دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په فلسطین کی د لرغونو څیړنو بهیر

په فلسطین کی د لرغونو څیړنو بهیر

د مدیترانې ساحلې سیمه د جنوب (یافا) نه د مصر تر حدودو د دولسمې مخ زیږدې پیړۍ په شروع کې د غیر سامي نژاده خلکو هستوګنځای و  چې د بني اسرایلو سره يې سخت مخالفت درولود، د دریم رامسس د کتیبو په یوه برخه کې چې د عربی ټولنو نوم یاد شوې،د دې قوم نوم ورپکې پولاستی (Polasti) ثبت شوې دی .
اسوریانو د دې قوم ځای پولاستو(Polastous)یا پیلستو(Pilistou) او عبرانیانو پلشت (Pelesht) یاد کړی دی، د فلسطین کلمه د عبرانی لفظ څخه اخستل شوې دی.
د فلسطین تاریخ ډیر زیات زوړ او لرغونی دی او له هغې ډیر وړاندې دی کوم چې اسقف اسشر (Bishop Ussher) اټکل کړې وو.
د نیاندرتال د دورې پاتې شونې د جلیل د سیند د شا او خوا څخه ترلاسه شوې او پنځه د نیاندرتال اسکلیتونه د حیفا سره نږدې له یوې سمڅې څخه ترلاسه شوې.
په قوي احتمال د موسترین د مرحلې کولتور چې (۴۰۰۰۰) ق.م په شااوخوا کې په  اروپا کې رایج و تر فلسطینه هم رسیده.
په جریکو(Jericho) کې د کیندنې په ترڅ کې د کورونو تلونه او اوردانونه، چې د نوې ډبرې په دورې پورې اړه لري ترلاسه شوې، چې د دې سیمې تاریخ تر (۲۰۰۰)ق.م پورې یعنې د برونزو تر عصره روښانه کوي، هغه مهال د فلسطین او سوريې ښارونه دومره بډایه او متمدنه وو چې مصریانو ته يې د تمسخر په سترګه کتل.
په ۱۵ق.م پيړۍ کې اریحا د اشرافو او نجباو ښار و او پاچاهانو به ورباندې حکومت کاوه،چې د مصر مشري يې قبوله کړې وو.د هغې پاچاهانو په قبرونو کې چې د کارستانګ(Carstang)د لرغونپوهنې د علمي هیت له خوا کشف او وموندل شو ، ورڅخه په سل ګونه ګلدانونه،د مړو ځانګړې غذاوې او څه نور شیان ترې په لاس راغلل او داسې څرګندوي چې د هیکسوسیانود تسلط  په مهال د دې ښار د خلکو ژوند زیات ښه وو او د چپسوت او دریم  تحوتموس د مشری په مهال اریحا د یو متمدن او مترقي کولتور درلودونکی وه.
هره ورځ مخکې له دې چې مونږ ته روښانه کوي چې کوم تاریخ  مونږ د قومونو د تمدن د پیل لپاره ټا کلې دی، دا یوازې زمونږ د ناپوهی نښه ده، د تل العماره لیکونه د فلسطین او د سوريې د خلکو د ژوند داسې منظره او نقشه په ګوته کوي چې دې خلکو هغه مهال په فلسطین کې ژوند پیل کړې کله چې یهودیانو د نیل په وادی کې هستوګنه غوره کړې ده.که په یقین سره نه شو ویلای، نو په قوي احتمال سره باید دا خبره وکړو چې د (جیرو) او یا (عبیرو(Habiru) کلمې چې په دغو لیکونو کې استعمال شوې، مقصد ترې هماغه (عبرانیان) دي.(۱)
دا چې په فلسطین کې څیړنې او پلټنې زیاتې ترسره شوې، نو په دې اساس يې د قبل التاریخ دورو په اړه معلومات زیات دي.
