دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیتوب سیاسی اغیزی

 

 

د سیلانیتوب  سیاسی اغیزی

د دې سره - سره چی سیلانیتوب سیاسی حرکت او خوځښت نه دی ، خو د ټولنو تر منځ او په ټولنه کی د سیاسی ثبات   د زمینه جوړونکی عامل په توګه  منلې او ځانګړې اغیزه لری . دا اغیزه عمدتا دوه اړخیزه ده  ، د یوه اړخه د عاید په زیاتولو کی ونډه لری چی د سیاسی ثبات لپاره مهم عنصر دی.  همدا ډول  د سیلانی میشتیدل په روانی برخه کی د سیاسی ثبات د شتون په مانا دی . د دوهم اړخ  اغیزه په مخامخ او څنګزنه توګه  د سیلانی د اصلی ټاټوبی او د سیلانی د لنډی مودې د ټاټوبی د وګړو تر منځ د سیاسی باور او یو پر بل د ډاډ عامل ګرځی .
د سیلانیتوب وده د سیاسی ثبات سره تړلی دی . څومره چی د سیاسی ثبات کچه لوړه وی په هغه تناسب د سیلانیتوب  د ودی کچه لوړه وی ، خو دسیلانیتوب وده په خپل وار د سیاسی ثبات د پایښت زمینه برابروی. همدا لا میل دی چی د سیاسیونو په پلانونو او کاری اجنداو  په خورا مهمه برخه کی ځای لر ی.د امریکایی نامتو ژورنالیست  ویلیام دی پاترسون په باور :  سیلانیتوب د  نړیوال سیاسی ثبات د پیدایښت  او پایښت په اړه اغیزمنه ونډه لری .په یو  شمیر  هغه  هیوادونو کی چی  د نظامیانو تر ګرټ لاندی دی او یا د  ملیت پالو ځواکونوله لوری اداره کیږی هغه  بیځایه ډار  چی  بهرنیو وګړو څخه یی لری ، په داسی حال کی چی د زیاتو ځواکمنو هیوادونوخاصتآ امریکا متحده ایالاتو  تلاښ دا دی چی د سیلانیانو زیات شمیر خپلو هیوادونو ته را مات کړی.
د یو شمیر سیاسیونو په وینا سیلانیان د سولی سفیران دی ؛ د دې وینا سیاسی اړخ دا دی چی د هغو هیوادونو تر منڅ د سیلانیتوب اړیکی وده کوی چی سیاسیون یی یو او بل ته د لاسنیوی نیت ولری ، او د دې تر څنګ سیلانیان د سیمو د لیدلو پر مهال د خپلو خلکو او ولسونو هغه دود هم په پوهیدلی او یا نابوهیدلی توګه د څان سره را وړی چی په خپل هیواد کی  یی ورته درنښت درلود. په دې ډول هغه سیاسی روحیه هم را لیږل  کیږی چی د سیلانی په هیواد کی واکمنه ده . سیلانیان د هیوادونو د لیدلو پر مهال د بیلا بیلو رښتینو حالاتو سره مخ کیږی ، دا حالات د یوې محرکی انګیزې په توګه د خپل اصلی ټاټوبی وګړو ته را نقلوی او د بیلا بیلو تبصرو او عکسل عملونو سره مخامخ کیږی .         
په نړیواله کچه  د سیلانیتوب  یو ه  سیاسی اغیزه دا ده چی د نړی سیاسیون یی دې ته وهځول چی په ۱۹۶۷ میلادی کال  د لومړی ځل لپاره یوه ورځ د سیلانیوتب  لپاره په ځانګړی توګه ونمانځی او له هغې نمانځنی وروسته هر کال  د سپتامبر ۲۹ نه ویشتمه ورځ د سیلانیتوب په نوم نماځل کیږی . دا ورځ  د یو شمیر هیوادونو د وګړو لپاره د یوه ملی جشن په توګه نمانځل کیږی . د همدې صنعت د لا زیاتولو او وده ورکولو په نیت د زیات شمیر هیوادونو په سیاسی تشکیلاتو کی د ځانګړی وزارت او یا د وزارت د مرستیال په کچه مقام لری .

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006