دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سیلانیتوب مهم ډولونه

 


د سیلانیتوب مهم ډولونه

د سیلانیتوب بیلا بیلو اړخونو ته په پام د دې صنعت مهمو ډولونو ته ځانګړی سر لیکونه او یا عنوانونه غوره کولای سو  د بیلګی په توګه انګیزه یی سیلانیتوب ، د ځانګړو سیمو سره د لیوالتیا سیلانیتوب ،  مهالنی او یا موسمی سیلانیتوب او داسی نور یادولای سو. د سیلانیتوب د بیلا بیلو ډولو نو لپاره عوامل یو ډول او یو او بل ته ورته نه دی، د هرډول سیلانیتوب لپاره عوامل او انګیزی بیلی دی . په دې برخه کی د سیلانیتوب  د مهمو ډولونو یو شمیر معرفی کوو :
لومړی ، انګیزه یی سیلانیتوب :
انګیزه یی سیلانیتوب هم بیل بیل ډولونه او شکلونه لری  د بیلګی په توګه  تفریحی سیلانیتوب ، روغتیایی او درمانی سیلانیتوب ،مذهبی او زیارتی سیلانیتوب ،تاریخی او کلتوری سیلانیتوب ،ورزشی سیلانیتوب او دا ډول نور .
- تفریحی سیلانیتوب : دا ډول سیلانیتوب  د هغو کسانو له لوری پلی کیږی چی د کال په ترڅ کی په پر له پسې کار او  کاری مصروفیتونو بوخت وی. دا ډول کسان هڅه کوی چی د کال ټاکلی تعطیلات په هغو سیمو کی تیری کړی چی مینه ورسره لری . د دې ډول سیلانبتوب یوه خورا مهمه برخه د سیلانی له لوری د ټاکل سویو مصارفو په تناسب د ځای ټاکل دی.
روغتیایی سیلانیتوب : دا ډول سیلانیان ځانګړو سیمو او ټاټوبو ته ځی . یو شمیر د هغو ګرمو سیمو  لیوال وی چی د روغتیا لپاره یی ګټور تمامیږی . د تودو سیمو ، معدنی تودو اوبو ، ریګنو سیمو ، خټینو ټاټوبو ته د تللو نیت کوی او بنسټیزه موخه یی د روغتیایی  ستونزو حل او یا لږ تر لږه د سیلانی لپاره په روغتیایی برخه کی داغیزمنوسیمو لیده کاته وی . دا سیلا نیان   د اړتیا پر بنسټ مصارف کوی.
مذهبی او زیارتی سیلانیتوب : یو شمیر وګړی د عقیدې پر بنسټ  بیلا بیلو سیمو او ټاټوبو ته سفرونه کوی ، دا ډول سیلانیتوب د اوږدې او لنډی مودی لپاره په هیواد کی دننه او یاد هیواده بهر سیمو د لیدلو لپاره تنظیمیږی. د نړی په بیلا بیلو لویو او وړو عقیدتی ګروپونو کی دا ډول سیلانیتوب معمول دی . په یو شمیر عقیدتی ډولو کی دا ډول سیلانیتوب ته په درنه سترګه کتل کیږی . د زیارتی سیلانیتوب  ټاټوبی څرګند او مهالونه یی هم تر زیاته بریده معلوم وی.
تاریخی او کلتوری سیلانیتوب : یوشمیر وګړی د خپل هیواد  دننه او یا نورو هیوادونو د تاریخی ابداتو او یا لرغونی توکو سره مینه  او د لیدلو لیوالتیا یی لری . د دې برخی سیلا نیان هم د نړی په بیلا بیلو سیمو کی د خپلی خوښی اثار او توکی لټوی او لیدلو ته یی د سفر  زمینه برابروی . دا ډول  سیلا نیانو ته د نویو کلتورونو او د بیلا بیلو سیمو د وګړو د کلتورونو ځانګړتیا او د هغو  لیدل  په زړه پوری وی .
سپورتی سیلانیتوب : دا ډول سیلانیان د بیلا بیلو سپورتی لوبو د پلویانو او مینه والو په توګه  د یوې سیمی بیلی ته سفرونه کوی . دا ډول سفرونه او سیلانیتوب معمولا د لنډی مودې لپاره وی . ریات شمیر دا ډول سیلانیتوب  د کال  فصلونو ته نه ځانګړی کیږی  ، خو یو شمیر داسی سپورتی لوبی سته چی د کال په ټاکلو فصلونو کی تر سره کیږی. د بیلګی په توګه د واورینی ځغاستی  ( سکې ) لوبی ، د ژمی  د فصل په یخو اوبوکی  لامبل  ، په سړو سیمو کی د کورونو جوړول او هلته ژوند کول او داسی نور .
نور بیا
باوری  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006