دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
توریزم او په هوټلونو کی د غذایی توکو مینو

 

توریزم او په هوټلونو کی د غذایی توکو مینو

د غذایی توکو او خوړو د مناسب پلورلو لپاره منو مهمه وسیله ده . پخوا زمانو کی به  شاهی  او اشرافی کورنیو د خوراک ځښاک لپاره منو کارول .په عامو ولسونو کی د منو کارول دود نه وه ، داسی بریښی چی تر ټولو پخوانی منو د مصری فرعونیانو له لوری کارول سویده . په ۱۹۲۲ میلادی کال ویلم کرستال د مصری اهرام په یوه برخه کی د خوراکی توکو او خوړو لپارپه یوه لیکل سوې منو کشف کړل . په دې منو کی چی د یوې ستر میلمستیا لپاره تر تیب سوې وه د مستو ، د جواروسوپ  په دوهمه برخه کی اصلی غذا لکه کباب ، د وزې غوښی او نور په دریمه برخه کی د شاتو جوړ کیک ، تازه خرما ، انار او نور ی میوې لیکل سوی دی . 
په اروپایی هیوادونو کی د منو دود د شپاړسمی پیړی را وروسته څرګند دی ، دوک هنر به ۱۵۴۱ میلادی کال د هغو خوړو لیکل سوی لست په لوړ اواز لوستی چی خوښیدل به یی او په دې ډول یی د خوړو څخه خوند اخستی . خو هغه مهال به منو د میز پر سر د تنظیم ورسته ویشل کیدل ، دا د دې لپاره چی د خوړو څخه د ګټه اخستونکو لپاره مالومات وړاندی سیاو په دې دول د میز پر سر د توزیع سویو خوړو څخه خوند واخلی .
فرانسویانو ورو ورو دا دود بدل کړ په رستورانت او میلمستونونو کی به یی د لرګیو د تختو پر مخ د هغو خوړو نومونه لیکل چی په هغه رستورانت کی به پخیدل  او مشتریانو ته به وړاندی کیدل . دا دود هم د زمانې په تیریدلو بدل سو او د  نولسمی  پیړی په ورستیو کی به  د هر میز او حتی هر میلمه لپاره بیله مینو جوړول  او یا به یی جوړه سوې مینو د میز پر سره تر خوړو وړاندی توزیع کول . 
د غذایی توکو بشپړه مینو چی په میلمستونونو کی هر میلمه ته د منلو وی نه سی  پیدا کیدلای . د دې لامیل دا دی چی د غذایی تو کو مینو د هیوادونو د جغرافیایی ، کلتوری ، دینی او سلیقه یی ارونو تر اغیزی لاندی وی. د دې سره سره یو شمیر معیارونه سته چی د نسبتا واحدی مینو پر تر تیب اتفاق وسی. د مینو پر ترتیب اتفاق کیدای سی خو د خوراکی توکو پر یووالی اتفاق شونی نه دی. د بیلګی په توګه  ، کولای سو چی د ځښلو او خوړلو لړی وټاکو خو دا نه سو ټاکلای چی کوم خواړه دی وخوړل سی. او کوم څه دی وځښل سی. په همدې لړ کی د یوې نسبتا منطقی مینو د تر تیب بیلګه وړاندی کوو.
۱ - تر ‌ډوډ‌ی وړاندی (  Voorgerecht)
تر ډوډی وړاندی معمولا اشتها راوړونکی خواړه لکه د سوپ بیلا بیل ډولونه ، د سلاتې  ( سلاد ) بیلا بیل ډولونه د وریجو اوبه او نور .
۲ - ډوډی  اصلی خواړه (Gerecht  )
هغه خواړه چی د مړیدلو لپاره پخیږی . په ددې ډول خوړو کی د غوښو څخه د کبابونو بیلا بیل ډولونه ، د غوښو څخه د قورمو بیلا بیل ډولونه  چی د سابو او سبزیجاتو خواړه ورسره وی، د حبوباتو بیلا بیل خواړه ، د وریحو څخه  پاخه  سوی  بیلا بیل پلوونه او داسی نور.
۳ - تر ډوډی وروسته (     Nagerecht      )
زیات شمیر وکړی په مینو کی تر اصلی خوړو وروسته هغه خواړه غواړی چی د حجم له اړخه لږ وی .د شرینو خوړو  هیله کوی. په دې لړ کی د فیرنیو بیلا بیل ډولونه ، ایسکریم ، د ځښلو لپاره  د اوبو  او څښاک بیلا بیل ډولونه او نور .
 د یادولو ده چی تر ډوډی وړاندی خوراک  د ډوډی اصلی مینو او تر ډوډی ورسته ځښاک بیلا بیل نومونه او ډولونه لری چی د هیوادونو ، او ولسونو د کلتور او محیط سره برابر وی دود او معمول ګرځی . د ولسونو اعتقادات ، د سیمی محیطی شرایط  اوټولنیز افتصادی وضعیت او نور اغیزمن اړخونه د میلمستونونو  او میلمنو لپاره مطلق او نسبی موانع ایجاده وی. د توریستی خدمتونو یوه خورا مهمه برخه همدا ده چی یاد سوی شزایط باید  د میلمستونونو او مسلمنو لپاره په پام کی ونیول سی. د توریزم د پراختیا او ودی لباره دا چاری خورا اغیزمنی دی، چی مرغات کول او پلی کول یی اړین دی.

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006