دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
جيولوجيکي دورې او د ځمکې پرمخ د ژوند راڅرګنديدل

جيولوجيکي  دورې او د ځمکې پرمخ د ژوند راڅرګنديدل


د لومړنيو ټولنو(  د ډبري عصر )  له څيړلو وړاندې،دځمکې دجوړښت ، پيژندګلوی او دجيولوجيکي دورو او مرحلو لنډي توضيح ته اړتيا ليدل کيږي. په دې اړه د لنډې سريزي په توګه  دکائناتو دپيدايښت  په تړاو اړينو  مطالبوته کتنه کوو.
که چېرې دکايناتو تاريخ دوولس مياشتې وګڼل شي، د انسان د پيدايښت تاريخ يواځې يونيم ساعت وخت رانيسي. دکايناتو له پيدايښته ، ملياردونه کلونه وروسته د ځمکې پرمخ د ژوند کولو شرايط برابرشويدي . دجيولوجي او جغرافيا عالمانو د مځکي د پيدايښت  دا دورې او مرحلې  معرفي کړي او را پيژندلي دي. په دې بحث کې دځمکې د تغيراو تبديل ځانګړو مسايلو ته توجه اړوو، ترڅو په هغې باندې وپوهېږو.
جغرافيا يې او جيولوجيکي  څېړونو د نتايجو څخه داسې جوته شويده چې ځمکه دشمسي نظام يوه وړه سياره ده، داسياره دفاصلې له لحاظه دشمسي نظام له مرکزه څخه په دريمه درجه او دجسامت او لويوالي له لحاظه په پنځمه درجه کې پيژندل شويده  .
ځمکه دنوروستورو په شان يوه تياره کره ده او خپله روښنايي له لمر څخه اخلي. ترکومه ځايه چې له دقيقو نجومي څېړنو څخه معلوميږي ځمکه په شمسي منظومه کې يوازنی سياره ده چې دفزيکي شرايط، تر بدلون وروسته د ژونده زمينه پکي  برا بره شويده .
ځمکه دهغه لوړو ژورو او پراخوالي په درلودلو سره چې لري يې په لومړي ځل مسطح او هواره ترسترګو کيږي او په همدې لحاظ تېرو انسانانو دخپلوظاهري ليدنو په  اساس داتصور کولو چې هغه سياره چې موږ پکښې ژوند کوو مسطح او هواره ده،مګر د لومړي ځل لپاره په پنځه پيړی  مخکې تر ميلاد  ،د مځکي دکروي توب مفکوره وړاندې شوه.دځمکې دکروي توب مفکوره وروسته دارسطو ( ۳۵۰ ق م) په وخت کې په څرګنده توګه مطرح شوه  او ارسطو د ځمکې کروي توب  دخسوف د پيښي پر بنسټ مطرح کړ .
ارسطو وويل چې دخسوف حادثه  په حقيقت کي دځمکې سيوری په سپوږمی را لويږي او د سپوږمی مخ په سيوري پټ شي .  د سپوږمی پر مخ دايروي سيوري  پر دې دلالت کوي چې دځمکې اصلي شکل کروي دی او دخسوف پېښه يوازې په  سپوږمۍ باندې دځمکې دسيوري دغورځيدلو نتيجه ده .
په شپاړسمه ميلادي پېړی کې د يو شمير نورو پوهانو لکه کوپرنيک ، جان ريچراو يو شمير نورو له لوري په دې اړه نوي طرحي او نظريې وړاندي او هغو ته يې وده ورکړه .

دځمکې پيدايښت :
دځمکې دپيدايښت نېټه دشمسي نظام له عمرسره توپير لري، په دې ماناچې پوهان د شمسي نظام پيدايښت اته ميليارد کاله او دځمکې عمر۵/۴ميليار دکلونه تعين کړيدی. دځمکپوهنې عالمان ځمکه په څلورو عهدونو ( لويودورو) باندې وېشلې ده چې موږ په دې ځای کې هريوه په لنډ ډول سره مطالعه کوو.             
1- ارکيان  (  Arkian) : دا زمانه چې دځمکپوهني لومړی عهد  شميرل کيږي لږ تر لږه  ۵/۴ ميليارد کاله وړاندې پيل شويدی . آتش فشاني فعاليتونه ، د غرونوجوړښت ، لوړې ژورې او سمندرونه  د ځمکې پرمخ په دې زمانه کې مينځ ته راغلي دي. غالبا د يوسلولي حيوان  او نبات پيدايښت هم  په همدې عهد پوري تړاو لري .
2- دپاليو زوييک عهد Paleozoic ياد زاړه ژوند زمانه: دا زمانه په پنځو دورو تقسيم شويده او ددې زمانې عمر ۲۱۱۵ ميليون کاله اټکل کوي. په دې دوره کې په قوي احتمال سره  دمختلفو بې مهرې حيواناتو( هغه حيوانات چې دملاتير نه لري) همدارنګه ماهيان او ذومعشتين حيوانات او خزندګان منځ ته راغلي دي.
3- دميسوزيک زمانه Mesozoic يا دمنځني ژوند زمانه چې دهغې عمر ٣٥٠ مليونه کاله اټکل کيږي . دا عهد په دريو  دورو  ويشل شويدی، بيلا بيل حشرات  او لومړني اولوتونکي او تي لرونکي حيوانات او ګل ډوله نباتات هم په دې زمانه کې مينځ ته راغلي دي.
4- دسينوزويک زمانه Cenozoic يا نوی عصر په دوه دورو ويشل شوې ده . عمر يې يو ميليون کاله تعين اټکل شويدي. سربېره پردې چې ددې دوران عمر ډېر لنډ دی ، خو د سترو بدلونونو او تحولاتو زيږونکې زمانه ګڼل کيږي. ددې زمانې تر ټولو مهم بدلون  دمځکي پرمخ  د انسان پيدايښت  دی.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006