دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ډبرې عصر ( Stone Age)

د ډبرې عصر ( Stone Age)

 

 

دډبرې د دورې په اړه عمو مي معلومات :


د ډبرې دورې د(۹۰)سلنې څخه زیاته برخه دبشري ژوند رانیولې ده، لرغونپوهانوددې دورې دښه پیژندګلوی په موخه دازمانه په نوروبیلا بیلو  دورو او مرحلو ویشلې ده .په دې ویشنه کې  دلرغو نپوهانو له لوری عمدتا  دکار وسایل په نظرکې نیول شوې  او دا زمانه ئي همدې اصل ته په پام ،په معینو دورو ویشلې ده.
دلومړې ځل لپاره  کرستین تامسن(Thamsen،1836میلادي) ټولې ما قبل التاریخي دورې دهغه وسایلو په نظرکې نیولوسره چې دوي ترې استفاده کوله په دریوعصرو وویشلې ده ،چې عبارت دي له:(دډبرې عصر،دبرونزو عصر اوداوسپنې عصر)په دې پسې بیا نوروپوهانو لکه :لارتیت(Lartet)اومورتلیت(Mortillet) چې له فرانسې څخه وودا ویشنه تاید او د لا بډاینی لپاره یی نوری مرحلې هم ور زیاتی کړې .
مورتلیت چې په ۱۸۲۱-۱۸۹۸کې ئي ژوند کاوه، په لومړیوکې ئي دتامسن له نظريې سره موافقه وکړه،خوچې کله ئي په کال ۱۸۵۸میلادی کې خپلې هراړخیزې څیړنې داتنولوجي په اړه په سویس کې تر سره کړې اوبیا پاریس ته وګرځید،نو بیا ئي دډبرې په دورې  کی   نور مراحل هم زیات کړه لکه:شولین ،اشولین اوداسې نور) ۳۳ : ۶۲۴ )
یو تعداد نو رو بیا دانسانانو ټولنیز جوړښت معیار نیولې اوبیائي ماقبل التا ریخ پوری اړوند دورې ویشلې دي ، چې په دې برخه کې دمثال په ډول دامریکا يې(هنري مورګان،۱۸۱۸-۱۸۸۱م)څخه یادونه کولای شوو. نوموړې دتاریخ نه وړاندې پیر په دریوو دورو ویشلې،چې عبارت دي له :دوحشت دوره، دبربریت دوره اودمدنیت دوره؛ په دې اړه یوه بله ویشنه هم شته لکه : دتا ریخ نه وړاندې دوره(Prehistory)، د تاریخ وړاندې لومړنیو مدنیتونه دوره(Proto history)اودلومړنیومدنیتونو دوره(First Civilization).
یوتعداد نور لرغونپوهان بیا دماقبل التاریخ پیردځایونو په نظرکې نیولو سره ګروپ بندي کړ ي دي:مثلا یوهیواد په نظرکې نیول شوې اوبیائي په یوځانګړې وخت کې خپلې څیړنې اوپلټنې په هغې کې ترسره کړیدي.په دې ترتیب یو شميرنور معیارونه هم شته چې د مهالونواو ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولوسره دلرغونپوهانو له خوا مطرح او وړاندي کیږي ( ۱۵ : ۲۷ )
د سرویس او سهلین په نومو نو دوه وو عالمانو دلرغونپوهنې ساحه په څلورو دورو ویشلې ده.
۱- ګروپي ټولنه (BAND SOCIETY).
۲- قبایلي ټولنه (TRIBAL SOCIETY).
۳- مشر لرونکې ټولنه (CHIEF DOM ).
۴- پادشاه لرونکې ټولنه (KING DOM).