د لرغونی پالیولتیک په دوره کې چې کوم صنایع په لویدیځې اروپا کې معمول و لکه ساده ډبرین صنایع، دلته يې هم رواج درلود او له دې برسیره یو تعداد ځانګړې ډبرین وسایل هم استعمالیدل د یخبندان له عهد څخه په فلسطین کې کوم اثار نه دي لیدل شوې، خو هغه مهال ډیر بارانونه دلته وریدلی دي.
د لرغونی پالیو لتیک په دوره کې د فلسطین انسانانو د معتدله سیمو په هغه بانډو او کورونو کې ژوند کاوه چې خپله يې جوړ کړې و او یا به يې د مجبوریت نه د غرنیو یخو سیمو په سمڅو او غارونو کې اوسیدل.د دې دورې انسانانو د نیاندرتال د انسانانو سره چې په فلسطین کې اباد او میشت و زیات توپیر درلود او دا (هوموساپین اولیه ) ګڼل شوې، چې د اوسني انسانانو نیکه و، چې د ښکار او د ونو د میوو په خوړلو سره يې خپل ژوند تیروه.
د میزو لتیک په دوره کې (د ۷-۵زره قبل المیلاد او یا هم ۱۲زره قبل المیلاد)چې د اوسنی ځمکې پیژندنې د دورې پیل دی، کورني صنعت وده وکړه او له ډبرو کوچني شیان لکه ډبرینې کوچنی چړې جوړې شوې( او له دې کوچنیو وسایلو څخه چې د لرګیو څخه جوړ لاستي به يې لرل ګټه اخستل کیده )، د غلې کرل او د ګټورو ګیاوو کرل په هم دې دوره کې معمول شول او دا ترقي د ډیر اهمیت لرونکی وه، ژوند د ښکار، کوچنیو ټولنو تشکیل او د یو ځای څخه بل ځای ته د نقلولو سره تړلی و، خو د کرنې په رامنځ ته کیدو سره په یوه ځانګړې سیمې پورې وتړل شو او د کلیو په رامنځ ته کیدو، چې د چینو او سیندونو په غاړو به يې ابادول لاس پورې شو، د چوپانانو، ښکاریانو او تجارانو په تلو راتلو سره د کلیو ترمنځ اړیکې ټینګې شوې او په تدریجې توګه سره د (نیولتیک )په دوره کې بیا د نورو لرو نقاطو او سیمو سره د لاجوردي ډبرو او د تورې عقیقې( معدني شیشه او اوپسیدون)د ترلاسه کولو په موخه ارتباط قایم شو.
د میزو لتیک د دورې د لرغونو اثارو څخه چې د الکباره(El-Kabara) له سمڅې ترلاسه شوې او دا سمڅ په کرمل کې ده چې د اورشیلم په شمال غربي برخه کې قرار لري، دا اثار د افریقايې اثارو سره ورته والی لري، په دې دوره کې د الکباره خلکو د ډبرو او هډوکو په مخ کندن کاري کوله، د نوې میاشتي( هلال) په شکل سره وسایل يې جوړول، کوچنی میلی يې درلودې لکه د حکاکی قلمونو په ډول، وړې او لويې چړې يې کارولې،د برمې،درفش او غشي  استعمال يې رواج کړې وو.
د نیو لتیک په دوره کې نګرونید انسان(Negroide) چې لنډ قد او لاندینی نیمه تنه يې لویه ښکاریده، ژوند کاوه ، دا ډوله انسان بعضې پوهانو د مدیترانه يې نژاد څخه ګڼلی دی، چې د اروپا د اورنین د مرحلی د انسان سره زیات ورته والی لري.
د دوي د هډوکو څخه جوړو لرونو ته په کتو چې د چړې برخه يې د سلیکس ډبرې څخه جوړه شوې، داسې معلومیږي چې دا خلک زراعت پيشه وو.
