دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دنړيوالو کلتوري سازمانونو او کنوانسينونولنډه پيژندنه

 دنړيوالو کلتوري سازمانونو او کنوانسينونولنډه پيژندنه
 
لنډه سريزه  : هر تاريخي - کلتوري اثر د خپلي زمانې دانساني لاس ته راوړنو تر ټولو ارزښتمن او د نوښتونو سره مل استازی دی . په  هر پيمانه  چي  اثر  لرغونی وي ،  په  هغه اندازه د انسانانو زوړ  ذهنيت  او لاس ته راوړني څرګندوي . د انسان ذهنيت د خپل چاپير يال زيږنده دی . د هر انسان ځانګړی چاپير يال د  دې نړۍ يوه برخه ده ، د همدې اصل پر بنسټ هر لرغوني او تاريخي اثر په حقيقت کي د نړۍ د فرهنګي ميراث برخه ده .
په نړۍ کي  د بيلا بيلو هيوادونو اړوندو  فرهنګي ميراثونود پيژندني ،پالني  او ودي لپاره د ملګرو ملتونو  په تشکيلاتي جوړښت کي د نړيوالو کلتوري چارو د سمون په نيت د يونسکو اداره  فعاله سوه ، او تر څنګ يې يو شمير نوري نړيوالي علمي – کلتوري موسسې جوړي سوې چي موخي يې د نړی د کلتوري ميراثونو د ودي او پايښت سره مرسته ده . دا دی د يو شمير نړيوالو علمي - کلتوري موسسو لنډه پيژندنه تاسو درنو لوستونکو او مينه والو ته وړاندي کوو. 
لومړی  . يونسکو  : (UNESCO  )
د يونسکو اداره چي د انګليسي اصطلاحاتو(    United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization  )  د ترکيبي نوم  لنډيز دی . دا نړيوال سازمان د ١٩٤٥ ميلادي کال د نوامبر د لومړۍ  تر   ١٦ مي  نيټې  د نړۍ د ٤٤ هيوادونو د استازو په ګډون  او د انکلستان د ښووني روزني وزير  (Rab Butler ) راب  بوټلر په ملاتړ د ملګرو ملتونو په تشکيلاتي جوړښت کي ومنل سو. د دې نړيوال سازمان لومړنی عمومي کنفرانس په  ١٩٤٦  ميلادي کال د  نوامبر د ١٩ نېټې بيا د ديسمبر تر ١٠ نېټې يې دوام وکړ او لومړنی سکرټر جنرال يې   ډاکتر جوليان هيکسلې  (  . Julian Huxley   ) وټاکل سو . 
د ې نړيوال سازمان  د نړۍ په کچه د کلتوري او معنوي مرستو لپاره  په کار پيل وکړ  او تر ټولو ستري دندي يې په پنځو موخو کي ښودلي  سويدي :
١-  د يونسکو د ادارې او د غړو هيوادونو تر منځ  د علمي او مسلکي اطلاعاتو تبادله .
٢ – د څيړنيزو او روزنيزو ارونو  پر بنسټ  د  علمي لاس ته راوړنو وده او پراختيا .
٣ – د نړيوالو فرهنګي – علمي چارو د سمون لپاره د لوايحو ، مقرراتو او اړينو معيارونو د رواجولو او په نړيواله کچه د هغو د پاللو تعهدات منځ ته راوړل .
٤ – د علمي ارونو او فرهنګي اړيکو پر بنسټ د نړۍ د  ډول او څيرې علمي انځور وړاندي کول .
٥ – د غړو هيوادونو لپاره د اړينو فني او مسلکي مرستو رسول .
يونسکو د علمي - کلتوري نړيوال  سازمان په توګه  د نورو علمي –تحقيقي هڅو تر څنګه   يوه بله  دنده هم لري چي د هغو سازمانونو سره مرستندويه سي چي  د نړيوالو فرهنګي ميراثونو او لرغونو توکو د ساتني او پالني په اړه هڅي کوي .  د يونسکو تر څنګ   يو شمير نوري فرهنګي مرستندويه  اداري جوړي سويدي چي خپلو ځانګړو موخو ته د رسېدلو لپاره بيل تشکيلات او اصول لري . افغانستان په ١٩٤٨ ميلادي کال  د مې مياشتي په څلورمه نيټه د يونسکو نړيوال سازمان غړی سو.
دوهم  .ای کوم  . ( ICOM     ) د اې کوم بشپړ نوم  (   International Council of Museums      ) دی . د دې سازمان پښتو مانا د موزيمونو نړيواله شورا ، ده .  دا سازمان د يونسکو برانچ نه دی  يو غير رسمي  يا
 ( NGO  )  (        Non-governmental organization      ) اداره ده ، خو د يونسکو سره د رسمي  يا منظمو اړيکو (  formal relations   ) د لرلو پر بنسټ د يونسکو يوه برخه  ګڼل کيږي . دا سازمان  په نړی کي د  ١٣٧ غړو هيوادونو بر سيره  تر ٣٠٠٠٠ ديرش زره زيات  انفرادي غړي  لري .
