دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د هیواد ښاغلې ولسمشره سلام !

د بابوزی په قلم

د هیواد ښاغلې ولسمشره سلام !
دا منم چی خلقی پرچمی ، مجاهد او طالب  او نورو بیلا بیلو ډلو ټپلو ته دی  په هیواد کی د یو ځای اوسیدلو امکانات برابر کړه ، خو دا نه منم  چی که  یو افغان  د ایران خلاف د خپل هیواد د ګټو دفاع وکړه ، هغه ستاسو له لوری ملامت وشمیرل سی ، خو هغه د ایران ګوډاګې چی هم می افغانستان ، هم افغان او هم تاریخی ویاړ ښکنځی ، هغه ته بیا ورو په خندا سې او نه یوازی  دا چی د ملامتی ورته نه وایی ، بلکی ملا تړ یی  کوې او د دولتی امکاناتو څخه د ناوړه ګټی اخستنی زمینه ورته برابروې .
ښاغلی ولسمشره !
دا هم منم چی تاسو د پښتون ولسمشر نه یاست ، تاسو د تاجک ولسمشر نه یاست ، د هزاره او نورو قومونو ولسمشر نه یاست ، خو دا نه منم چی تاسو د افغانستان د ولس یا په بله مانا د افغانانو ولسمشر نه یاست ، تاسو د  هغه قانون په منلو  او پلی کولو مکلف یاست چی اوس موږ ته ملی وثیقه ده . هغه قانون دا وایی چی د افغانستان هر وګړی افغان دی، لذا تاسو د افغانانو ولسمشر یاست  . هر څوک چی د افغان په نوم ملنډی وهی  د هغوی پرځای کښینول ستاسو دنده ده . د افغانستان اسلامی دولت هر  تابع وګړی ستاسو د لوړ حضوره همدا غواړی ، که دا غوښتنه وه نه منل سی  خدای مه که چی تاسو به د قانون ماتونکی ولسمشر په توګه یاد کړی .  او یا لږ تر لږه دا چی تاسو داسی ولسمشر یاست چی د قانون ملاتړ نه کوی .
په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006