دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ستر لرغونپوه سریانیدی له نړی سترګی پټی کړې

 

لیکوال : رسول باوری

ستر لرغونپوه سریانیدی  له نړی سترګی پټی کړې
 
( ۱۹۲۹ - ۲۰۱۳  )


په نړی کی د يو شمیر نامتو لرغونو سیمو پیژندنه د هغو لرغونپوهانو د زیار له امله سویده چی د سپړنو ربړ یی ګاللی دی . د لرغونی مصر پیژندنه او فرانسوی لرغونپوه ماریت  د ایجن د لرغونو سیمو پیژندنه او شلیمین ،  بین النهرین  او انګلیسی لرغونپوه لیونارد وولی ، د سیند د حوزې مدنیت او انګلیسی لرغونپوه مارشال د چینی زیړ مدنیت او فی وینګ جون  او داسی نوری لرغونی سیمی او لرغونپوهان یو له بل سره یوځای یادیږی ، په افغانستان  کی  هم د سر یانیدی  او  طلاتپې نوم   سره تړلی دی . 
د شلمی پیړی د دوهمی نمایی تر ټولو زیات پیژندل سوی لرغونپوه سریانیدی ګڼل سویدی . دا شهرت د هغه زیار پایله ده چی نوموړی د خپل خورا ارزښتمن ژوند په ترځ کی ګاللی دی .   سریانیدی ته د هغه د علمی هڅو او د لرغونپوهنی په ډګر کی د ښو خدمتونو له امله  یو شمیر نړیوالو علمی ادارو او فرهنګی موسسو ځانګړی ستاینلیکونه او القاب  ورکړیدی . ددې ستاینلیکونو او القابو یو شمیر یی د ښاغلی داکتر لطیف بهاند په یوه لیکنه کی سته چی لنډون یی دلته را وړم :
(( ويكتور ايوانوويچ سريانيدي روسي لرغونپوه، د۱۹۲۹ كال د سپتمبر په درويشتمه د شوروي ازبكستان په پلازمينې تاشكند كې پيدا شوی و .په ۱۹۶۳ كال كې د تاشكند د دولتي پوهنتون د منځنۍ آسيا د لرغونپوهنې په څانګه كې داکتري دفاع كړې وه .په ۱۹۷۵ كال كې يې دویمه يا لوړه داكتري دفاع كړې ده.
د هغه د داكترۍ اثر (( افغانستان د وسپنې او برنجو په پړاوکې )) نوميده . د هغه د همدغې پوهې له كبله وه چې ويې كړای شول له خپلو افغاني او شوروي ملګرو سره په افغانستان کې تر خاورو لاندې د طلاتپې غږ واوري.د لومړې داكټرې نه وروسته يې دا څرګنده كړه چې لرغونپوهنه  یوه رښتينې ، ژوره او پوهنيز دريځ ته رسېدلې  پوهه ده. سریانیدی د یونان دانترو پالوجی  ټولنی  افتخاری غړیتوب درلود،دامریکا لرغونپوهنی   ټولنی علمی غړی وو .  د یونان دولت  څخه یی د علمی څیړنو په ویاړ دسروزرو مدال ګټلی وو،   د ترکمنستان  هیواد څخه یی د مخدومقلی  لوړ دولتی مدال تر لاسه کړی وو ،  د افغانستان  دولت هغه ته د سید جماالدین افغانی مدال لورولی وو اوپه دې ډول نور مدالونه او ویاړنی یی په برخه سوی وې . ))
سریانیدی  د خپلی پوهی تر څنګ یو شمیر داسی ځانګړنی درلودې چی  هغه ته یی د ویاړ دریځ ور په برخه کړی وو. ښایی ډیری داسی څانګړنی به وی چی  د نورو لرغونپوهانو د پام وړ به ګرځیدلی  وی خوزه په دې لیکنه کی  یوازی  د هغو ځانګړنو یادونه کوم چی زما له نظره ځانګړی او د درنښت دی .
