دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
تورزم او حیرانونکی طبیعی منظرې

 

تورزم او حیرانونکی طبیعی منظرې


توریزم د يو په زړه پوری صنعت په توګه ټولو انسانانو لپاره د پاملرنی وړ ټاټوبی ، ډول ډول فرهنګونه ، حیرانونکی چاپیریال ، د خطرناکه لوبو سره د مخامخ تیا شونتیاوی او نوربرابروی. د توریزم د بحثونو به دې لړی کی د هغو حیرانونکو ټاټوبو پیژندنه کوو چی د سیلانیانو لپاره په زړه پوری دی.
د بحری اوبو په منځ کی ځنګل
 په قزاقستان کی د کاندیج به نوم سیمه  چی د اوبو لاندی ځنګل به نوم هم یادیږی ، د زیاتو سیلا نیانو د بام وړ ګرځیدلې ده .ویل کیږی چی به ۱۹۱۱ میلادی کال د یوې زلزلې په پایله کی یوه لویه موانع ایجاد سوه او او د اوبو یوه وړوکی بحیره یی جوړه کړه . د دې زلزې په پایله کی د هغه سیمی ځنګلونه هم تر اوبو لاندی سول . دا بحیره ۴۰۰ ځلورسوه متره عرض او ۹ نه متره ژوروالی لری .  


 
د چین هیواد د بیجین حیرانونکی وریځی
دا ویرونکی او حیرانونکی وریځی  چی ډیر ستر او زیاتی دی د ورستی ځل لپاره په ۲۰۱۲ ملادی کال د بیجن پر اسمان ولیدل سوې.دا وریځی زیات هغو منظرو ته ورته وی چی د چاودونو او انفجارونود انځور سرهورته والی لری .دا وریځی په حقیقت کی طبیعی وریځی نه دی بلکی د تودوخی له امله د ځمکی پر سر را پیداکیږی..
 
د جنوبی قطب وینی بهیدنکې منظره
 د مځکی د جنوبی قطب د سپینو واورو په منڅ کی د وسپنی اساید چی د سره رنګ سر ورته والی لری ، داسی بریښی لکه چی د وینو سیلاب روان سوی وی. د وسپنی دا اکسایدی اوبیزه لړی د تیلور ګلاسیا  څخه د لویدیځ پرلور د بانی رود خانې ته ځی ، زیات سیلانیان د دې منظرې لیدلو ته ځی او هغه ته یی د ( بهیدونکی وینه ) نوم ورکړیدی. دا منظره کولای سی چی د مځکی د جنوبی قطب په ویکتوریا لند کی و ویني ..
 

په ماسکو کی دلمرینو وړانګو باران
د مسکو د وړانګو باران په ایدا هو نومی سیمه کی لیدل کیږی. دا ښکلې منظره لکه د وړانګو یو لښکر چی پر یولوری روان وی . د دې منظرې اصلی عامل د لمر وړانګی دی  ځکه یی د د لمرینو وړانګو ( سولر پیلار ) په نوم شهرت موندلی دی. دا منظره د هغه مغارې د یخ پر ټوټو د لمر د وړانګو مخامخ لګیدل دی چی بیلا بیلی وړانګی زیږوی.


 

د بولووی مالګینه دښته :
د بولوی هیواد جنوب لویدیځ کی  د اندیز غرونو ته ځیرمه يوه دښته پرته ده چی لسزره پنځه سوه دوه اتیا ( ۱۰۵۸۲ ) کیلومتره پراخوالی لری  او تقریبا د بحر له مخی  درې زره شپږ سوه شپږ پنځوس  ( ۳۶۵۶ ) متره لوړه ده . په دې څای کی اسمان هم کولای سی دخپل ځان انځور وینی . ښایی دا هم و ویلای سو چی د اسمان هینداره ده . د همدې امله زیات شمیر سیلانیان د دې سیمی لیدلو ته د سفر ستونزی پرځان منی او هلته ځانونه رسوی.
 
د بلورینو موجونو ننداره :
د سیندونو ا بحرونو عادی موجونه د ټولو سیلا نیانو لپاره زیات د پاملرنی وړ نه ګرڅی ، خو هغه موجونه چی د ځانګړتیا ولری د ټولو سیلانیانو پاملرنه را اړوی. دا چی بلورینی څپې څنګه تولیدیږی، د پام وړ پوښتنه ده خو ویل کیږی چی کله چی د شنو اوبو څپې د ماښام پر مهال د ساحل ریکنی سیمی ته ځان رسوی هغه مهال بیا دا څپې  بلورینی  بریښی . داسی هم ویل کیږی چی ځنی واړه واړه واښه چی ( بایلو میناس ) نومیږی ، د ساحل غاړی ته به رسیدلو دا بلورین رنګ جوړوی.دا منظره د زیاتو سیلا نیانو د بام وړ ګرځی .
 

دلویو یخینوکرستالونوسمڅه : 
د مکزیکو هیواد په هغه سمڅه کی چی د ګچې ډبرو د لرلو له امله د سترو کرستالونو د جوړیدو عامل ګرځیدلې د سیلا نیانو د زیاتی باملرنی وړ ده. دا سمڅه په منفی اته پنځوس سانتګیراد درجو کی د لویو کرستالونو لرونکې ده ، یو شمیر کرستالونو اوږدوالی تر( ۱۱ ) یوولس متره ته رسیږی او د رطوبت درجه یی هم په سلو کی نه نوی ( ۹۹) ده. د همدې امله لیدونکی د څانګړی لباس په تن کولو د دې سمڅې لیدو کتو ته ورځی .
 
تر مڅکی لاندی آبشار :
د مکزیکو هیواد یوه بله حیرانونکی طبیعی شتمنی چی سیلا نیان یی د لیدلو لپاره ورځی  هغه تر مځکی لاندی ابشار دی. دا طبیعی جوړښت د منظرو داسی ښلا لری چی هر لیدونکی یی د بیا بیا لیدلو هیله کوی.
 

سره مښتی اوبیزی بړ بکی:
په کانادا هیواد کی د ابرهام په نوم یوسیند سته چی په ۱۹۷۲ میلادی کال یی د جوړښت او پیدا یښت زمینه برابره سوېده . دا سیمه د سیلاس ابرهام  په نوم یاده سویده.د دې سیند له منځه د کال په هر موسم کی د متان ګاز پورته کیږی. د همدې ګاز له امله د اوبو په منځ کی داسی د  بړبکیو پر له پسې لړی جوړیږی چی یو له بل سره تړلی او مښتی وی.د ېمی په موسم کی دا اوبه یخ وهی او بړ بکی یو د بل تر ځنګ ځای نیسی.
 

اور غورځونکی تالنده او بریښنا:
په ځینو اورغورځونکو سیمو کی د اور غورځونی سره سم تالنده او بریښنا یوځای کیږی چی حیرانونکی بڼه پیدا کوی . پوهان په دې باور دی چی بریښنا او تالنده د د وړو ډبرو د یوبل سره د لګیدلو له امله تولیدیږی . دې بریښنا او تالندی ته توندر ستورم (  Thunderstorm ) وایی. دې منظرې ته یو شمیر سیلانیان په مینه او لیوالتیا ځان رسوی.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006