ددې پوهانو له نظره دلومړنیو ټولنو جوړښت او تشکیل د داسی  ټولنې په شکل وو،چې دخپلو اړتیاوو له مخې يې سره یوځای ژوند کاوه او بیا دوخت په تیریدو سره ،چې کله نفوس زیات شوو ددوي په ټولنو کې هم پراختیاراغله او یوې بلې مرحلې ته ورداخل شوو ،چې هغه  قبا یلي ټولنه وه او،چې کله بیادې ټولنې وده وکړه ،نو دې ته ضرورت پیداشو،چې یو قوي او بااراده مشر،ددې ټولنې دټولو غړولپاره ولري،ترڅو په ټولنه کې  عامه نظم ټینګ کړي.ورو،ورو ددې مشر سلطه پراخیده او دډیر مقام وړ وګرځیده،تر دې چې بیابه وروستي ،مشران دلیاقت او وړتیا له لحاظه نه بلکې د کورني نفوذ او قدرت له مخې به ټاکل کیدل،نو داچې له یواړخه دټولنې نفوس زیاتیده اودبل اړخه دلویو کورنیو تسلط مخ په ډیریدو وو،نو په نتیجه کې ټولنه دیو ریس یارهبر لرونکې سیستم ته ورداخل شوه.
دقبایلي ټولنې د سیستم اود ریس لرونکې ټولنې دسیستم ترمنځ توپیر په دې کې وو،چې دقبایلي ټولنو اړونده ستونزې او مشکلات دهماغه ټولنې دغړو اویا نمایند ګانو له خوا حل او فصل کیدې،خو برعکس په ریسي ټولنه کې روزمره مسایل بیدون له دې چې دعامو خلکو نظرونو ته توجه او پا ملرنه وشي ،شخصا دریس له خوابه فیصله کیدل،یوازي په ځانګړي مواردو کې به لکه دنورو ټولنو سره جنګ،دځان څخه  دفاع او یاپه نورو حمله کول له خلکو څخه به نظرونه راټولیدل او بیا به په دې اړه پریکړه کیده. ( ۱۲ : ۲۶ )
خلاصه داچې دوخت په تیریدو سره دریس صلاحیت او اختیارات دومره زیات شووچې یودولتي شکل او جوړښت يې رامنځ ته کړ،چې بیا داټولنه په پادشا هي ټولنه ونومول شوه.
دجان لو بیک په نوم سره یو بل عالم دلرغونپوهنې دمطالعې ساحه په درې وو عصرونو ویشي ،چې عبارت دي له :
۱-   د ډبرې زمانه (Stone Age).
۲- دبرونز زمانه (Bronze Age).
۳- د اوسپنې زمانه (Iron Age).
دا ګروپ بندي یوبل عالم (کریتسن تامسن) هم وړاندې کړیده. داګروپ بندي دهمغه مهال دلوښو او وسايلو داستعمال په نظرکې نيولو سره ترسره شویده. لویس مارګن د ټولنیز انکشاف د پوهیدنی په نیت درې دورې پیشنهادوی:
دوحشت دوره: په دې دوره کې بشر طبيعي محصولات په خپل ملکيت کې راولي او ورڅخه استفاده کوي، پرته لدې چې په هغه مداخله او تصرف وکړي. مثلا، دوحشي ونو ميوه يې ټولوله او خوړله. دبشر مصنوعي محصولات پدې دوره کې غالبا عبارت ؤ له هغه لوښو څخه  او وسايلو څخه چې ددغه طبيعي محصولاتو فرع يا اجزاء ګڼل کيدل لکه لرګي دميود د څنډلو او له وحشي حيواناتو سره دجنګ کولو لپاره.
دبربريت دوره : دبربريت دوره: پدې دوره کې دحيواناتو خرڅلاو او دنباتات کرنه پيل شوه او دبشري اختراعاتو پواسطه د طبيعي محصولات دزياتوالي لپاره لارې چارې پيدا شوې.
دمدنيت دوره :  په دې دوره کې بشر دطبيعي محصولات تبديلول په مصنوعې محصولاتو باندې زده کوي خلاصه داچې دهنر او صنعت سره يې اشنايي پيداکړه.
دلرغون پوهنې يو تعداد نور عالمان ددې علم دمطالعې ساحه په لاندې دوره باندې ويشلې ده.
۱-اييولتيک ( دتيږې طلوع)     ( Aeo lithic ).
۲- پاليوتيک ( پخواني تيږه)      ( Paleolithic ).
۳-میزولتيک ( متوسطه تيږه)      ( Meso lithic ).
