دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د توریست ( سیاح) د سفر لپاره شل بنسټیز ټکی

 

د توریست ( سیاح) د سفر  لپاره  شل بنسټیز ټکی


تر سفر وړاندی:
لومړی ـ  تر سفر وړاندی خپلی چاری منظمی کړی.خپل ملاقاتونه ورستی کړی. هغه اسناد چی په کار مو وی هغه تر تیب کړی. د اوسیدو ټاټوبی باید څرګند اومطمیین وی. هغه کارونه چی بلچا ته د سپارلو نیت لری هغه په خپله وکړه . د تللو پر مهال خپل تر ټولو نږدې باوری کس ته د حساب  او اړینو معاملو په اړه معلومات ورکړی.

دوهم ـ  د دې سره - سره چی ستاسو کورنی به ستاسو په بریو خوشاله وی او ستاسو د کاری  سفرونوپه اړه به ستاسو د بریو لپاره به ورسره موافق وی ، خو هغوی باید مطمین کړی چی تاسو د هغوی سره یاست او خپل اولادونه باید داسی ډاډه کړی چی تاسو د هغوی لپاره پوره وخت لری او دا سفرونه هم د هغوی په خاطر دی.
دریم ـ د سفر لپاره ټول اړین اسناد باید د ځان سره ولری .د دې اسنادو ډیر کاپی کول په کار نه دی ، کیدای سی چی په یو فلش میمری کی ( Flash Memory    ) کی وساتی او یوه هارد کاپی یی د ځان سره ولری .

ځلورم - د جارو لپاره چی سفر کوې د رخصتیو ورځی پا یاد ولری او هغو ته مو پام وی .دا معلومات کولای سی چی د هغو ملګرو او اړوندانو تر لاسه کړی چی ستاسو د سفر په ټاکل هدف او ځای کی اوسیږی.

پنځم -د یو شمیر وسایلو درلودل ښه دی لکه ( Hard Disk    ) چی په هغه کی د خپلو اړینو اسنادو ذخیره له ځان سره ولری. فلش میموری ، د بریښنای الاتو د چارج وسایل ، د موبیل لپراه یوه اضافه بطری چی چارج ولری . که په هوایی ډګرونو کی زیات منتظر پاته کیږی ، باید د خپل مصروفیت لپاره د خپلیلیوالتیا مطابق توکی ولری ( د سندرو اوریدلوشونتیاوی ، د لوبو کولو شونتیاوی ، د مطالعې لپاره د کتاب لرلو شونتیاوی ...) د دې ټکی په یاد ساتل اړین دی چی د سفر پر مهال دمناسب سایز ټایر لرونکو ( Trolley  ) بکسونو ګټه واخلی. دا ‌ول بکوسونه د الوتکو په ټیکیټ پلورنځیو او یا د سفری ایجنسیو په سایټونو کی یی په اړه مالومات ورکول کیږی. 

شيږم ـ د الکترونکی وسایلو تر څنګ ، ستاسو به بکس کی باید  کاغذی دستمال ، د خم لپاره پلستر ولری.دا که تاسو ډاډه هم یاست چی د دا‌‌ډول پیښو احتمال ډیر لږ هم دی ، خو درلودل یی اړین دی.
اووم ـ دا په ښه دی چی د هغو پروګرامونو یو لست در سره وی چی تاسو غواړی د هغو لپاره سفر وکړی. دې ډول یادښت لیک ته چیک لیست وایی . دا لست ستاسو سره مرسته کوی چی ټولو موخو ته چی سفر د هغو لپاره کوی ، ورسیږی.دا چاره تاسو ته ذهنی هوسایی در کوی.

 

اتم - هغه مهال چی د یوې موخی لپاره  سفر کوی ، خامخا لیوال یاست چی هغه چاره په بری تر سره کړی ، دا تاسو ته یوډول دلهوره او تشویش وی . تاسو په خپلو چارو کی خپلی موخی ته لومړیتوب ورکړی او ځان مه تیر باسی.هڅه کړی چی خپلی موخی در نه هیری نه سی او پر هغو متمرکز اوسی. پر خپلو حواسو حاکمیت وساتی او د تیت والی او پر ګنده ګی څخه ځان وژغوری . وضع تر خپل کنترول لاندی وساتی او پیښی هغسی پر مخ بوزی چی ستاسو په پلان کی دی. 

نهم - د مهال  تفاوت ته پام وساتی . هغه سیمه یا هیواد چی تاسو غواړی هلته سفر وکړی ، د ساعت او مهال تفاوت سره یی ځان له پیله عیار کړی ، داسی نه چی تاسو د ستړیا تر ځنګ د خوب د ناراحتی سره هم مخامخ سی. په الوتکه کی د هغه هیواد یاسیمی د ساعت سره ځپل ساعت عیار کړی.هر څومره چی د نوی ټاټوبی د شراطو سره ځانعیار کړی په هغه پیمانه په ستاسو سفر ارامه او خوندور وی.

