دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیانو د پام اړولو لاری

د سیلانیانو د پام اړولو لاری
سیلا نیان د ډیرو هیوادونو او سیمو د شونتیاو او توانمندیو خبر نه وی ، د دې لپاره چی په یوه کلی ، سیمه او هیواد کی د سیلانیتوب  وده وکړی ، تر تولو لومړی هڅه د هغه کلی ، سیمی او یا هیواد په اړه د اړینو تبلیغاتو او خپرونو اړتیا ده. ښایی یو شمیر ولسونه به د خپلو هغه کړو وړو په اړه د ځانګړتیا احساس ونه لری چی په ورځنیو چارو کی یی پلی کوی ، دا ځکه چی هغوی ته عادی بریښی په داسی حال کی چی د هری سیمی عادتونه او کړه وړه د بلی سیمی سره ورته نه دی. د کلیو ، سیمو او هیوادونو لپاره یوه خورا ارزښتمنه چاره د نندارتونونو جوړول او ریکلامول دی.
د نړی زیات شمیر هیوادونه د خپلو امکاناتو د څرګندولو او ښودلو لپاره په پر له پسې توګه نندارتونونه جوړوی او د منظمو پروګرامونو او مهال ویشونو سره یوځای یی د لیری او نږدې سیمواو هیوادونو ولسونو ته خپروی او رسوی.د لته به د یو شمیر هیوادونو د نندارتونونو یادونه وکړو چی د توریزم د ودی او پراختیا په نیت یی جوړوی.
 د چین هیواد په بلا زمینه بیجن کی  (  beijing exhibition green  food 2014 ) د سابو څخه د خوړو جوړولو نندارتون
 
د دې نړیوال نندارتون موضوعات او مواد دسابو او ارګانیکو سبزیجاتو اړوندصنایع او تولیدات دی.د هغو سره د مهالونو پیژندنه او د تولید څرنګوالی ننداری ته ږدی.د۲۰۱۴ میلادی کال لپاره دا نندارتون اپریل میاشتی ۸- ۱۰ نیټه ټاکل سوې وه چی زیات شمیر لیدونکی یی درلودل. دا نندارذتون به هر کال یوځل جوړیږی. 
د ترکیی هیواد د حیواناتو د پاللو نندارتون  (exhibition viv turky  )
 
د ترکیی هیواد د استانبول په ایالت کی د حیواناتو د پللو او ساتلو  او د هغو د تولیداتو په اړه نړیوال نندارتون د ۲۰۱۵ میلادی کال  د جون میاشتی د ۱۱- ۱۳ نیټې دایریږی. په دې نندارتون کی په ترکیی هیواد کی د کروندګرو ، مالدارو او ښکاری ټولنو تولیدات او لاس ته راوړنی نندارې ته ایښودل کیږی.دا نندارتون به په استانبول ایالت کی جوړ سی. 
د متحده عربی اماراتو د خوږو جوړولو نندارتون (sweets & snacktec middle east )
 
د دې نندارتون موضوعات په منځنی ختیځ کی د شرینیو جوړولو مواد او تولیدات دی. دا نندارتون د متحده عربی اماراتو په پلازمینه  دوبی کی  د نوامبر میاشتی  د ۹- ۱۱ نېټې جوړ سو . په دې نندارتون کی د ډوډی د ډولونو ، د نقلو  او بیلا بیلو شرینیو بیلګی نندارې ته وړاندی سوې.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006