دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د دلپوره پير کلی

 دلپوره پير کلی

 

د خوست د اسماعيل خيلو او مندوزیو ولسوالی اړوند د شمل سيند سهیل لويديځي څنډي ته پرته لرغونې سيمه چی د پير کلي  په نوم یادیږی ،پراخه ، او د کرنیزو حاصلاتو له اړخه بډایه سیمه ده . د دې سیمی  يوه برخه د دلپوره پير کلي په نوم  ياديږي . د پير کلي نوم ځکه پر دې ټوله سيمه ياديږي  چي په دې کلي کي د علم شير پير په نوم يو مهم زيارت سته . دې زيارت ته د سيمي  د اوسېدونکو تر څنګ د نورو ليري پرتو سيمو څخه اړ او  محتاج وګړي د لاسنیوی لپاره راځي او د خپلو هيلو د پوره کولو خواست او غوښتني کوي . د دې زيارت يوه ځانګړنه دا ده چي هر راغلی کس بايد د خپلي هيلي د پوره کېدلو په خاطر د دې زيارت  پر جوړ سوي لرګين چتر پر يوه ستون پايه يو ميخ ټک وهي ، که د ميځ ټکوهل په اسانی وسوه ، داسي انګيرل کيږي چي هيله به يې په اسانی تر سره سي.
 د شمل سيند  نورو يو شمير سيند ونو په څير د پخوانيو ټولنو د ژوندانه د وړ شرايطو لپاره ګټور واقع سويدی. د دې حکم يوه بيلګه دا ده چي د شمل سيند د کال په دريو فصلونو کي پر خپلو څنډو د شنو ونو او شنو سيمو د غوړيدلو او رسېدلو خورا ښه چاپير يال لري ، يوازي د ژمي په فصل کي د دې سيند څنډي سپيرې او وچي بريښي.
د شمل سيند د همدې شونتياو له   برکته د پخوانيو وګړو لپاره د ژوند يو ښه چاپير يال د دلپوره پير کلي په هغه خاورينه تپه کي برابر کړېدي چي د شمل سيند او پير خوړ تر منځ پرته ده . د  دې  خاوريني تپې پر شا او خوا د خاورينو لوښو زياتي ټوټې ليدل کيږي  چي د شک پرته د يوه لرغوني ټاټوبي څرک پکښي ليدل کيږي .
د دلپوره پير کلي د سيمي اوسيدونکي وايې چي يو شمير کسانو په پخوانيو وختونو کي د باران د اورېدلو پر مهال د طلا پيدا کولو په نيت دې تپې ته راتلل او د يو شمير خلکو له خولې ويل سويدي چي د طلايې اثارو او خاورينو لوښو او کنډوليو زيات شمير توکي به د راغلو کسانو په لاس راټوليدل او بيا به یی په بهرنيو کسانو  پلورل  .
    دې سیمی ته  می د ۱۳۹۱ لمریز کال  د ژمی د فصل د سلواغی میاشتی په (۵ )نیټه د جمعی په ورځ  د خوست فرهنګی شخصیتونو هر یو  ښاغلی عبدالکریم پتنګ ، ښاغلی وحدت ، ښاغلی متونوال او نورو ملګرو په ملتیا  د لیدو کتو زمینه برابره سوه . په  دلپوره کلی کی د کرنیزو مځکو په منځ کی د یوې لرغونی غونډ ی نښی له ورایه څرګندیږی او د هر لیدونکی پام ورته اوړی. همدې ځانګړنی زما سره مل ملګرو  زه هغې سیمی ته وروستم .
د دې لرغونی غونډی شا او خواته کرنیزی مځکی ابادی سویدی ، او داسی بریښی چی دا لرغونې غونډی به پراخه او ارته وه ، خو د کرنیزو مځکو پراختیا د دې لرغونی غونډی ساحه ورو ورو محدوده او وړه کړیده. اوس مهال په تقریبی توګه ویلای سو چی دغونډی دایروی قطر د سل متره په شا او خوا کی پاته دی او د شا او خوا مځکو یی لوړوالی د یو نیم دوه متره په حدودو کی اټکل کیدای سی.
 د دې مصنوعی غونډی پر شاه او خوا هر لوری ته د ماتو کودړو ټوټی په براخه پیمانه لیدل کیږی . د دې سیمی په لومړی ځل لیدو به خامخا هر څوک د دې پوښتنی سره مخ سی ، چی دا دومره کودړی او د خاورینو لوښو شتون ولی؟ دڅه لپاره ؟  او دا به په کومو مهالونو پوری اړه ولری؟ او داسی نوری پوښتنی .
د خاورینو لوښو پاتی چی د دې غونډی پر هر لوری مات او وران پراته دی ، د خپل نوعیت او جوړښت له مخی یی په دریو کټه ګوریو کی پیژندلای سو. لومړی ډله  د خاورینو لوښوهغه ماتی ټوټې دی چی رنګ نه لری او داسی بریښی چی ښایی د کلالۍ  څرخ په وسیله د جوړو سویو لوښو لومړنی تجربې وی.

 دا وینا د هغو نښو له مخی رښتینې بللای سو چی د غونډی د یو شمیر خاورینو لوښوهغه جوړښتونه و وینو چی د کلا لۍ څرخ لومړنی نښی لری او جوړښت  یی زیات په زړه پوری نه دی .

دوه همه کټه ګوری د خاورینو لوښو هغه پاتی شونی دی چی د کلاۍ څرخ په وسیله یی د جوړیدلو مهارت له ورایه بریښی ، خو د رنګ له مخی يوازی یو رنګ یی د ښایست او ښکلا لپاره کارول سویدی. 

او دریمه کټه ګوری هغه کودړی دی چی هم  یی د کلا لۍ څرخ مهارتونه څرګند دی او هم یی د رنګونو دوه او یا له دوو زیات  کاریدل برملا دی .

 

 

   د لپوره کلی

                                             

 

 

 

 

                                

 

 

 

                                  
     
  
     

 


 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006