دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په چین کې د لرغونپوهنې څیړنې

په چین کې د لرغونپوهنې څیړنې


په چین کې د لرغونپوهنې څیړنې د شلمې میلادي پیړۍ په پیل کې شروع شوې او ددې علت د چین د خلکو رسوم او عنعنات و چې ددې ځای د خلکو په اند دا سې ګروهه موجوده ده که چیرې څوک د کوم لرغوني ځای پلټنه پیل کړي ، نو دا خلک به هم په هماغه تکلیف او مصیبت ګرفتارشي په کوم چې له دې نه وړاندې خلک ګرفتاره شوې و او دا به هم په هماغه سبب مړه شي په کوم چې له دې وړاندې ټولنې مړې شوې دي ، نو دا علت و چې دلته چا پلټنو او کیندنو ته زړه نه خوښوه او دلته پلټنې وروسته شروع شوې .
په چین کې د لومړي ځل لپاره  په ۱۹۱۶م کې د لرغونې ډبرې او نوې ډبرې اثار او پاتې شونې د ګ.اندرسن له لورې چې یو سویډنې ځمکپوه تر لاسه شو .
په ده پسې نوموړي په کال ۱۹۱۸م کې د پیکن د ښارجنوب غرب لورې ته  په ۵۴کیلومترۍ کې له یوې سیمې څخه چې د جاوکوتین په نوم سره یادیده د لرغونو دورو پاتي شونې او د حیواناتو هډوکي په لاس راوړل چې دا دچین د لرغونپوهنې په څیړنو کې لومړی قدم و چې ددې سیمې د لرغون توب په اړه شمیرل کیږي.
په ۱۹۲۱م کې همدې اندرسن یوه بله سیمه د ینګ شاو په نوم سره چې د خینن ولایت پورې اړه لري ، دلته د انیولتیک دورې اړونده یو هستوګنځی کشف کړاو له دې ځای څخه يې زیات لرغونې شیان او کرنیز وسایل تر لاسه کړل چې دې شیانو د نوې ډبرې په دورې پورې اړه درلوده ، دلته د پلټمو وروسته معلومه شوه چې دې کولتور زیاته ساحه نیولې ده چې تقریبا ټول چینې ترکستان رانیسي او له ۲۷۰۰ق.م نه تر ۲۰۰۰ق.م پورې دوام لري.
په ۱۹۲۹ او ۱۹۳۰م کلونو کې یو چینای لرغونپوه چې (فی ونګ جون) نومیده د جاوکوتین له سمڅې څخه د سینانتروپ ډوله انسان د جمجمې یو هډوکی او د هغه ډبرینه اسلحه په لاس راوړه .
په دې وروستیو کې د لرغوني څیړنو څخه د ۴۰ په تعداد د انسان د سر هډوکي د هغه وسایلو او الاتو سره چې سینانترپ ډوله انسانانو کارولې دي ترلاسه شوې .
په دې ځایونو کې د انسانانو هستوګنځي هم کشف شوې چې تعداد يې تر ۱۸ پورې رسیږي، د څیړنو په نتیجه کې معلومه شوې چې په دې ځایونو کې سینا نترپ ډوله انسانانو د ډیر وخت لپاره ژوند کړيدی چې دا مطلب دلته د یوې پیړې او ضخیمې ایرو له طبقې او پوړ څخه څرګندیږي او ددې ضخامت تر ۷مترو پورې رسیږي چې د همدې هستوګنځیو څخه لاس ته راغلې.
د لرغونپوهنې څیړنې او پلټنې په دې سیمه کې ددې ښودونکې دي چې دلته د نوې ډبرې د دورې شیان لکه ډبرین تبرونه، غشي او لیندۍ او ځنې خټین لوښې لاس ته راغلې دی . خټین لوښې چې له دې سیمې څخه ترلاسه شوې د شکل او رنګ له لحاظه د هغه لوښو سره چې په نورو سیمو کې د نوې ډبرې په دوره کې کشف شوې توپیر لري ، ددې ځای خلکو به چې خټین لوښي جوړول د پخولو وروسته به يې د صیقل په طریقه سره ښه اوارول او بیا به يې په تور رنګ سره په دې باندې رسم او نقاشي کوله چې دا ډوله لوښي او په دې ډوله رسامي او نقاشي د نورو ځایونو په اثارو او لوښو کې چې د نوې ډبرې د دورې اړونده دي نشته.
