دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
سیلانیتوب او چاپیریال

 

 
سیلانیتوب او چاپیریال

 

د سیلانیتوب له مهمو هڅونکو لامیلونو یو هم چاپیر یال دی ، سیلانیان د هغو سیمو لیدو کتو ته زیاته لیوالتیا ښې چی زړه راکښونکی وی ، هغسی چی  چاپیریال ډولونه لری  د هغو غوښتونکی هم بیل بیل دی . یو شمیر سیلانیانو ته هغه چاپیر یال په زړه پوری وی چی  په بشپړه توګه یی طبیعی بڼه ساتل سوې وی . یو شمیر بیا هغه چاپیریال ته ارزښت ورکوی چی انسانی فکری ظرافتونه پکښی کارول سوی وی. ځینو سیلانیانو ته د سیندنو څیرمه ریګینی او شګلنی سیمی خوند ورکوی او ځینو ته بیا د سیندونو څیرمه ځنګلی او په شنو بټو پوښلی سیمی خونده وری وی . یو شمیر سیلانیان بیا د غرونو لمنی او یا د غرونو برسر څارونکی سیمی خوښوی او یو شمیر بیا د ښکلو ښارونو او حیرانونکو ودانیو لیدل او یا د تاریخی ابداتو او لرغونو سیمو او د هغوی پر بنسټ د جوړ سویو موزیمونو ننداری په زړه پوری ګڼی ، په دې ټولو سیمو او ټاټوبو کی یوه ورته او یو شان روحیه  د سیلانیانوتر منځ سته او هغه د چاپیریال پاکی اود نظافت شتون دی چی تول سیلانیان یی په هره سیمه کی خوښوی .
د سیلانیتوب یوه ناوړه اغیزه د چاپیر یال ککړتیا ده . دا ککړتیا د هغو کړو وړو زیږنده وی چی د سیلانیانو له لوری کیږی. سلانیان ، په یوه سیمه کی اوسیږی ، خوراک څښاک لری ، د راحت او استراحت توکو ته اړتیا لری او هغه د غوره سوی ټاټوبی په کارولو سر برابروی . سیلا نیان د یوې خوا د خپلو مالی مصرفونو په وسیله د غوره سویو ټاټوبو د اوسیدونکو سره مرستندوی ګرځی او سیمه ایزو وګړو د خدمتونو په بدل کی مالی ګټی وړاندی کوی ، خو همدا سیلانیانو بیا د همدې چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځی . د سیلانیتوب نړیوال سازمان د خپاره سویو لاسوندونو پر بنسټ  حکم   کیږی چی سیمه ایزی ادارې باید د هغه عاید زیاته برخه د سیمی او چاپیریال د ساتنی او نظافت لپاره مصرف کړی چی د سیلانیانو او سیلا نیتوب له لوری سیمی ته را وړل کیږی .( د سیلانیتوب نړیوال سازمان د ۱۳۸۲ لمریز کال پریکړه لیک )
د شک پر ته د یو شمیر سیلانی نامتو سیمو ککړتیا د سیلانیانو په وسیله سویده چی د سیلانیانو تر ورتللو وړاندی د پاکی او نظافت بیلګی ګڼل کېدلې. د دا ډول سیمو یو هم د مدیترانیې هغه ریګینی او شګلینی غاړی دی چی اوس د پلاستیکی بوتلونو ، شیشه ایی پارچو، تیکه یی ټوټو او نورو ناپاکیو په وسیله ناولی سویدی. د همدې امله د سیلانیتوب څانګی پوهان په دې باور دی چی د سیلانیتوب د ودی او پر مختیا سره سم د چاپیریال ساتنه اړینه ده . هغه هیوادونه چی د سیلانیتوب لپاره د ودی او پراختیا منظم پلانونه لری هغوی هم د چاپیریال ساتنی ته پام کوی او هم د سیلانیتوب ودی ته پاملرنه .
د هیوادونو په اداری تشکیلاتو کی د وزارت او یا د وزات مرستیال تر بریده مقاماتو ایجادول  د همدې لپاره دی چی د دې دو متقابلو لوریو تر منځ تناسب او د ودی لاری چاری تر تیب او پلی کړی. د سیلانیتوب د عواید معینه برخه باید پر هغو چارو ولګیږی چی د چاپیریال ساتنی لپاره اړینی دی. د طبیعی چاپیریال ساتنه ، پاکوالی ، د پاکو خوراکی موادو کارول ، پاکی جامې ، پاک هوټلونه ، او د هغو پاک وسایل دا ټوله هغه چاری دی چی  هم د چاپیریال د ساتنی لپاره اغیزمنی ګڼل کیږی او هم د سیلانیانو د را خپلولو او را ماتولو لپاره ګټور واقع کیږی.         
نور بیا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006