دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د الحاج عبدالعلی زاهد درې شعرونه

د الحاج عبدالعلی زاهد درې شعرونه

علم
علم ښه دي پوه ښه ده زما ملګرو
 عالمان د ی عزتمند تر بختورو

 هر انسان لره تعليم کول پکار دي
پکار ندي بيلډينګونه د مرمرو

که دنيا ټوله سره زر ستا په اختيار وي
 علم څوک رانيواي نسي په ډالرو

  چه تهداب يي صحي نه وي مزه نکا
  که جوړ کړي وي چا کور د ملغلرو

     چه يي علم او هنر وجود کي نه وي
    لکه تاک چه بي ميوي وي د انګورو

وهر چاته توصيه کوم د علم
   مرغي کله الوتاي شي بي وزرو
    
’’زاهده ’’ خلګ تعليم  لره تيار کړه
که څوک غوږ ونيسي نن زما پر خبرو


عزت نــــسته د بي علمه مخــــورو

کاندید
خانمي چاي راکه چه دماغ مي سو خراب
بايللي مي دي رايي ټول بدن مي سو کباب

پسي مي ټولي ولاړي پر بي ځايه مصرفونو
اخته يي په نشو کړم کارومه اوس شراب

دشل زره ډالرو کاغذان مي کړله چاپ
جنجال مي دمنشي سره هر وخت وي پر حساب

که خداي وايي کامياب کړي بيابه خلګو زه ليدلم
چه څنګه مي بيلډينګ څنګه موټر دي داسي ناب

دزړه سره مسکا سم خودکشي ته ځان تيار کړم
يا راسم  موسقي ته ځان اخته کړم په رباب

په زړه کي چي مي کومي معاملي وي پوره نسوي
شوچونه او فکرونه مي لاهو سوه په سيلاب

اوس ځان مي کانديد کړي د دوهمي پلا لپاره
لکښت کي پوروړي د نانواي او دقصاب

که دا پلا کامياب نه سوم دغه ملک را څخه پاته
نو څنګه به زه وايم پوروړو ته ځواب

دا ملک خو زما نه دي د يو څو ورځو ميلمه يم
پسي چه مي پيداکړي بيابه بل ځاي سم نواب

خالقه را اصلاح کړي دا بي فکره کانديدان
’’زاهد’’ ورته دعا کوم پر در د پاک وهاب

درواغ
دا څنــــــــګه زمانه سوه اوس لويــــان وای درواغ
چل ول فريب او دوکه کړی پاچاهان وايې درواغ

بـــادار به د نوکر په درواغونو شرميــدي
نوکر څه ملامت دې باداران وايی درواغ

درواغ توره او سپر دي دغښتلي او کمزوري
امير دي که مامور د ي هر زمان وا ي درواغ

   لو ږيـــره د نبي ‎پر مسله ناست وي زوي مړي
  عوام بد بخته پريږده اوس صوفيان وايی درواغ

اولاد چه يي پر لار نه ځي نفقه يي سوه حرامه
قسم هم ښه پر واخلي تجاران وايی درواغ

دخوګ غوښه به تاته دپسه په غوښه درکړ ي
 په خپلو معاملو کي قصابان وايي درواغ

په کم کاڼی تلي دا د  دوډويو ځوالي
بي علمه ناخبره نانوايان وايي درواغ

’’زاهده’’نور يي بس کړه دغه شعر انتقادي دي
 او س خلګ هميشه په سپي غيران وايي درواغ

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006