د شواهدو دا هم معلومیږي چې دې خلکو د کرنې برسیره د وحشي حیواناتو ښکار هم ترسره کاوه او په ځانګړې توګه سره د غرنیو غویانو ښکار به يې زیات کاوه او په سیندنو کې به يې هم د کوچنیواو لویو کجکونو پواسطه سره ، چې له هډوکو به يې جوړول ،ماهیان نیول، د هډوکو او تیږو پر مخ يې کندن کاري کوله، شاید د انسان له غوښې يې هم استفاده کړې وي،ځکه چې د انسانانو زیات هډوکي چې د انسانانو په واسطه سره مات شوې دي او همدارنګه یو تعداد مقبرو کې هم لاس وهنه شوې او نامکملې بریښې.
د جسدونو سیزل او د هغې ښخول هم ورپکې رواج و او خپل مړي به يې په چپ او یا ښې اړخ په عادي شکل پرته له دې چې کوم طرف ورته ځانګړې کړي په خاورو کې کیښودل او کله به يې هم په ګردن او یا د سر دپاسه یو څو قطاره صدف( د ماهي غوښه او یا هم د غرني غويې هډیوکې ) کیښودل.
د نیولتیک په دوره کې چې د ۵زره ق،م نه شروع کیږي او په ډیر سرعت خپل ځای د انیولتیک دورې ته پریږدي ،  دا چې د فلسطین له زیاتو ځایونو څخه د نیو لتیک د دورې کومې نښې او اثار نه دي ترلاسه شوې ، نو باید ووایو چې په دې سیمه کې د میزولتیک وروسته پرته له کومې فاصلې د انیولتیک دوره پیل شوې ده.
د انیولتیک په دوره کې چې له (۴-۳) زره قبل المیلاد پیړۍ په بر کې نیسي د فلسطین خلک د خاورینو لوښو په جوړولو، چې  ښاري خلک ورته اړتیا لري، بوخت و او همدارنګ د فلز څخه يې هم ګټه اخسته او په ځانګړې توګه له مسو څخه او شاید دا پرمختګ ظاهرا د هغه نوو قومونو د کوچیدو له کبله رامنځ ته شوې وي چې د ۴زریزې ق.م په شروع کې د قفقاز له لورې دې خاورې ته راننوتل.
دا دوره  طاحونیه نومیږي او دا ځکه چې دا د هغه ښار نوم دې  چې د دې دورې اړونده اثار ترې ترلاسه شوې او د طاحونه  (Tahonne) دا ښار د بیت الحم په جنوب کې د درې کیلو مترو په فاصله پروت دی.
د غشیو په جوړولو کې ترقي او پرمختګ رامنځ ته  شو او څو خولې لرونکی غشي رامنځ ته شول، د حکاکی قلمونه،د خاورینو لوښو جوړول، د فلزاتو استعمال معمول شو او لږ وروسته د ډبرې صیقل هم رواج بیاموند او د خاورینو لوښو جوړولو زیاته پراختیا بیامونده.
په اریحا(تل السطان) کې د کوچنیو ډبرینو صنایعو او خاورینو لوښو په شکل کې بدلون رامنځ ته شو او د تسالی صنایعو سره ورته والی ورپکې په ښکاره کیدو شو ، په دې اساس یو تعداد عقیده لري چې ممکن د دې ځای خلک به له شمال څخه دې ځای ته راغلې وي.
د کورونو په جوړولو کې به يې له خټو استفاده کوله او دیوالونه به يې په ګچ او قرمزي رنګ سره رنګول ، دا کورونه معمولا د یو ستر او دوه و کوچنیو اتاقونو لرونکی وو.په دې اتاقونو کې به  کوچنی مجسمې  هم  کیښودل شوې وې چې له خټو به جوړې وې او په سترګو کې به يې صدف(د ماهی غوښه ) کارول شوې و او د ږیرې او  سر د ویښتانو لپاره به يې یو ځانګړی رنګ کارول شوې و، د دې دورې په کورونو کې د ماشومانو قبرونه هم لیدل شوې چې شاید د انساني قربانی نمونه وي.