۴-نيولتيک ( نوې تيږه)         ( Neo lithic ).
      ۵-اينولتيک ( مس او تيږه)      ( Aeno lithic).
۶-دبرونزو زمانه ( مفروغ)       (  Bronze Age).
۷-داوسپنې زمانه        (  Aron Age).
دډبرې دوره په حقیقت کې دبشري ژوند ټول اړخونه رانغاړي په دې ترتیب چې ،له فزیکې ودې بیا د ابتدائي ډله ایز ژوند د رامنځ ته کیدو تر مهاله ،له ډبرینو طبیعي وسایلو څخه استفاده بیا ترجوړوشو ډبرینو وسایلو پورې،داور استعمالول،دکارپه وسایلو کې له هډوکو څخه استفاده،دهستوګنځیو څخه استفاده چې پرانيستي وه او چتونه او بامونه  ئي نه درلودل،بیا ترهغه مهاله چې په طبیعي او جوړوشوسمڅو کې ئي هستوګنه غوره کړه،دخلکو اوټولنیزوډلو ترمنځ له اشارو څخه بیا ترانځورونو ، رامنځ ته کیدلو،چې په مادي او معنوي برخوکې ترې استفاده  شویده ، داټول تغیرات کولای شود ډبرې د دورې په پیژندلو کې روښانه کړو.
دلرغونپوهان هغه مهال دانسان دژوند په پیژندلو توانیږي،چې دلرغونوانسانانو څخه پاتې اثار اوبقایا وجودولري ، یاپه بل عبارت لرغونپوهان یوازې دپاتې شویو اثاروپه مټ دلرغونو انساناو اوټولنو په اړه معلومات لاس ته راوړلا ی شي. اوله همدې کبله ده چې د لرغونپوهانو عمده منابع مادی ګڼل شویدی .      
د انسان يوه پخوانی او لرغونی جمجمه  دجرمني په ستاینهم کې لاس ته راغلې چي تاریخ ئي له د درې سوه زره  تردوه سوه پنځوس زره کاله وړاندې زمانه ټاکل شوې ده( ۲۶ : www )
يو شمير فوسیلونه چې دفرانسې له فوتنشواد څخه لاسته راغلې دي ددې لرغون توب دهیومنیدیانوپه نسبت لږ دی او زیاتې ځانګړتیاوې دهوښیاراوپوهوانسانانودي.
په اروپا کې داډول انسانان نیاندرتال یادشوې دي،ددې ډول انسانانو دجمجمو ظرفیت ۱۴۷۰سي سي ګڼل شوې چې اوسنې انسان ته نږدې وواولاندې ځانګړتیاوې درلودې : پیړې جمجمې،لوي وروځې ، دسترګولوې کاسې،غټې پوزې،اوږدې زامې،لنډ تندي او زنې ئي پوره نه بريښېدلې  او په داسې ډول پیداوووچې لنډ بدنونه ،بندونه ،قوي او پیړاندامونه ئي درلودل.( ۱۰ : ۳۳ )
دشیل ،سنت اشیل اودفرانسې له نورو اړونده سیمو څخه  په لاس راغلی اثار  دنیاندرتال ډوله انسانانو اړونده ښودل شوې دي،دې ډول انسانانو خپلې اسلحې  دچقماقي (بکرويو )له تیږوڅخه جوړولې،په لوړو اوجګوسیمو کې ئي هستوګنه درلوده،پرانستې ځایونه به ئي دهستوګنې لپاره غوره کول،داچې دځمکې هوا هغه مهال یو څه ګرمه وه،نوځکه ئي سمڅواوپنا ځایونوته اړتیا نه درلوده او ژوند ئي دنااصلاح(وحشي) میوو،غلواودانو په واسطه سره پر مخ وړی .
