دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیتوب خدمتونه ( توریستی خدمتونه )

 

د سیلانیتوب خدمتونه ( توریستی خدمتونه )


سیلانیتوب د یوه نوی بوختیا او مخ پر ودی صنعت  په توګه د بیلا بیلو چارو او هڅو ټولګه ده . کله چی د سیلانیتوب یادونه کوو په حقیقت کی د هغو ټولو چارو او بوختیا یادونه ده چی د دې صنعت سره تړلی دی. د بیلګی به توګه  د میشت ځایونو اسانتیاوی ، میلمستونی چاری ، ترانسپورتی وسایل ، اسنادی اسانتیاوی او داسی نور . د دې ټولګی هر برخه بیا د ځانګړو چارو یو د بل  سره تړلی بوختیاوی دی. د دې لپاره چی د سیلانیتوب دا ټولګه په بوره توګه وپیژنو ، اړینه ده چی هره برخه یی په لنډه توګه معرفی کړو.
لومړی : د میشت ځایونو خدمتونه ؛ 
هوټلونه ، کاروانسرایونه ، تم ځایونه ، کرایی کورونه او د میشت ځایونو نور ډولونه چی د سیلانیانو د هوساینی او اوسیدنی لباره ځانګړی سوی وی ، د سیلانیتوب لپاره د خدمتونو هغه برخه ده چی نه درلودل یی سیلانیتوب نیمګړی کوی او حتی د سیلانیتوب مفهوم له منځه وړی. دهوټلونو دود له ډیری مودې راهیسی سته . هوټلونه هم د انسانانو د نورنوښتونو په څیر د زمانې په بهیر کی بدلون منلی او د ودی لاری یی وهلی دی. هوټلونه د هدف ، ډول ، موقعیت ، اسانتیاو او نورو اړخونو له پلوه په پر له پسې توګه بدل سویدی.
انسانانو د بیلا بیلو غوښتنو او اړتیاو له مخی د یوې سیمی بلی ته د تلو راتلو زمینې برابری کړی او د همدې چارو د سمون لپاره یی وړ او مناسب شرایط کارولی دی. د اړتیا پر بنسټ د یوې سیمی بلی ته تللی ، د سوداګری او را کړی ورکړی په نیت یی بیلا بیلو سمو ته تله راتله کړیدی، د نویو سیمو د لیدو کتو لپاره یی سفرونه کړیدی او په دې ډول نور لامیلونه وه او سته چی انسانان د یوه ځایه بل ته اړ باسی.دا تله راتله  د یوې بلی اړتیا زمینه برابروی ، او هغه د مسافرینو لپاره د اوسیدلو موقتی ټاټوبی دی، دا ډول ټاټوبی د زمانې په لمن کی په بیلا بیلو نومونو یاد سویدی، د لویو لارو پر سر د مناسبو سیمو ټاکل  چی کله د کاروانسرای ، تم ځای ، اطراقګاه او نورو نومونو یاد سویدی.
ښایی د لومړی ځل لپاره د هوټل نوم  په سویس هیواد کی کارول سوی وی  ( مدیریت ګردش ګری ص :۷۷ )، په داسی حال کی چی د هوټل په څیر د ټاټوبو فعالیت لا پخوا  پیل سوی وو. یو شمیر د هوټل د نوم ریښه د فرانسوی یاده سویده  ( hôte     ) چی د کوربانه مانا لری را پیل سویده .د هوتل کلیمی څخه د فرانسویانو موخه  هغه ودانی وې چی ډیر لیدونکی یی درلودل . کله چی دا کلیمه انګلیسی ژبی ته راغلل ورسره یی د موخی او مانا لوری هم بدل سو . دا نوم ورو ورو نورو ژبو ته هم نقل سو او اوس هوټل هغو ودانیو ته ویل کیږی چی د مسافرینو لپاره د اوسیدلو تولی اسانتیاوی لری .