په فلسطین کې یو بل لرغونی ځای غاسول نومیږي چې د بحرالمیت په شمال غربي برخه کې پروت دی چې د اریحا د اثارو سره زیات توپیر لري ، له دې ځای څخه نوې ترلاسه شوې اثر د برونزو د دورې د اثارو سره ورته والی لري او دا وسایل لکه لرونه، کولنګ، د نجاری وسایل لکه تبر،د نجاری قلم، برونزي ترښځ او داسې نور.
د غاسول د کورونو دیوالونه او نقاشیانې زیاتې په زړه پورې او د پاملرنې وړ دي او په دې ټولو کې ډیر مهیم هغه د لمر یو نقش دی چې په دیوال ویستل شوې او کورنی د هغې په ستایش بوخته ده.
دا انځورونه له یوه طرفه د هغې خلکو د مذهبي عقایدو څرګندونه کوي او له بل طرفه د هغه مهال د هنري قدرت نه نمایندګي کوي چې تر تاریخ وړاندې دوره کې يې دومره پرمخ تللې هنر درلود، دا نقاشیانې د هغو نقاشیانو سره چې د لوښو پر مخ په ارپاچیه کې شوې دي زیا ورته والی لري.
په قبرونو کې د مړو د کیښودو له طرز څخه داسې بریښې چې هغه به يې د ختیځ او جنوب په لورې د لمر په لورې کښینول.
د نژادي ځانکړتیاو له مخې دا جسدونه یوتعداد د مدیترانه يې نژاد او یو تعداد نور بیا د ارمنونید په نژدا پورې اړه لري او دا نژاد د دې سیمې شمالي منشاء لري او په ظاهري توګه د مګالیتي نژاد سره چې خزر بحیرې په غربي سواحلو کې يې ژوند کاوه ټړاو لري او دې نژاد شاید د قفقاز اخوا (ترکستان) څخه د کوچنی اسیا او سوريې له لورې فلسطین ته کوچ کړې وي.
په مجید او تل المسلم کې د ودانیو له ويجاړو برخو څخه داسې کودي په لاس راغلي چې دفلسطین د ټولو برخو له هغو کودیو سره ورته والی لري کوم چي د تکامل په حال کې وو او له لومړی مرحلې څخه تیرشویدي. دهغوی پر مخ  قطاري ډوله خطونه لیدل کیږي چې د مصري او کریتي کودیو د ښکلا لپاره په ماقبل التاریخ (دوره نیولتیک) کې معمول و او څه موده وروسته د هندسي اشکالو، انساني او حیواني انځورونه ورپکې په طبیعي ډول وویستل شو.کله چې د کورونو شکل د لرګیو د کیږدیو په ځای معمول شول، نو بیا دا ډوله نقاشیانې ختمې او له منځه ولاړې او په ځای يې د استوانه يې مهرونو په واسطه برجسته نقشونه انځور او هم د کودیو پرمخ د ټاپو ویستل معمول شول، نوموړی طریقه چې نمونې يې د اریحا او جارز څخه ترلاسه شوې، دلته د بهرنیو مداخلو(مصراو بین النهرین) څرګندونه کوي .
د لوښو یوتعداد يې د مجید ساخت او د مصر د قبل التاریخ  دورې کودیو سره ورته دي او دا  په فنیقیه کې د ګوبلا د یوې عمومي مقبرې څخه ترلاسه شوې.
لکه څرنګه چې پوهیږو د دې ځای تجارتي او کولتوري اړیکې په تاریخي دوره کې د مصر سره پراخه شوې او کوم ورته والی چې د دوي د خاورینو اثارو ترمنځ لیدل کیږي، له مخې يې کولای شو ووایو چې:دا طریقه په (۴۰۰۰-۳۰۰۰) ق.م کلونو کې د فلسطین نه مصر ته انتقال شوې.(۱)
په فلسطین کې یو بل لرغونی ځای د (نطوفی)په نوم سره یادیږي، چې لرغونپوهان د دې ځای کولتور د منځنی ډبرې د دورې د انسانانو له لرغونو کولتورونو څخه ګڼې.
