دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د مرحوم غبار د مړینی ۳۶ شپږدیرشم کال. ( دلوه ۱۶ /۱۳۵۶ )

 

د مرحوم غبار د مړینی ۳۶ شپږدیرشم کال. ( دلوه ۱۶ /۱۳۵۶ )

 

مير غلام محمد غبار : ( ١٢٧٦___ ١٣٥٦ لمريز کالونه )زموږ په ټولنه کي د غبار نوم د(( افغانستان در مسير تاريخ )) سره يو ځای ياديږي ،خو مير غلام محمد غبار سربيره پر دې چي په هيواد کي د يوه نامتو مورخ په توګه پيژندل سويدۍ ، دهيواد په سياسي چاپير يال کي يې هم د يوه سياست پوه او ټولنپوه په توګه هڅونکي کارونه کړيدي . مرحوم غبار د ژوند په بيلا بيلو پړاونو کي د اداري چارواکی څخه بيا تر سياسي او ټولنيزو هڅو پوري خپل ذکاوت ازمويلي او په پوره بري سره يې په سياست کي د سياسي ګوند دلارښود تر کچي رسيدلۍ او په ټولنيز وهڅو کي يې ملي شوراته د خپل اولس استازيتوب ګټلۍدۍ ، د دې تر څنګ يې د خپل نوښتګر او ځواکمن قلم په مرسته د هيواد عمومي تاريخ او هم يې د هيواد دتاريخ يوشمير نورپړاونه او دورې څيړلي ،ليکلي او خپاره کړيدي .
مرحوم غبار د هيواد ديوه نامتو مورخ په توګه تر لسو ( ١٠ ) زيات تاريخي کتابونه تاليف کړي ، په لسګونو تاريخي او سياسي مقالې يې ليکلي او په زياتو سياسي او ټولنيزو محفلونو کي يې د يوه مورخ ، سياست وال او اديب په توګه کارنده ونډه اخيستې ده .د تاريخي نامتو اثارو څخه يې د بيلګي په توګه : افغانستان در مسير تاريخ ( دوه جلده ) تاريخ افغانستان به يکنظر ،تاريخ احمد شاه بابا ، تاريخچه مختصر افغانستان او يوشمير نور يادولای سو . هغه تاريخ چي مرحوم غبار يې د شهرت لوړو پوړيو ته ورساوه (( افغانستان در مسير تاريخ )) نوميږي . نوموړۍ اثر د دوو ځانګړتياوپر بنسټ نامتو سو ؛ لومړۍ داچي د عمومي تاريخ په څير تدوين سوۍ خو د هيواد د معاصر تاريخ برخه يې زياته ده ، دويم داچي د هغه وخت د مروجو کيڼو لید لوری او سياستونو پر بنسټ ليکل سويدۍ .
مرحوم مير غلامحمد غبار د هيواد دتاريخ بيلا بيلي برخي څيړلي او بيا يې په ښکلو او لورۍ ورکونکو ادبياتو د خپريدو لپاره چمتو او وړاندي کړيدي . مرحوم غبار د خپل ځانګړي سبک له مخي د تاريخ هغه برخو ته زيات پام درلود چي د خپل نړۍ ليد لپاره يې ګټوري ګڼلي دي . په تاريخ ليکنه کي يې د (( د سيمه ايزه امکاناتو )) دمکتب پيروي کړۍ او د تاريخي څيړنو بنسټ يې پر (( تحليلي )) روشونو ولاړ دۍ . د هغه نامتو تاريخي اثر (( افغانستان در مسير تاريخ )) د تدوين او تاليف څخه بريښي چي د افغانستان په تاريخ کي د مرحوم غبار د خوښي وړ پير د دې هيواد معاصر او نوۍ تاريخ پيرونه دي .
ستر څښتن (ج) دی فردوس جنت ور په برخه کړی امین

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006