikenkron.se/om-oss 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006