د نطوفی کولتور په لومړي پوړ کې داسې وسایل او الات پیدا شوې چې له ډبرو او هډوکو څخه جوړ شوې او دلته د اهلی حیواناتو هډوکې نه دي ترلاسه شوې، خوبیا د نورو حیواناتو هډوکي لکه ماهیان، غرنی اهو، غويې، اس،خوګ او داسې نور موندل شوې دي او زیات شمیر ډبرین وسایل يې له میکرولیتونو څخه جوړ و او د پیوند لرونکو لرونو په ډول جوړ شوې و، چې د وښو د ریبلو لپاره کارول کیدل.
لرغونپوهانو د دې شیانو له موندلو وروسته اعلان کړه چې د نطوفی کولتور د لومړي پوړ دا یاد شوي شیان د میزو لتیک یا د منځنی ډبرې په دوره پورې اړوند ګڼل کیږي او دا هم زیاتوي چې د نطوفي د نیولتیک د دورې خلکو د لومړی ځل لپاره د حیواناتو او نباتاتو د اهلی کولو هڅه په دې دوره کې کړیده.
د دې لرغونی سیمې په منځنی کولتوري پوړ کې بیا د حیواناتو د اهلی کولو او د نباتاتو موندل په پراخه پایمانه وینو او لومړني حیوانات چې د نطوفی خلکو اهلی کړل د لرغونپوهانو په عقیده هغه سپی و ، چې د دې ځای د خلکو د هستوګنځیو سره نږدې يې ډیر زیات هډوکې موندل شوې دي، د دې لرغونی ځای په برني پوړ کې چې د نیولتیک یا د نوې ډبرې د دورې سره اړه لري، د اهلي شوې سپی د هډوکو برسیره د نورو حیواناتو هډوکي هم ترلاسه شوې او په دې اړه لرغونپوهان په دې باور دي چې د نوې ډبرې په دوره کې د نطوفی خلکو د سپي برسیره نور حیوانات لکه ګډ،اس،غويې او داسې نور اهلی کړې و او همدارنګه د اهلی نباتاتو اثار او پاتې شونې هم د نوې ډبرې د دورې اړونده کولتوري پوړ څخه په زیاته پایمانه موندل شوې دي.
په دې اړه چې حیوانات څه وخت اهلي شوې؟ او څرنګه کولای شو کورني حیوانات له وحشي هغو څخه جدا کړو؟
بیلابیل نظرونه وړاندې شوې دي لکه : داسې فکر کیږي چې د میزولتیک د دورې انسانانو خپلې اړتیاوې د ښکار له لیارې پوره کولې او دا یوه دوامداره او تکراري پروسه وه، نو انسانان مجبور شول چې د حیواناتو د خصوصیاتو سره ځان اشنا کړي، په دې مانا چې کله حیوانات د خوراک لپاره د څر ځای ته ځي؟،او څه وخت بیا د اوبو څښلو لپاره د اوبو ځایونو ته راځي؟، د کال په کومو فصلونو کې کوم ډول حیوانات زیات وي؟او داسې نورې پوښتنې، نو ددې خصوصیاتو پیژندلو د حیواناتو د اهلی کولو زمینه برابره کړه او یا دا چې د میزولتیک دورې ښکاریانو د ښکار په وخت کې کوم حیوان زخمي کړې وي او بیا تر تعقیب وروسته دا حیوان او ښکاري دواړه د دې حیوان د هستوګنې اصل ځای ته تللې وي او له هغه ځای څخه يې د دې حیوان بچي له ځان سره راوړې او بیا يې هغه ساتلې او روزلې وي، نو پروسه هم د دې سبب شوې چې حیوانات اهلي شي.
