دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګی ټولنی د غمشریکی لیک

 

د سلام فرهنګی ټولنی د غمشریکی لیک

د حشمت خلیل تروریستی حمله په کلکه غندو

د نامتو زړور افغان او رښتنی سیاستوال حشمت خلیل کرزی تروریستی برید د افغان ولس پر روا او مشروعو هیلو برید بولو. دا چی د هر چا له لوری طرح سوی او پلی سوی وی. د افغانستان او انسان د دښمن په موقف کی یی شمیرو.
د سلام فرهنګی ټولنی او اړوندانو باور دادی چی : افغانستان د پیړیو هیواد دی ، افغانستان  واحد او نه تجزیه کیدونکی هیواد دی ، افغانستان د زرړه ورو افغانانو هیواد دی !
د حشمت خلیل کرزی وینه د دې هیواد ريښې او تنی ته توان ورکوی ، دښمنان دی پوه سی چی پر هر افغان تروریستی برید د دې هیواد د رښتینو زامنو لپاره په حقیقت  د  پوهیدلو او د غلیم پر ضد د را پاڅیدلو بڅرکی دی .
ای د افغانستان دښمنه !  نور به د ی تورمخ په تیاره کی پټ پاته نه سی. او د هر افغان د وینی هر څاڅکی به ستا پر مخ یوازی د وینو سور رنګ نه بلکی د ناسور داسی  زخم سی چی درمل به نه لری .
موږ یو ځل بیا د خپل شهید  حشمت خلیل کرزی روح ته د عا کوو او وایو چی ای لویه خدایه (ج) اود مخلوقاتو ستر څښتنه ! د دې هیواد د شهیدانو د پاکو ارواحو په برکت د دې هیواد دښمن په خپل سخترین عذاب کی وپیچه او د دوزخ تاوده تنورونه یی په بد ذ اته هډوکو تاوده کړه .
امین یارب العالمین
د سلام فرهنګی ټولنی مرستیال
عتیق باوری
هلند - اسن
۲۰۱۴-۷-۳۰ 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006