دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پوهاند حسنیار د مړینی له امله غم شریکی

 

د پوهاند حسنیار د مړینی له امله غم شریکی


شرین عمر دی تیریږی دریغه دریغه
خوشحالخان خټک

د پوهاند داکتر حسن یار د مړینی د خبر په اوریدلو می ټولی هغه ورځی چی پوهاند حسنیار می په زراعت پوهنځی کی لیدی او بیا چی د کابل پوهنتون دریاست د دندی پر مهال  او بیا چی یی د لوړو زدکړو د وزیرپه توګه  دنده درلوده  د سترګو په رپ کی را یادی او د ذهن پر پرده لکه د یوه جوړ سوی فلم تر تیب سوی صحنې یو په بل پسې تیری او واوښتې . دا ټوله د څو ثانیو خبره سوه او ورسره سم می دا و ویل چی الله پاک ( ج) دی فردوس جنت ور په برخه کړی . انا الله انا الیه راجعون .
ټول ژوندی به د مرګ پر لور ځی ، پوهاند داکتر حسنیار هم د نورو تللو پر قدم ،قدم کښیښود او زموږ نیمګړې نړی یی را پریښوده ، خو هغه څه چی د یوه متوفی تر مړینی وروسته سمدستی یادیږی او د ژوندیو په ذهن کی را ګرځی  ، هغه د متوفی کړه وړه او د هغه سره تړلی یادونه دی. لږ تر لږه زه همداسی یم . د هر یوه پیژاند د مړینی د خبر تر اوریدلو می سمدستی د هغه ټولی خاطرې را یادیږی او دا د کلونو پیښی یوازی په څو لنډو ثانیو کی را یادی او تیری سی.
د حسنیار سره می پیژندنه د شپیتمی لسیزی په کالونوکی وسوه . هغه مهال چی استاد حسنیار د زراعت پوهنځی استاد وو او زه په ټولنیزو علومو کی ، د پیژند ګلوی تړاو مو د کابل پوهنتون د کتلاک  لیکل وه چی د هغه کتاب د لیکلو مشری زموږ د دیپارتمنت مشر پوهاند ولی محمد رحیمی کوله او زه د اسیستانت په توګه ورسره مل وم . د پیژندنی دا لړی تر هغه مهاله وساتل سوه چی استاد د تنظیمی جګړو پر مهال د کا بل پوهنتون ریس وټاکل سو او تر هغه مهاله چی د طالبانو د واکمنی پر مهال یی ښاغلی مولوی روحانی یی ځای ناستی سو او بیا تر هغه چی په امریکا متحده ایالاتو کی میشت سو او بیا  په هیواد کی د نوی  روان سیاسی پیر  پر مهال د لوړو زدکړو وزیر و ټاکل سو . د دې ډیرو کالونو را پاتی ډیر یادونه سته چی لیکل یی اړین دی ، خو پر  بل مناسب مهال اوس یوازی همدا چی الله پاک ( ج) دی وبخښی  امین یا رب العالمین 
رسول باوری 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006