اوس دا خبره چې څرنګه کورني حیوانات له وحشي هغو څخه بیل کړو؟
۱-   د شوروي اتحاد د یو لرغونپوه (ارچخوفسکی) په نظر د دې بیلوالي لومړنی مشخصه او ممیزه دا ده چې کله د ځوانو حیواناتو هډوکي په یوه کولتوري طبقه کې د زړو حیواناتو د هډوکو په نسبت زیات وي، دا د حیواناتو د اهلی کولو په مانا سره ده، په دې مانا چې لرغونو انسانانو د خپلو وروسته پاتې وسایلو په واسطه سره وحشي حیوانات ښکار کول، نو ځوان حیوانات به په یوه وار او یو زخم سره له منځه نه تلل، خو بیا برعکس زاړه
حیوانات به د لومړی حملې او وار سره له منځه تلل، نو ویلای شو چې د ځوانو حیواناتو د هډوکو شتون په دې مانا سره دې، چې دا حیوانات اهلی شوې و او د ځوانی په مهال به يې دا حلالول.
۲- دویمه ځانکړتیا چې کورني حیوانات پرې له وحشی حیواناتو څخه بیلولی شو داده چې:
کله چې په یوه لرغونی سیمه کې د نرو حیواناتو هډوکې د ښځینه حیواناتو د هډوکو په نسبت زیات وي، دا هم د حیواناتو د اهلی کیدو په مانا سره ده او ددې ځانګړتیا دلایل د ننې ورځی عرف او عادات دي،په دې مانا چې ټول څاروي ساتونکې  خلک کوشش کوي چې نر مالونه خرڅ کړي او یا ي ووژني، لیکن د ښځینه حیوانات د نسل کولو لپاره ساتی، نو له دې څخه معلومیږي چې ښځینه مالونه ډیر کم حلالیږي، نو له دې ځایه ده چې کولای شو ووایو: په کوم  لرغوني ځای کې چې د نرو حیواناتو هډوکې زیات وي، دا په دې مانا ده چې دا حیوانات اهلي شوې دي او که چیرې سره مساوي او یا د ښځینه حیواناتو هډوکې زیات وي، نو بیا ویلای شو چې دا حیوانات اهلی شوې نه دي.
۳- دریمه ځانکړتیا دا ده چې د دوي ترمنځ د بیولوژیکی ورته والی او مشابهت تعقیبول دي، په دې مانا چې د لرغونو وحشي حیواناتو هډوکي د ننیو وحشي حیواناتو د هډوکو سره زیات ورته والی لري او همدارنګه د اوسنیو کورني حیواناتو هډوکي د لرغونو کورنی حیواناتو د هډوکو سره ورته دي، په دې اساس د دوي د مقایسوي معلوماتو د ترلاسه کیدو څخه په دې پوهیږو چې دا کورني حیوانات دي او که وحشي؟
په فلسطین کې یو بل لرغونی ځای د اتبون(Ettabun) په نوم سره یادیږي، کوم شیان او وسایل چې له دې ځای څخه ترلاسه شوې له (۸۰۰۰) څخه زیاتې ډبرینې خښتې او له (۵۰۰۰۰) څخه زیات داسې وسایل دي چې د شولین په مرحله پورې اړه لري.
اتبون د وحشي حیواناتو د ښکار لپاره ډیر زیات برابر او مناسب ځای و، د اتبون له کولتوري پوړونو څخه داسې معلومیږي چې انسانانو یوه ډیره اوږده موده دلته تیره کړیده  او له هم دې کبله لرغونپوهان په دې توانیدلې دي چې د دې ځای د خلکو د طبیعي وسایلو وده او غوړیدا وپیژني. په لومړي پوړ کې وروسته پاتي وسایل د (تایک Teiiak) فرانسوي له خوا وموندل شول، دا وسایل د صیقل شوې ډبرې د هغه وسایلو سره چې د پورتنیو پوړونو څخه ترلاسه شوې، ترمنځ د توپیر څخه يې د تولیدي وسایلو وده بریښي.(۲)
په فلسطین کې یو له ډیرو مهیمو یادګارونو څخه د ام قطفه (Um-Katafa) په نوم سره یوه سمڅ ده چې له دې ځای څخه ترلاسه شوې شیان د لرغونپوهانو له خوا د لرغونې ډبرې په برنی(علیا) دورې پورې اړوند ګڼل شوې دي، له کولتوري پوړ څخه چې پیړوالی يې کم و، معلومه شوې ده چې په دې سمڅ کې انسانانو د ډیر  کم وخت لپاره ژوند کړې دی او کوم لوښي او شیان چې له دې ځای څخه ترلاسه شوې زیات ساده او بسیط دي.