لومړی : سریانیدی یوازی یو لرغونپوه وه ؛ هغه مهال چی سریانیدی په افغانستان  کی د طلا تپې په سپړنو بوخت وو ، د هیواد فضا بشپړه انقلابی سوې وه  شپه او ورځ به انقلابی ویناوی ، میټینګونه ، مارشونه   او انقلابی خبرونه لیدل کیده او اورول کیده . هغه مهال شونې نه وه چی رسمی او یا غییر رسمی غونډی دی د انقلابی ویناو پرته جوړه سی، خو د سریانیدی هغه غونډه ځانګړې وه چی په ۱۳۵۸ لمریز کال د وری په میاشت د افغانستان په ملی موزیم کی جوړه سوې وه .دې غونډ ته د خپل استاد پوهاند ضمیر ساپی په  لارښونه او   زما دوستان  او ملګری هریو ګلاب منګل (د هلمند پخوانی والی ) سید محمد ټینګار  ( اوس ،داکتر سید محمد ټینګار  د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی ریس ) رحیم سوګند  ( متوفی   )پژمان ( اوس په فاریاب پوهنتون کی  استاد )او یو شمیر نور ملګری چی نومونه یی  را نه هیر دی .  ټوله  یوځای ملی موزیم ته ولاړ و. دا لومړنی غونډه وه چی د هر ډول سیاسی وینا او انقلابی  تشریفاتوپرته پیل  او پای ته ورسیدل ، سریانیدی  خپله وینا د همدې ټکی پیل کړه چی ، زموږ سره یوه مزدور د طلا تپې لومړی آثار وموندل ... او په دې ډول یی د اثارو د سپړنو بهیر  حاضرینو ته وړاندی کړ.
دوهم : خپل مسلک ته سپېځلی و؛ سریانیدی په همدې کنفرانس کی د ټولو هغو اثارو یو په یو یادونه کول چی تر لاسه کړی یی وه .د آثارو د شمیر ، وزن ، شکل  او نورو ممیزاتو یادونه یی کول . هغه ته د آثارو تر پولی ارزښت د هغو آثارو معنوی  او هنری ارزښت زیات و،او د خپل بحث په هره برخه کی به یی حاضرین دې ته هڅول چی د آثارو هنری او معنوی ارزښت ته پام وکړی ، نه د هغو آثارو پولی او مادی ارزښت ته . د آثارو د توضیح پر مهال به یی ټول هغه ظرافتونه یادول چی په آثارو کی یی لیدلی او ځیړلی وه .
دریم : مدبر او صمیمی و ؛ د هغو لرغونپوهانو ، مامورینو او کارګرانو  خاطرې چی یو شمیر یی تر اوسه لا یادوی ، خورا په زړه پوری او نه هیریدونکی دی.  د بیلګی په توګه د علی توفیق حاطرې یادوم چی د هلند هیواد په اوتریخت ( اوست ) ښار کی یی راته ویلی دی ، د علی توفبق په وینا ، سریانیدی د وخت او تفسیم اوقات  خورا پابند وو. د خپلو ملګرو سره یی د یوه مشر ورور په توګه کار کاوه ، په خاص انداز به یی د ستړی سوی کارګر   خیال ساته او همدا لا میل وو چی د سر یانیدی سره به د هغه ټولو ملګرو هره ورځ تر هغه کار کاوه چی  سریانیدی به  د کار پریښودلو هیله ترې وکړ ل  .
لنډه دا چی  سریانیدی د افغان لرغونپوهانو لپاره یواولګو او  د لرغونپوهنی مسلک  یو باوری سر لاری دی . زه د لیکنی په دې برخه کی د درنو لوستونکو پام هغه  مقالې  ته را اړوم چی  لس کاله وړاندی می د طلا تپې په اړه لیکلې وه او په دې ډول غواړم چی د افغان لرغونپوهانو له لوری  د هغه ستر لرغونپوه یاد تازه کړم .
   http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=3228

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006