دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ستر افغان مرحوم هاتف مړینی ټول افغانان غمجن کړیدی

د ستر افغان مرحوم هاتف مړینی  ټول  افغانان غمجن  کړیدی

نن د ژوندیو له شمیره یو ه درند او ستر افغان سترګی پټی کړې.

انا الله انا الیه راجعون

نن له بده مرغه هغه زړه ودریدی  چی پوره نیمه پیړی یی د ګران هیواد افغانستان سره مینه وکړه او په خدمت او جوپړ یی هیواد او اولس خپل مدیون ګرځولی وو. له بده مرغه هغه سترګی پټی سوې چی د هیواد ټول ولسونه او میشت وګړی یی د خپلو سترګو د کسی په توګه منلی او درانه کړی وه . له بده مرغه د ټول افغان د عظمت او ستر تیا یو رښتینې استازی له دې نړی وکوچیدی .
د جنت حوری به راسی هرکلی ته
د هاتف غوندی انسان پذیرایی ته
اهریمن به په دنیا سوځی  له کینه
چی یی کړه مزاحمت ها جنتی ته

الله رب العزت دی عبدالرحیم هاتف وبخښی اوفردوس جنت دې په برخه وی. دسلام فرهنګی ټولنی ټول اړوندان  د مرحوم هاتف  ټولو دوستانو  او د هغه خدای بخښلی کورنی ته د الله عزوجل (ج)له حضوره د جمیل صبر غوښتنه کوو .

امین یا رب ا لعالمین

محمد رسول باوری
خوست - افغانستان
۲۹ / اسد / ۱۳۹۲ لمریز کال

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006