قلعه مجیدو(Magiddo):
دا یوه مهیمه او لرغونی قلعه ده چې اوس يې یوازې ۷۰فوته ارتفاع پاتې ده او لس ایکره ځمکه يې رانیولې، دا قلعه د کرمیل په شمالی څنډه کې واقع ده، د نوموړې قلعه دولس پوړونه د (۱۹۰۳-۱۹۰۵م) کلونو ترمنځ وپلټل شو، چې لومړنی سطح یا پوړ يې (۴۰۰) قبل المیلاد پورې اړوندو.
دا قلعه وروسته مضبوطه شوې او د برونزو د عصر په نیمايې کې کله چې مصریانو فلسطین تر حملې لاندې ونیو، دا قلعه هم ورانه او ویجاړه شو.
کنعانیان د برونزو د عصر په مهال هلته هستوګن و، تر دې چې په (۷۳۳) قبل المیلاد کې د دریم تایکلث پایلسر له خوا ورانه شوه.
د لرغونپوهانو د پلټنو په اساس یوه اندازه د عاج زیاتې ټوټې چې حکاکې شوې دي او تر میلاد (۱۲۰۰) کاله وړاندې پورې اړه لري، د نوموړې قلعه څخه ترلاسه شوې دي.
د اسونو ځایونه(طویله) چې د ۱۵۰ اسونو په تعداد جوړ شوې و د یوتعداد ماتو ګاډیو سره، چې ممکن د حضرت سلیمان (ع) په مهال به تیرې استفاده شوې وي هم د همدې قلعه څخه ترلاسه شوې.(۱)
لګش (Lagish):
دا مهم ښار چې د اورشیلم غرب ته په ۲۵میلې کې پروت دی، دلته د لرغونپوهانو پلټنو د تاریخ ډیره برخه چې د برونزو د عصر لومړی او وروستی مهال نیسي راښکاره شوه، د (۱۵۰۰-۱۲۰۰) ق.م کلونو په منځ کې، نوموړي ښار پراختیا  بیامونده او په برنی برخه کې يې یو معبد جوړشو، په دې اړه داسې تصور کیږي چې دا ښار د سلیمان (ع) د زوي له خوا وروسته زیات قوي او اباد شو.
لچیش په (۷۰۱) ق.م  کې د حمله کونک له  خوا محاصره شو او د ښار یوه برخه د (ینبوګدنزار) له خوا په کال (۵۹۸) ق.م کې ورانه شوه او باالاخره په کال (۶۸۹)ق.م کې ورته اور واچول شو، له هغه پاتې شونو چې له دې ښار څخه ترلاسه شوې، یو هم د یویشتو قوانینو لیکلې بڼه ده چې په سلو کرښو کې په عبراني ژبه لیکل شوې دی او د هغې زمانې تاریخ دی او د مقایسې له پلوه د وروستیو لاسي لیکونکو سره د کتنې وړ دی.
یورشیلم (Uarusalam):
دا یو لرغونی ښار دی چې د دوه وو تپو د پاسه د بحرالمیت د بحیرې سره په پنځلس میلی کې پروت دی، چې جوب شرقي برخه يې د تپې په ختیځه برخه کې واقع ده او د برونزو په عصر پورې اړه لري. یهودیانو د ښار دا برخه د حملې لاندې نیولی وه، خو د حضرت داود (ع) تر مهاله د کنعانیانو سره وه ، سلیمان (ع) دې ښار ته پراختیا ورکړه او د شرقي تپې په مرکزي برخه کې يې یو معبد جوړ کړ او نوموړی ښار په (۸۹۷)ق.م کې د ینبو ګدنزار په واسطه لوټ شو او د ښار د نفوسو یوه برخه بابل ته وکوچیده او د دې ځای معبد په کال (۵۸۶)ق.م کې وران شوې و او کله چې يې کوچیدلې خلک دوباره واپس شو دا معبد يې دوباره له سره جوړ  کړ.