لسم - هڅه وکړی چی مخامخ الوتنی غوره کړی .دا ځکه چی په هوایی ډګونو کی تم کیدل او منتظر پاته کیدل ستړی کونیکی او ربړ را وړونکی وی. داسی زیات پیښیږی چی دمخامخ سفرونو مصارف هم لږ وی.
ټاکل سوی ځای ته تر رسیدلو وروسته :

یوولسم - هځه وکړی چی ټاکل سوی ټاټوبی ته د رسیدلو مهال  ورځ وی .او په دې ډول به د سفر په پیل کی د رسیدلو سره سم یو شمیر واټونه او سیمی و وینی. د واټونو پیدا کیدل به اسانه وی او د تر انسپورت ستونزی به لږ وی او د ځای ګوټی پیدا کول به هم درته ستونزمن نه وی .په پیلکی په هیڅ ډول په هغو موټرونو کی سفر مه کوی چی د ټکسی( Taxi ) علامه ونه لری. ښایی د یوه موټر دریور د ټاکلی ځایګوټی رسیدلو ته په ټیټ قیمت وعده وکړی ، خو د په داسی موټرونو کی دغلا غدیو احتمال زیات وی   

دولسم - که د سیمی د ترافیکو او اذدهام په ړه مالومات نه لری ، دا ډیره ښه ده چی په هغو سیمو کی د اوسیدلو هوټل او ځایګوټی کرایه کړی چی ستاسو د کاری سفر ځایونو ته نږدې وی .په دې توګه به له یوېخوا خپلو چارو ته پر خپل مهال ورسیږی اودلهوره به مو لږوی او له بلی خوا به د تلو راتلو مصارف لږ وی.

دیارلسم - که زیات کاری سفر ولری ، ښه دی چی تاسو خپلمهال ویش منظم کړی ، د سهار پاځیدل ، د چارو پیل کول ، د مها پر بنسټ دچارو ویشل او نور مو د خپل موبایل پرالارم ( زنګ ) عیار کړی. او د محلی ساعت سره ځان برابر کړی.

ځوارلسم - تاسو ښایی د هغه خلکو سره کار وکړی ، راکړه ورکړه ولری ، خبری وکړی  اورنه ده چی تاسو د هغه هیواد او هغې سیمی په قوانینو او دود دستور ځان پوه کړی.

پنځلسم - ښایی د زیات کار له امله او یا هم د مهال او زمان د تفاوت له امله ، ډوډی پر خپل وخت او مهال ونه خوری، د دې لپاره چی د جدی ستونزو سره مخ نه سی ښه به وی چی یو یا دوه شکلات ( یا دشرینی یو بل ډول چی ستاسو خوښیږی )د ځان سره ولری. په دې ډول به مو هم د جدی لوږی مخه نیولې وی او هم به مو د دلهورې او سترس مخنوی کړی وی.

شپاړسم - که ځانګړی غذایی رزیم ولری خامخا د خوراک لوری ته پام وساتی .میوه او سابه مو هیر نه سی.سپورت او ورزش اړین دی.د نوی چاپیریال د مهال او شرایطو سره سم خوب تنظیم کړی او په دې ډول د ناروغیو د مخنوی لپاره جدی اوسی. داسی نه چی د نه پاملرنی له امله ناروغ سی او ټولی چاری نیمګړی پاته سی.

اوولسم - هغه مهال چی په سفر کی یاست ښایی توله ورځ د هغو چارو سره بوخت پاته سی چی تاسو یی د اجرا کولو لپاره راغلی یاست ، ښه به وی چی د شپې له لوری د تفریح او خوښی په نیت خپل پروګرامونه جوړ کړی.په پاک ولری چی د سفر پر مهال تر ټولو زیات پام خپلی روغتیا ته ولری.

اتلسم - د هغو کسانو سره چی کار لری ، او یا یی د چارو لپاره ګماری ، د هغوی سره کاری او جدی اړیکی وساتی داسی چی ستاسو د موخو لپاره اغیزمنی وی. د هغو کسانو سرداسی مشورې مه کوی چی د هوټل ګارسون او یا د هوټل مالوات یی درکولای سی.

نولسم - ښایی داسی مهالونه وی چی تاسو د تحفو او یا ځینو اړینو توکو د پیرودنی فرصت ونه لری ، په داس خال کی ښه دا ده چی تاسو د هوټل نږدې شا او خوا مغازې او یا هم د هوایی ډګرونو مغازې د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره غوره کړی.

شلم - کله چی د سفره را ګرځی نو یو ځل بیا تاسو د مهال او زمان د بدلون سره مخ کیږی، په داس ځال کی پر خپل وخت عور کړی د بیا راګرځیدلو تر سفر وړاندی داستراحت لپاره مناسب وخت په پام ونیسی.یو ځل بیا ټولی چاری چک کړی او پر هغه چک لیست پام وکړی چی تاسو د سفر په پیل کی تر تیب کړی وو . هغه چاری چی تر سره سوی او هغه چی نیمګړی باته سوی او هغه چی نه دی تر سره سوی. ټولی چاری یوځل بیا وګوری.چی ځان مو ډاډه کړ ، بیا په بوره انرزي د بیرته راتللو سفر پلان کړی.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006