کوم شیان چې له دې سیمو څخه ترلاسه شوې داسې ترې معلومیږي چې ددې ځای خلکو تیره مسي وسایل کارول . د کولتوری طبقو څخه چې کوم مس ترلاسه شوې ، لوښو يې خپل لرغوني شکلونه او رنګونه د لاسه ورکړیدي او په عادي ډول بې له رنګ او نقش څخه استعمالیدل، چې د استفادي دا ډول یوازې دلته (ینګ شاو) کې نه و مروج بلکې په نورو زیاتو ځایونو کې هم چې کومې کیندنې شوې ، همدا ډول لوښي او شیان ترې ترلاسه شوې دي .
کومو لرغونپوهانو چې د چین په لرغونو څیړنو کې ونډه اخستې عبارت دي له : لانګ سی یونګ او فی وینګ جونګ، چې د چین د لرغونو خلکو او او سیدونو په اړه يې دقیق او کره معلومات د مورخینو په واک کې ورکړیدي .
د (شانګ تونګ) په ولایت کې یو کولتور د لونګ شن په نوم باندې وموندل شو چې د انیولتیک په دوره پورې اړه لري ، له دې ځای څخه هم د نوې ډبرې د دورې اړوندن شیان لاس ته راغلې .
دا کولتور یعنې لونګ شن د شانګ تونګ د کولتور سره د لوښو په جوړولو او شکلونو کې یو دبل سره توپیر لري ، په دې مانا چې د لونګ شن لوښي کوم نقش نه لري او په عمومې ډول سره په زیړ رنګ سره ښکلي شوې دي او ددوي په برخه کې څیړنې ده هم ثابتوي چې د لونګ شن خلکو د خپلو هستوګنځیو د ساتنې لپاره لوي او پنډ دیوالونه  جوړول، چې یو له دې دیوالونو څخه د ( چینګ چیژ یاین) په سیمه کې موندل شوې چې د ۳۰۰۰ق.م په وروستیو او د ۲۰۰۰ق.م په لومړیو پورې اړه لري دا دیوال له خټو څخه جوړ شوې دی او لوړوالی يې تر پنځو مترو پورې رسیږي او د دیوال په سر باندې تیره لرګي کیښودل شوې چې څوک ورباندې وانه وړي .
د انین ښار ته نږدې چې اوس د سیاوتون په نوم سره یادیږي (اویو وړکی کلې دی چې د انین په شمال غرب کې موقیعت لري) ددې ځای له پاتې شونو څخه داسې اثار او شواهد په لاس راغلې چې د (این) په نوم سره شهرت لري.
دا څیړنې په ۱۹۲۸م کې خپله د چین د لرغونپوهانو له خوا تر سره شوې ، دې ښار یوه لویه ساحه چې تر ۶کیلومترومربع رسیده نیولی وه او دا ښار په څو برخو ویشل شوې و چې په هره برخه کې يې د بیلابیلو طبقو خلکو هستوګنه درلوده .د مثال په ډول د ښار په یوه برخه کې د صنعت ګرانو زیاتې نښې نښانې ترلاسه شوې او بیا په بله بره کې دوکانونه او بازارونه چې د مالونو او غلودانو تبادله او تجارت به ورپکې کیده لیدل شوې او بیا په بله برخه کې لوي لوي کورونه،اهرامونه ، عبادت ځایونه او داسې نور لیدل کیږي .ددې خرابیو ترڅنګ یوه هدیره هم موندل شوې چې د لویو کورونو او تعمیر په شکل جوړه شوې ده .او دا قبرونه چې د یوې کوټې په شکل جوړشوې یوې کورنۍ پورې يې اړه درلوده ، چې کله به څوک له دوي څخه مړکیده نو په همدې فامیلي قبر کې به ښخیده د سړو سره به د هغه مهال مروجه شیان او وسایل کیښودل کیدل او ددې ترڅنګ یوه اندازه قیمتي ډبرې لکه لاجورد،زمرد،سره، سپین او دا سې نور شیان چې زینتي شیان ترې جوړ شوې و هم له دې قبرونو څخه ترلاسه شوې دي.
له یو تعداد قبرونو څخه جنګي ګاډیانې هم ترلاسه شوې ( دا ګاډۍ به په یو اس پورې تړلې وه او په  دې ګاډۍ کې به یو مسلکي او ماهر غشي ویشتونکې ولاړ و او غشي به يې ویشتل او یو بل کس به دا ګاډۍ چلوله) چې په دې قیمتي ډبرو ښکلې شوې وې او له دې قبرونو څخه نور جنګي توکي لکه غشی،لینده، چاقو، توره ، نیزه او داسې نور.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006