په رسمي بڼه د يونسکو سره د مل سازمان په توګه  يې په ١٩٤٦ ميلادي کال هڅي پيل کړې ،  په داسي حال کي چي د دې سازمان  بنسټ په ١٩٢٣ ميلادي کال د موزيم د ملاتړ سازمان په نوم ايښودل سويدی.  د دې سازمان تر ټولو بنسټيزي موخي  په  څلورو مادو کي وړاندي سويدي.
١ –  په فني  او مسلکي توګه د موزيمونو د جوړولو هڅه ونه .
٢ – په علمي ډول د  موزيمونو د لوړتيا او پراختيا لپاره  پر له پسې مرسته .
٣ -  د موزيمونو د کارکونکو تر منځ د علمي او مسلکي وړتياو او تجربو تبادله  او د ظرفيتونو لوړتيا .
٤ – د ټولنو تر منځ د موزيمونو د ارزښتمن رول  زياتول .
د يادولو ده چي دا موخي د زمانې په تيريدلو زياتي سوي او پراختيا يې موندلې ده ، د بيلګي په توګه د موزيمونو د نړيوالي شورا د استراليا په غونډه کي چي په ١٩٩٨ ميلادي کال او  بيا په ٢٠٠١ ميلادي کال  د هغو فرهنګي ميراثونو سره مرسته هم شامله سوه چي د جګړې په ترځ کي يې زيان ليدلي وي .  
دريم . ايکوموس :  International Council on Monuments and Sites (ICOMOS)  )
 د ابداتو او لرغونو سيمو نړيواله شورا په ١٩٦٥ ميلادي کال د وارسا په ښار کي جوړه سوه . د دې شورا بنسټيزي دندي د تاريخي  ابداتو ساتنه او دلرغونو سيمو پالنه ده . دا نړيواله اداره د نړيوال توريزم د ودي سره مخامخ تړاو لري .د دې سازمان  پرانيسته د هغو نظريو پر بنسټ ولاړه ده چي د روم ښار د موزيمونو د ادارې له لوري په ١٩٣٣ ميلادي کال مطرح سول . دا سازمان په حقيقت کي د يونسکو لپاره مشوره ورکونکې اداره ګڼل کيږي . د ایکوموس نړيوال سازمان  د غير دولتي سازمان په توګه د هيوادونو او افرادو په توګه غړي مني اوخپلو موخو ته د رسيدلو  علمي او عملي چاري پر مخ بيايي .
د ايکوموس سازمان په نړيواله کچه ، عمومي  غونډه  (    General Assembly  )  اجرايه کميټه (   Executive Committee   ) او مشورتي کميټه  (        Advisory Committee      )  تشکيلاتی جوړښت لري . دا شورا د هيوادونو په کچه هم شورا ګاني يا کميټې لري چي د غير دولتي سازمانونو په توګه کار کوي . (٣ : ٢٠٠٠  )
د ايکوموس ملي کميټي هم  د يونسکو د غړو  هيوادونوله لوري د هيوادونو په دننه کي  جوړيږي . د ايکوموس اړوند ملي کمېټې د لرغونو سيمو او تاريخي ابداتو په اړه د مشورو ، د هيوادونو په کچه د توريزم د ودي ، د ابداتو د بيا جوړولو او رغولو په اړه مسلکي مشوري او د پلي کولو لاري چاري ، د همدې کمېټې له لوري  د هيوادونو کلتوري ادارو او نړيوالوو سازمانونو ته وړاندي کيږي . د دې تر څنګ نوري موخي هم د دې سازمان له لوري  د ايکوموس په اسنادو کي په سترګو کيږي . د بيلګي په توګه  د دې سازمان تر ټولو ستره  موخه د هيوادونو اړوند ابداتو لپاره د پيژندلو او پاللو ارشيفي اسناد جوړول دي .له بده مرغه افغانستان تر اوسه د دې سازمان غړيتوب نه دی تر لاسه کړی .
څلورم . دنړيوالو کلتوري ميراثونو سازمان :  د دې نړيوال سازمان انګليسي  نوم  (World Heritage Sites ) دی . دا سازمان په ١٩٧٢ ميلادي کال د نوامبر په ١٦ مه نېټه د يونسکو په عمومي کنفرانس کي تصويب او ومنل سو. د دی سازمان بنسټيزي موخي د هيوادونو د تاريخي ، طبيعي او فرهنګي اثارو د ساتني او ملاتړ  چاري ټاکل سويدي .  (6 : www.)
د همدې سازمان د اصولو پر بنسټ هيواودونه کولای سي چي د خپلو هيوادونو اړوند لرغوني ، طبيعي  او فرهنګي  سيمي او اثار د يونسکو په لست کي ثبت  کړي.  په دې سازمان کي د آثارو تر ثبت  او راجستر وروسته د  نړيوالو کلتوري ميراثونو سازمان  دنده ګڼل کيږي چي د هغه اثر د ساتلو او پاللو  او نړيوالو ته د ورپيژندلو چاري پر غاړه واخلي. د دې سازمان موخي او اصول  د يوې سريزي سره په ٣٨ مادو او اتو فصلونو کي پيژندل سوي او معرفی سويدي .