ټولنپوهانودانساني ټولنې درامنځ ته کیدو په اړه ډولوډول نظرونه ورکړې دي،چې په دې برخه کې د جان لاک،اګوست کنت،اسپینوزا اود دورکهایم له نظرونو څخه په لنډ ډول سره یادونه کوو:
جان لاک دټولنې رامنځ ته کیدل دیوقرارداد پربنسټ ګڼي،داسې قرارداد ،چې هغې کې دښځې او خاوند ترمنځ ازدواج رامنځ ته کیږي،دده په عقیده ،دې لارې په تدریجي ډول ټولنه رامنځ ته شوه.داګوست کنت فرانسوي ټولنپوه له نظره ټولنه دانسانی  ژوند داړتیااوضرورتونو محصول دی.
اسپینوزا هالنډي فیلسوف(۱۶۳۲-۱۶۸۷) دټولنې رامنځ ته کیدل مرسته اوتعاون ګڼي اووائي:داچې انسان دطبیعت په وړاندې کمزورې اوبې وسې وو اوپه یوازې ځان يې نه شوه  کولای ،چې دبيلا بيلو پیښو سره په مخامخ کیدو بريالی شي ،نو مجبوروو،چې  د همنوعو مرسته وغواړی  او دمرستی دا تکراردټولنو د جوړیدو لامل شو.
امیل دورکهایم فرانسوي ټولنپوه په دې عقیده دی چې:دټولنې پیدایښت اومنځ ته راتلل یو طبیعي امردی اوهیڅکله دتوافق اوقرارداد نتیجه نه ده ،اوابن خلدون هم دټولنې درامنځ ته کیدو اصلي لامل انساني فطرت ګڼي (۱۹ : ۴۴ ).
دلرغونپوهانودڅیړنو پربنسټ دلومړنیو انساني ډلواوګروپونو دژوند نښې نښانې ،چې دفرانسې دشیل او سینت اشیل له سیمو څخه لاس ته راغلې اوتاریخ ېي تر ۳۰۰۰۰۰کاله وړاندې رسیږي(په دی برخه کې داخبره هم دپام وړده ،چې دغه ځایونه اوس دلرغونو ځایو څخه ګڼل کیږي ، خو ددې امکان شته ،چې په راتلونکې کې نورځایونه دلرغونپوهانو له خوا کشف شي ،چې دوخت اودوسایلو څخه داستفادې په اساس له دې ځا یو څخه لرغونې وي.)
پوهانو ددغې ډلو اثاراوبقایا دشولین اواشولین دکلتور په نوم یادکړې دي او په دې اړه دلاس ته راغلو معلوماتو په مټ داسې احتمال لیدل کیږي ،چې ددې ډلو شمیر به له ۸تر ۱۲او یا په بل عبارت له درې تر څلورفامیلو به یو ځای اوسیدلې وي،داډلې سره ددې چې محدود اولږوو ، خو په نږدې فاصله کې سره اوسیدې.
سره ددې ،چې ددې خلکو  دژبې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لرو،خودوروستنیو څیړنو له مخې ،چې د لومړنیو انسانانودD.N.Aپه برخه کې شوې تریوې اندازې دې ناحل شوې پوښتنې ته جواب وړاندې کوي،په دې اړه دالماني پوهانو هغه رپورټ،چې دلومړنیوانسانانودD.N.A پاتې شونې ئي تجزیه کړې ا و داسې جن ئي په لاس راوړې،چې داخبره جوتوي،چې لومړنیوانسانانو لکه داوسنیو انسانانو په څيردژبې دزده کړې توان درلود.
دالمان دماکس پلانک دمؤسیسی څیړونکو چې دخپلو لاس ته راوړنو پایلې دCurrent Biology په مجله کې خپرې کړې اوهغه داسې ،چې دشمالي اسپانیا له سمڅو څخه دلومړنیو انسانانو دپاتې شونو څخه د‎(ډ.ان.ای)لاس ته راغلې مالوات دا څرګندوي چي په هغو کي  داسې جن  پيژندل شوۍ،چې داوسنيو انسانانو په وجودکې هم شته اودFOXP2 په نوم یادیږ،چې په انسان کې دژبې دیادولواوتلفظ دتوان او ځواک چاري پر مخ بيايې . په لومړنیو انسانانو کې ددې جین شتون په دې مانا دی ، چې هغه ډلې دانسانانوهم لکه دننیو انسانانو دژبو درلودونکي  وو

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006