هوټلونه د نوعیت او  کیفیت له مخی  په ډولونو ویشل سویدی. په دې برخه کی لومړی د نوعیت پر بنسټ د هوټلونو درې  بیلګی یاد وو. 
۱ -  موتل : (  Motel: ) د موتل کلیمه د دوو کلیمو تر کیب دی  ( موټر او هوټل ) دا ډول هوټلونه معمولا د ښاری ناحیو بهر واقع وی . د دې هوټل یوه ممیزه دا ده چی مسافر او سیلانی کولای سی خپل موټر د خپل اتاق مخ  پارک کړی. د دې هوټل یوه بله ممیزه دا ده چی د هر ډول تشریفاتو  بهر وی. سیلانی د اتاق کلی د ریسپشن څخه تسلیموی او ورکړل سوی اتاق مخامخ ورځی او د بل چا د مرستی پرته په خپله طبعه تنطیموی .
۲ -  پنسیون هوټل : (  Hotel Pension   )
دا دول هوټلونه په ښاری سیمو او او د ښار اړوندو حوطو کی وافع وی . د دې ډول هوټلونو یوه ممیزه دا ده چی د خپلو مسافرینو او سیلانیانو لپاره خوراکه او د څښلو اړتیا وړ توکی برابروی او میلمانه مکلف دی چی پرخبل وخت د سهارنی ، غرمنی او ماښامنی لپاره ټاکلو ځایونو ته ورسی. دا ډول هوټلونه د بهر میلمانه نه منی او غذا د خپلو میلمنو په اندازه تهیه کوی او د ډوډی خوړلو سالون یی د خپلو اتاقونو په تناسب جوړ سوی وی. په دې ډولو هوټلونو کی د مطالعې سالون د تلویزون لیدلو ځای ټاکل سوی وی. او یوه بله ځانګړنه یی دا ده چی میلمانه باید د هغو اصولو مراعات وکړی چی د هوټل له لوری تر تیب سوی وی، د بیلګی په توګه  میلمانه باید د شپې له خوا تر یوه ټاکلی مهاله د هوټل دروازه پرانیستې وی او میلمانه باید پر ټاکلی مهال په هوټل کی وی .

۳- اپارتمانی هوټلونه (  Apartment Hotel  ) د میلمنو او سیلانیانو د منلو لپاره ځانګړی ځایونه دی . داډول هوټلونه په زیاتو برخو کی د عادی هوټلونو سره توپیر لری ، د دې ډول هوټلونو یوه ځانګړنه دا ده چی د کور په څیر ټول وسایل او تجهیزات لری . د بیلګی په توګه د اشپزخانی سره مل تول د اشپزی وسایل سته ، د خوب اتاق لپاره ټولی اړتیاوی لکه کټ ، زینتی الماری ، د لباس الماری او نور موجودی وی. دا ډول هوټلونه زیات یوه کرایی کور ته ورته وی . دا ډول هوټلونه د زیاتو سهلتونو سره مل وی او په زیاتو حالاتو کی یی کرایه هم تر نورو هوټلونو ټیټه وی . هر مسافر او میلمه یا سیلانی دا اپارتمان داسی ګڼی لکه کور . په دې ډول ټوله هغه تجهیزات چی په یوه کور کی اړتیا ورته وی ، د اپارتمانی هوټل لپاره تهیه کیږی .
هوټلونه د کیفیت له مخی  :
د کیفیت له مخی د هوټلونه پنځه ډوله لری  . دا ډولونه د ستورو په نوم یادیږی . پنځه ستوری هوټلونه  د هغو معیارونو پر بنسټ  ویشل کیږی  چی د هوتلداری په څانګه کی پیژندل سویدی . د بیلګی په توګه  تسهیلات  ،اړتیا او خدمتونه  هغه معیارونه دی چی د کیفیت له مخی د هوټلونو پیژنده اسانه کوی .