تر اوسه د يونسکو ادارې ٩٦٢ ځايونه او سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه په رسمي ډول ځان ته منلي چي له دي جملي څخه ٧٤٥ کلتوري ځايونه ١٨٨ طبيعي ځايونه او ٢٩مکس يا ګډ کلتوري _ طبيعي ځايونه  دي . په  افغانستان کي يوازي دوه اثره ( د جام څلی او د باميان کلتوري حوزه  ) په دې نړيوال سازمان کي ثبت او راجستر سويدي . په داسي حال کي چي د افغانستان زيات شمير  لرغوني ،  فرهنګي او طبيعي اثار او سيمي  سته چي د دې نړيوال سازمان په ليک لړ کي د ثبت اورا جستر کيدلو وړتيا لري . ( ١: ١٣٩١ )
په کلتور ي برخه کي ديو شمير نړيوالو کنوانسيونونواو اعلاميو لنډه پيژنه :
- کنوانسيونونه :
- د جګړې پر مهال د کلتوري اثارو د ساتني کنوانسيون ١٩٥٤ د می ١٤ نېټه .
- د کلتوري  آثارو د غير قانوني ليږد د مخنوي کنوانسيون ١٩٧٠  د نوامبر ١٤ مه نېټه .
- د کلتوري ميراثونو او طبيعي سيمو د ساتني کنوانسيون  ١٩٧٢ د نوامبر ١٦ مه نيټه.
-  د تاليف  او مولف  د حق د تثبيت کنوانسيون  ١٩٥٤  د سپتامبر ٦ مه نېټه .
- د لرغونو اثارو د بيارغوني د اصولو په اړه کنوانسيون  د ١٩٦٦ د نوامبر ١١ نېټه . 5 ) (www:
په کلتوري برخه کي نړيوالي  الزامي  اعلاميي :
- د نړيوالو کلتوري همکاريو په اړه  اعلاميه  ١٩٦٦  نوامبر مياشت .
- د لرغونپوهني د ارونو سره سم د سيمو د سپړنو په اړه  اعلاميه  ١٩٥٦ د دسامبر ٥ نېټه .
- موزيمونو ته د ملاتړ لپاره د اغيزمنو چارو تنظيم  اعلاميه  ١٩٦٠ د دسامبر ١٤ مه نيټه .
- د کلتوري آثارو غير قانوني ليږد را ليږد مخنوی اعلاميه  ١٩٦٤ د نوامبر ١٩ مه نيټه .
- د کلتوري اثارو دقصدي تخريب د مخنوي اعلاميه  ٢٠٠٣ د اکتوبر ١٦ مه نيټه . 
او يو شمير نوری  کلتوري نړيوالي موسسې او ادارې  او همدا ډول خپرې سوي اعلاميې  هم سته چي په يوه يا بل ډول د کلتوري هڅو د سمون  لپاره مرستندويه ګڼل کيږي ، د بيلګي په توګه  د ارکيوزولوجي نړيواله موسسه چي د لرغونو ژويو د څيړنو لپاره زمينه برابره وي ( ٤ : ٢٠٠٠ ) او داسي نور ، خو د بحث د لنډون په نيت مي د ټولو نړيوالو سازمانونو،کنوانسيونو نو او اعلامييو د پيژندلو ډه ډه کړيده . هيله من يم چي په مناسب فرصت کي به د ټولو هغو د پيژندني هڅه وکړم .
پايله : د هيوادونو او د ولسونو د لاس ته راوړنو يوه بيلګه په هغو اثارو کي ليدلای سو چي د فرهنګي ميراثونو په نوم د پخوانيو زمانو را پاتي دي . ټول هيوادونه او په هيوادونو کي ميشت ولسونه دا دنده لري او  حق يی دی چي د خپلو کلتوري ميراثونو او لاس ته راوړنو ساتنه ، پالنه او د پايښت لپاره يې پر له پسې هڅي وکړي. د دې هڅو د برياليتوب لپاره د هيوادونو حاکم نظامونو او ورسره نړيوالو سازمانونو دنده ده چي خپلو موخو ته د رسيدلو په نيت ټول هغه اړين شرايط او چاپيريال برابر کړي چي د بشريت د لاس ته راوړنو ساتنه او پالنه تضمين کړي .
اخځونه :
١- باوري ، محمد رسول . په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کي نړيوال کلتوري ميراثونه .( کابل : علومو اکادمي ) ١٣٩١ .
٢ – باوري ، محمدر سول . لرغونی افغانستان . (  کابل  : د مڼي ګل مشاعري په وياړ )١٣٨٨ .
په بهرنی ژبه :
3------------- Prisma.van de Archeologie.2000 berippen van A tot Z.(Amsterdam.begeppen poblikatie)2001 .
4-W.Prummel.Archeozoologie.(R.U.G)Faculteit de Letteren. (Groneningen: Uneversiteit). 2000.
         5-  http://www.unesco.org/new/
          6- http://whc.unesco.org
         
 باوري
خوست

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006