دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د الحاج عبدالعلی زاهد د شعرونو څو بیلګی

د الحاج عبدالعلی زاهد د شعرونو څو بیلګی

يا يو زه  ليونۍ يم يا دا خلګ ليونې دي
يا دلته تعليم نسته يا مغزونه پخواني دي
يا تللي دي انصاف له دي وطنه کوچيدلي
يانسته دلسوزي وهم له زړونو څخه وتلي
يا دادغم ناتار به چا پخوا نه وي ليدي
يا موږ تنها مجرم يو يا موجونه طوفاني دي 
يا دلته تعليم نسته يا مغزونه پخواني دي
 
يا موږ يو نا قراره يا په جهان کي قرار نسته
يا موږ يو ډير کمزوري يا زړه سوي د اغيار نسته
يا موږ سخت ګناهکاريو ياپه مخ کي سالار نسته
يا زموږ څه ورکه  لاره يا دا ټکي اسماني دي
يا دلته تعليم نسته يا مغذونه پخواني دي
 
يا نور په وينو رنګ کړي يا خپل ژوندون تباه کړي
يا ټوله ژوند په وهم او په وير باندي صباح کړ ي
يا ورک سي له کاروانه لار د خپلو څه جلا کړي
يا چه پوه په ضمير نه وي دا کارونه تاواني د ي
يا دلته تعليم نسته يا مغذونه پخواني دي
 
يا اوري زموږ پر ځمکه سره د وينو بارانونه
يا مځکي را ايستلي سره د سرو وينو ډنډونه
يا راوړل موږ ته نورو دا دوينو کاروانونه
يا موږ يو بي ارزښته يا خونونه مجاني دي
يا دلته تعليم نسته يا مغذونه پخواني دي
 
يا روي د خداي ته وګورو دا ظلم بالا بس کړو
يا ورکړو خيراتونه يتيمان  ماړه په نس کړو
يا ابادي کنډوالي کړو زوړ او ځوان ټول په هوس کړو
يا دا دښو ”ذاهده ” عملونه انساني  دي
يا دلته تعليم نسته يا مغذونه پخواني دي


********************************************

بنيايانو ته لارښود بنيا  د زده کړي
بازار ګرم دي دا نن صبا دزده کړي
لږ تري واخله لږ تری يوسه ستا په ژوند کړي
لږ خو وکړه پر دوکان سودا دزده کړي
لږ که ډير وي په تعليم انسان ښه ايسي
په وجود کي چي وي لږ رڼا د زده کړي
مريضي لره داکتر نسخه کړي جوړه
بي علمي لره کافي دوا د زده کړ ي
پوه ناپوه يی اهميت باندي پوهيږي
هر انسان لره ښکاره معني د زده کړ ي
توصيه مي وهر چا لره دزده کړ ي
زه ’’ذاهد’’ يم هميشه همراه د زده کړي


********************************************


بخت که وغواړي غريب  به دنيادار کړي
                                                     بخت ناپوه سړي په خلګو هوښيار کړي
چالاکي او بيداري يـــــې سبب نـــــــــــسي
                                               پلار نيـکه وي مريـــان دي بـــــادار کړي
پوهه وي تل دبختورو تر امــــــــــر لاندي
                                           بخت چي زورشي پوهه کوچ وکړي فرار کړي
نوم نښان به هيڅ چا نه وي اوريـــــدلي
                                                بخت جاهل سړي په کلي کي سردار کړي
په حســـــاب د غيرانو به نه پوهيــــږي
                                            بخت بي عقل سړي خپل کار کي جرار کړي
’’زاهـــــدي ’’ دبختورو سيالي مکړه
                                       ځان دي پوه کړه پوهه پربخت باندي کزار کړي
********************************************

یو ازاد شعر
توره شپه ده  تاريکه ده
دقسمت پياله چپه ده
دفلک کناري سري دي
سري لمبي دي  تور دودونه
سپيره دښت دي
سپيره کاڼي سپيره غرونه
دفلک د مالک نسته نظرونه
رحمتونه  بارانونه
شين وطن مو سو بدل په بيدياؤ
په صحراو  په ډاګونو
خدايه څنګه مو په برخه زمانه سوه
چه خرابه مو دا ښکلي کاشانه سوه
د خپل کلو او کورو څخه خلګ درومي
زوړ او ځوان غټ وميده  او که خانمي
ځني پاته سو دا خپل ښکلي ديار
طبيعت مو په قسمت وکړو ګزار
کلي کور مو راڅه پاته په ارمان کي
نصيب تيت کړو په ايران او پاکستان کي
پردي کله کړي غزت زموږ د لويانو
دکوچنيانو ،بوډاګانو او زنانو
خدايه بيامو کي وطن ګلي ګلزار
چه  موهاجر مو سي  وطن ته په رفتار
دا پنځه ديرش کاله جنګ يو زورولي
کړولي ،بيرولي او دردولي
کور په کور سولي بدي پکښي راپاته
دا په اوښکو لوند ګريوان ښکاره کړو چاته
خدايه بيامو دا وطن سور او زرغو ن کړ ی
پر يوه سترخوان مو ټول دپيوستو ن کړي
’’ذاهدي ’’ درته ګويا لاس په دُعا يم
هميشه د خپلو خلګو خيرخواه يم
خدايه ته مو کړي مشکل راته اسانه 
يو پريشانه ،سرګردانه  لالهانده
کراري او سوکالي مو کړي په برخه
د ژوندون ګړي مو بيا کړي را په څرخه

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006