۱ -  دوه ستوری لرونکی  هوټل :
پاکوالی ، منظم والی او په چارو کی ترتیب د هوټلونو تر منځ د ستورو ویش یقینی کوی .  د دوه ستوری لرونکی هوټل لپاره د هوټل مناسب دیکور، د رنګه تلویزیون د ګټی اخستنی شونتیاوی. د وعده سویو  خوراکی توکووړاندی کول ،د لامبو  حوض د رسنیو ( ورځپاڼه ، اونیزه ، مجله او نور ) باید د هوټل په داخلی دروازه  او یا ټاکلی سالون کی موجود وی . د هوټل  په دننه کی د شاور موجودیت ، د تفریح لپاره مناسب ځایونه ولری . د روزل سویو کارکونکو شتون  اود دې ټولو یادو سویو ممیزاتو لرل د دوه ستورو لرونکیو هوټلونو لپاره معیار ګڼل کیږی .  
۲ - درې ستوری لرونکی هوټل : په درې ستوری لرونکی هوټل کی  خدمتونه په بشپړه توګه وړاندی کیږی  او د هغو مدیریت کیږی .  دا ډول هوټل په یوه داسی موقعیت کی واقع وی چی د لیدو او ترصد ښه منظرې ولری  . د لوړ نظافت ،  ښکلی ډیزاین  مرکزی سالون ، د کیفیت لرونکی موبل ، د تهویی منظم سیستم ، فرش سوی اتاقونه ،د هوا ثبات  او کنترول ، د پاکیزه حمام او دهغه لپاره اړین وسایل ، د پذیرایی او خوب اتاق ولری ،د هوټل لپاره د خدمتونو اړین مهال ویش ،د تلفون شتون ،یو مناسب رستورانت ،د لامبو مناسب حوض ، سونا ، ګلف  ، د تفریحی چارو امکانات ، د موتر لپاره پارکینګ  او د هغه پارکینګ لپاره ساتونکی ولری .
۳ -  څلور ستوری لرونکی هوټل :
دا ډول هوټلونه د دې سره - سره چی ټول خدمتونه وړاندی کوی ، د یوه نوم او هویت لرونکی هم وی .  د میلمنو د هوساینی او راحت لپاره د هوټل کار کونکی مکلفیت لری دا به مودب  او روزل سوی  کار کونکی وی . د دې برسیره  نور ممیزات هم باید ولری . د اتاق سمون ته زیاته پاملرنه  کوی ،د هوټل طراحی په جالبه توګه تنظیم سوې وی ، د هوټل  چاپیریال  په  ښکلو انځورونو او نقاشیو ډیکور سوی وی ،  کارکونکی په مناسب لباس ملبس وی ، ځانګړی دروازه وان ولری ، متخصص مدیریت ، د رستورانت عالی تجهیزات ،د خوراکی توکو بیلا بیل ډولونه ، د رسنیو لوړ خدمتونه  چی اتاقونو ته ورسیږی ، ټلویزیون  ولری ، اتاقونه چی پوره روښایی ولری ،راحته توشک او بالښت  او اضافه طوسونه  ،په حمام کی اړین  ارایشی توکی  ، د لاس و وچونی دستګاه ولری ،د ملیمنو لپاره د خوب ارام او راحت لباس ، د خوب لپاره اړینه روښنایی ،  د ترانسپورت اسانتیا ، د لامبو  ظریف حوض ، سونا  ولری .
