دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیتوب یو شمیر تعریفونه

 

د سیلانیتوب  یو شمیر تعریفونه

د ارتور بورمن (Artur Borman   ) په باور سیلانیتوب د سفرونو هغه ټولګه ده چی د یو تن سیلانی لپاره د استراحت ،  تفریح ، تجارت او یا نورو بوختی ( شغلی ) چارو او یا په یو شمیر مراسمو کی د ګډون تلوسه  د دې لا میل سی چی خپل دایمی ټاټوبی د موقت وخت لپاره پريږدی ، دې ته سیلانیتوب وایی  خو دا څرګنده ده چی هغه څوک چی په پر له پسې توګه د یوه ټاکلی بوختیا لپاره د یوه ځایه بل ته ځی  د سیلانیانو په کټه ګوری کی نه شاملیږی .
د ټولنپوهنی د ارونو پر بنسټ سیلانیتوب  هغه ټولیزی غاړیکی دی  چی سیلانی یی د نوی ټاټوبی د وکړو سره په موقتی توګه جوړوی. پر دې تعریف د یو شمیر مسلکی انتقاد دا دی چی په دې تعریف کی د سیلانیتوب یوه اړخ او هغه هم د سیلانی او د نوی ټاټوبی د ګړو تر منځ اړیکو ته ورکول سویدی ، چی دا د سیلانیتوب د ټولو اړخونو بیان نه سی کولای .
 د سویس هیواد هغو اقتصادپوهانو چی  سیلانیتوب یی د خپلو څیړنو محوری برخه ګرځولې وه  په ۱۹۴۲ میلادی کال دد سیلانیتوب یو نسبتآ منلی تعریف مطرح کړ. په دې برخه کی د هونزیکر او  کراف  ( Hunziker- Kraph ) تعریف یادوو چی د هغوی په باور سیلانیتوب د هغو اړیکو ټولګه ده چی د یوه تن سیلانی سفر د خپل دایمی ټاټوبی څخه بل موقتی ټاټوبی ته د همېشنی بوختیا پرته  تنظیم سی.  دا تعریف د زیاتی مودې لپاره د سیلانیتوب د نړیوال سازمان او د سیلانیتوب  د مینه والو د پام وړ وګرځیدی.
د سیلانیتوب یو بل اقتصادی تعریف د مورګن روټ ( Morgenroth   ) له لوری وړاندی سویدی ، د نوموړی په باور  سیلانیتوب هغه مفهوم دی چی یو تن سیلانی خپلی فرهنګی ، شخصی او ژوندانه اړتیاوی د مصرف په کولو دهغه لنډ سفر په ترځ کی پوره کړی چی په موقت ډول خپل اصلی ټاټږبی د بل موفت ټاټوبی د لیدلو په نیت پریږدی . په دې تعریف کی زیاته پاملرنه د مصارفو لوری ته اوښتې ده چی د سیلانیتوب یو خورا مهم اړخ دی.
د سیلانیتوب نړیوالی ټولنی په یوه ځانګړی سیالي کی د سیلانی او سیلانیتوب د تعریف لپاره هڅی وکړې او د یوخ حامع او هر اړخیزه تعریف لپاره یی دا سیالی اعلان کړه . د دې سیالي په ترځ کی تر تولو مهم تعریف چی هر اړخیزه بریښی مطرح سو .د هغه تعریف پربنسټ  سیلانیتوب د ځاییی بدلونونو او  اوښتو نو هغه ټولګه ده چی پر بنسټ یی د انسانانو له لوری ځانګړی فعالیتونه تر سره کیږی . د سیلانی په عادی ژوند کی  دا بدلونونه  د سیلانیانو د غوښتنواو هیلو سره د سمون زمینه برابروی.
د یوه بل تعریف پربنسټ سیلانیتوب په پراخه پیمانه د مهالونو په توپیر په  پیلا بیلو سیمو کی د ګرځیدلو را ګرځیدلو هڅی دی. د اسلم مبارک دین  د دې اصل پر بنسټ چی ( سیر افاق وانفس ) یی ګڼی هم د سیلانیتوب سپارښتنه کوی ، د همدې اصل پر بنسټ چی الله ( ج) انسان ته د ځان پیژندنی توان او فکری وړتیا ورکړیده ، د دې پیژندنی یو مهم اړخ د خپل چاپیریال او تیرو مهالونو پیژندنه ده  او د سیاحت په نتیجه کی دا موخه په خورا ښه توګه تر لاسه کیدای سی ، هم د نورو مخلوفاتو سره مخ کیږی اږ هم د خبل نوع ( بشر )دد بیلا بیلو فرنګونو او دودونو په بیلا بیلو ډولونو پوهیږی او د ستر څښتن په وحدانیت یی د باور هوډ لا زیاتیږی.       
نور بیا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006