دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیتوب کلتوری او ټولنیزی اغیزی

 

 

د سیلانیتوب کلتوری او ټولنیزی  اغیزی

د انسان د پیژندنی او په انسان د پوهیدنی یوه بیړنی لار د هغه انسان کلتور پیژندنه ده . که د انسان فزیکی جوړښت د هغه انسان لپاره د پیژندلو لپاره اړین معیار دی ، د هغه کلتور پیژندنه هم د هغه انسان د پیژندلو لپاره اړین عنصر دی. که ټوله انسان د یوې سکې سر برابر وګڼو نو د دې سېکې یوه خوا به د هغه انسان فزیکی بدنه او د سېکې بل مخ به د هغه انسان کلتوری اړخ وی. د دې مهم اصل پر بنسټ د انسان د پیژندلو او د نورو ژوندیو موجوداتو سره د توپیر یوه ممیزه همدا کلتور دی .
د کلتور پوهانو په باور  که د لسو تنو کلتور پوهانو څخه د کلتور تعریف وغواړو ښایی په پایله کی به د کلتور لس تعریفونه ولرو . د دې مانا دا ده چی کلتور ډیر اړخیزه مفهوم او  پراخ بنسټه پدیده ده . کلتور هسی چی د یوې ټولنی د وګړو تر منځ ارزښتمن دی هماغه ډول په نړیواله کچه ارزښتمن دی. د همدې ارزښت پر بنسټ دد نړی زیات شمیر وګړی په دې هڅه کی دی چی د نورو وګړو په کلتور او دود ځان پوه کړی  او  د نویو  ټولنو اوکلتورونو سره اشنا سی.
د سیلانی بلدتیا د نوی چاپیر یال ، وګړو او د هغوی د کلتورونو سره یو اړخیزه چاره نه ده ، داسی  چی سیلانی نوی ځای يا ټاټوبی وینی او یانوی کلتور پیژنی   ، همداسی د سیلانی څخه د دمحیط او سیمی وګړی د سیلانی  څخه  د هغه په زړه پوری  کړه وړه زده کوی . د یونسکو نړیوال سازمان څیړنو دا ښودلې ده چی د سیلانیتوب او فرهنګ تر منځ اړیکه دومره ژوره ده چی یوازی د همدې فرهنګی اغیزمنتیا په محدوده کی سیلانیتوب پیژندل کیدای سی.
یو شمیر کسان سته چی د سیلانیتوب اغیزه پر چاپیریال او هغو سیمو ناوړه ګڼی چی سیلانیان هغو ته ورځی او مراجعه کوی. د هغوی په باور سیلانیان چی نوی سیمی ته ولاړ سی ، هلته د سیمه ایز کلتور سر د نابلدی او په هغه د نه پوهیدلو له امله هڅه کوی چی د سیمه ایزو وګړو پام دې ته واړوی چی ګویا د هغوی کړه وړه ، د هغوی محصولات ، د هغوی خواړه ، د اوسیدلو ځای او لباس او نور ناوړه دی او هڅوی یی چی هغه بدل کړی . او د سیمی وګړی او اوسیدونکی هم د دې لپاره چی خپل محصولات و پلوری ، په خپلو کورونو کی د سیلانیانو په خوښه د هغوی لپاره د اوسیدلو زمینه برابره کړی ، او لباس هم هغه ډول تنظیم کړی چی د سیلانی  یا سیلانیانو خوښه وی ، په دې ډول د سیمی رښتینی کلتور په ناوړه توګه بدلون پیدا کوی چی دا د سیلانیتوب ناوړه اغیزی ګڼل کیدای سی.
هغه شمیر پوهان چی د سیلانیتوب ګټورو اغیزو ته پام کوی ، د یادو مسایلو په اړه مخالفه او یا برعکس مفکوره وړاندی کوی . د دې شمیر وګړو په باور لومړی دا چی له اره سیلانیان د همدې لپاره د سفر تر تیبات تنظیموی چی هغه چاپیر یال او هغه وګړی و وینی چی د خپل محط او خلکو سره یی تفاوت موجود وی. بله دا  چی د سیلانیانو موخه د نورو ټولنو او وګړو بدلون نه دی بلکی بنسټیزه موخه یی د تفریح او استراحت څخه د خوند اخستل دی . په داسی حالت کی دا شونې نه ده چی د سیلانی په ورتللو هغه چاپیر یال ، وګړی ، دود او کړه وړه ، خوراک پوښاک او نور دی ورسره بدلون وکړی ، تر دې لا مهمه خبره دا ده چی کلتور په انی او فوری توګه بدلون نه منی ، د کلتور بدلون یوه پر له پسې پروسه ده . د یوه سیلانی په ورتللو د سیمی کلتور نه سی بدلیدلای.
د سیلانیتوب څانګی پوهان په دې باور دی  چی د سیلانیتوب په مرسته د نړی د وګړو تر منځ د پیژند ګلوی تر ټولو ښه اړیکی منځ ته راتلای او تامینیدلای سی. دا ډول اړیکی په څرګنده توګه د انسانانو تر منځ اغیزمنی او ګټوری دی ، د یوه چاپیریاله به بل چاپیریال ته هغه مثبت او وړتیا لرونکی انسانی تجربې او لاس ته راوړنی ولیږل سی چی ټولنه او وګړی اړتیا ورته لری.  د ټولنیز بدلون لوری به هغه خواته برابر کړی چی د  انسانی ژوند سهولتونه پکښی تضمین سی . د سیلانیتوب یوه خورا مهمه او ارزښتمنه اغیزه هم دا ده چی انسانی ګټوری تجربې د همدې سیلانیتوب له لاری په خورا ښه توګه لیږدیدلای سی.
د سیلانیتوب ټولنیزی اغیزی هم خورا مهمی او ارزښتمنی دی. د سیلانیتوب له لاری د هیوادونو او په ځانګړی توګه د ولسونو او وګړو تر منځ د صمیمیت او دوستی فضا جوړیدلای سی.  د نړی د بیلا بیلو وګړو د لاس ته راوړنو په اړه د یوه ځانګړی مثبت لید لوری زمینه برا بریدلای سی.د سیلانیتوب له لاری د وګړو تر منځ هغه روحیه  غوړیدلای سی چی د مصیبتونو پر مهال  یو د بل لاسنوی وکړی او د خوښیو پر مهال یو د بل سره یو ځای خوشالی ونمانځی .
د نړی د هیوادونو او ولسونو وده او پر مختیا هغه مهال چټکه او ګړندی کیدای سی چی ټولنه او هیواد د نړیوالو سره دوستانه او نیکی اړیکی ولری. د داډول اړیکو لپاره سیلانیتوب تر تولو ښه او اغیزمنه لار ده . د بشری ټولنو مادی او معنوی لاس ته راوړنی د همدې سیلانیتوب په مرسته شهرت او نړیواله پیژندګلوی پیدا کوی، د نړیوالو مادی لاس ته راوړنو او نړیوال بشری او ټولنیز تاریخ یو او بل ته نږدې کیږی او په دې لاره کی سیلانیتوب اغیزمنه ونډه اخستلای سی.  کله چی د یوې سیمی وګړی د خپلو تاریخی ابداتو درنښت د نورو سیمو د وګړو په وسیله احساس کړی ، دا چاره به د سیمی اوسیدونکو ته پر خپل ځان دډاډ او باور زمینه برابره کړی ، او په دې ډول د سیلانیتوب صنعت د  ټولنو تر منځ ګټوری اغیزی پریږدی .
نور بیا
باوری  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006