۴ - پنځه ستوری لرونکی  هوټل : 
دا ډول هوټلونه په لومړی ردیف کی شمیرل کیږی.د دې ډول هوټلونو ټول قوانین او اول باید قابت وساتل سی. د پنځه ستوری هوټلد مهمو شرایطو لرونکی دی . معیاری دیکور او ډیزاین ولری . د یوه ځانګړی فردی زیار په مرسته د اتاقونو سمون او نظافت تر پر له پسې پام لاندی وی ،اتاقونه  د ښکلو منظرو او ډیکور سره ښکلی سوی وی. د مبل او دفتر ولری د  رستورانت ارامه او ډاډمنه فضا ولری ،امنیتی ساتونکی ولری  ، د ځلورویشت ساعته سرویس ولری ،روزل سوی کارکونکی ولری ، د سالون چاپیریال باید په لرغونو توکو مزین وی . د لیږد را لیږد وسایل ولری،په اتاقونو کی  یخچال او د څښلو توکی ولری ، د لباس  او ظریفه وسایلو پلورنځی ولری  ، د پنځه ستوری هوټل کارکونکی روزل سوی او د ځانګړی یونفورم لرونکی وی . دا کار کونکی د هر میلمه لباره د چارو  دښه تنظیم په اړه  مکلف دی .
د یوه مهم ټکی یادول په کا ردی چی د هوټلونو تر منځ ویش د ستورو په نوم د  لومړی ستوری څخه د تر پنځو ستوری پوری پړاونه لری ،په داسی څال کی چی د کاروانسرایونو او تم ځایونو درجه د لومړی څخه تر دریو پوری معمول سویدی . د کاروانسرایونو دریمه درجه تم څای د هوټلونو  د پنځه ستوری هوټبل سره برابر دی.
د هوټلونو نومونه :
تجارتى هوټل  یا Commercial Hotel
ښار ته څیرمه هوټل یا Sub-urban Hotel
ښاری هوټل یا Urban Hotel
سر پرانیستی هوټل یا Atrium Hotel
لوی هوټل یا  Meca Hotel
د غونډو هوټل یا Convention Hotel
د هوایی ډګر هوټل یا Air port Hotel
د ډیری مودې میشتو میلمنو هوټل یا Lodging Type Hotel
د شپې ساعتیری هوټل یا Night Clup Hotel
ځانګړی  لکس هوتل Super Lux Hotel
د پذیرایی لرونکی اتاف هوټل یا  Suite Hotel
د لاندنیو کوټو لرونکی هوټل یا  BungalowSuite Hotel
د لاری پر سر هوټل یا  Motel
دارزان بیه هوټل یا  Budget inn
تفریحی هوټل یا  Resort Hotel
اپارتمانی هوټل یا Apartment Hotel
شریک هوټل یا Condominium Hotel
پانسیون هوټل یا  Boarding House
میلمستون  یا Guest House
مسافرخانه یا  Hostel
خوب ځای یا  Dormitory
کازینو هوټل یا  Hotel Cazino
په هوټلونو کی د اتاقونو نومونه 
اداری اتاق یا  Office Suite
کنفرانس اتاق یا Conference Suite
وړوکی اتاق یا Mini Suite
معمولی اتاق یا  Junior Suite
دو لوکس اتاق یا  Deluxe Suite
دوبلکس اتاق یا  Doublex Suite
د مهمو میلمنو اتاق یا  Vip Suite
مجلل اتاق یا  Imperial Suite
پټ اتاق  یا  Pent house Suite
د عسل میاشتی اتاق یا  Fiesta Suite
د یوه تن اتاق یا  Single Suite
کابینا یا  Cabana
استودیو یا Studio
آپارتمان  یا  Apartement
بنگله یا Bungalow
لیری اتاق یا  Remote Function
اتاق په اتاق کی یا Connected Room
د بالکن سره اتاق یا  Balcony Room
د خصوصی حمام لرونکی اتاق  یا  Room With Private Pool
د میلمستیا اتاق  Banquet Room
د کورنی لپاره اتاق یا  Family Room
کورنی لپاره ځای  یا  Family Units
معمولی اتاق د حمام سره یا  Room With Bath
د ځنګل پرلوری کړکی لرونکی اتاق  یا  Woods View Room
د ناستی اتاق د سالون سره یا  Parlor

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006