جریکو(Jericho):
جریکو د نړۍ له مهیمو لرغونو سیمو څخه ګڼل شوې دا ځای په یوه جوړه سیمه کې د بحرالمیت په شمال کې پروت دی، د وروستني کولتوري پوړ څخه چې د کاربن ۱۴په واسطه سره يې وخت تعین شوې (۶۸۰۰) کاله د میلاد نه وړاندې پورې اړه لري، دا ځای د هغو خلکو په واسطه چې په فلسطین کې يې د نطوفی تمدن رامنځ ته کړې و، ونیول شو .
د کاسو، هغه وسایل چې غلې به يې پرې میده کولې او چړې چې د ریبولو لپاره به يې کارولی او دا هغه شیان دي چې دلته د کشت او کر څخه نمایندګي کوي او ښکار هم د اهو د هډو په لیدو تایدیږي او دلته د وزو پاتې شونې هم لیدل کیږي چې ممکن د وزو په اهلی کیدو دلالت وکړي.
شواهد د دې بیانونکې دي چې د نوې ډبرې په دوره کې یو هستوګنځی په تدریجې توګه سره په جریکو کې وده کړې وه او ددې اوسیدونکو د لومړي ځل لپاره د خټو څخه جوړ کورونه کارول او بیا وروسته يې لوي ډبرین برجونه او لوړ دیوالونه د ځان څخه د ساتني په خاطر جوړ کړل، چې د شپږو فوټو څخه زیات پیړوالی يې درلود، چې نښې او نښانې يې تراوسه پاتې دي او اوسنی لوړوالی يې تر ۲۲فوټو پورې لیدل کیږي، دلته مستقیما د غلو څه اثار نه ښکاري، خو د دې امکان شته چې ددې ځای خلک زراعت پیشه و.
نوموړې سیمې تر اتو ایکرو پورې ځمکه رانیولې او تاریخ يې تر ۶۸۰۰ق،م پورې د اټکل له مخې رسیږي او نفوس يې (۲۰۰۰) تنه اټکل شوې، چې په ښکار بوخت و او غلې دانې يې هم جمع کولې.
د برجونو او دفاعي تاسیساتو څخه داسې بریښي چې دې خلکو سیاسي اړیکې هم درلودې او دې ځای مرکزي حیثیت درلود او امکان لري چې دې خلکو به فني کرنه هم درلوده، خو په دې اړه کوم دقیق شواهد په لاس کې نه لرو او یا داچې دا جوړه سیمه د خارجیانو په مقابل کې ساتل شوې او له دې څخه داسې هم څرګندیږي چې د جریکو سیمه یو مهال د دښمن له خوا یو وخت نیول شوې او شاید همدا دلیل وي چې ددوي په مادي کولتور کې یوه مهیمه ځانګړتیا لیدل کیږي، دا تغیر د نوې ډبرې د پوړونو په (الف) او (ب) ځایونو  کې لیدل کیږي، د دې دوه و ځایونو میچنې او اوغور یو د بل سره توپير لري او همدارنګه د ودانیو په جوړښت کې يې هم توپیر لیدل کیږي، امکان لري چې دا ځایونه د یو ګرپ خلکو پریښې وي او بیا بل ګروپ نیولې وي.
د څیړنو په پایله کې د دې ځای د خلکو له فرشونو څخه داسې هډوکي ترلاسه شوې، چې بند په بند جداشوې او بیا ښخ شوې دي او یو تعداد د حیواناتو د جمجمو هډوکي چې په پلستر کې ځوړند شوې لیدل کیږي، چې د دې هډوکو سترګی له  خرمهره څخه جوړې شوې دي.(۲۸ : ۱۳۴ )

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006