دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په لرغونپوهنه کې دسپړنو اصول(ارونه)

 

په لرغونپوهنه کې دسپړنو اصول(ارونه)


هرعلم دخپلې څيړنې په ساحه کې ځانته ځانکړې اصول اوميتودلري،چې لرغون پوهان هم په دې برخه کې دلرغونو بشري ټولنواویالومړنیوانسانانودمعلوماتوپه لاس راوړلولپاره ځانته دځانګړې لیاروڅخه استفاده کوي چې داميتودپه حقیقت کې دمسلکي لرغون پوهانودتجربوزیږنده ده.
په عمومي توګه لرغون پوهان دخپل مسلک دغوښتنې په اساس زیات وخت دکارپه ساحه اوعلمي مسافرتونوکې ترسره کوي اودخپلوپلټنوپه جریان کې داسې ځایوته ځي چې چرته لرغونې اثاراونښې نښانې ترسترګوکیږي،دوي په سیمه کې ترلازمواومعینومعلوماتووروسته خپل تحقیق اوڅیړنه پیل کوي،چې غواړودلته په لنډډول دهغې نه یادونه وکړو.
دلرغون پوهنې دڅیړنواړونده مهم پړاونه:
۱-دتاریخي،جغرافیاوي اوشفاهي معلوماتوراټولول:
دهرڅه وړاندې باید لومړې لرغون پوهان پدې پوه شي،چې کومه سیمه په نظرکې نیول شوې په جعرافیاوي لحاظ چرته موقعیت لري؟ څلوروخواووته ئي کومې سیمې واقع دي؟اوهلته کوم لرغونې ا ثار او نښې ترسترګوکیږي اوکه نه؟
ددې معلوماتو تربشړپړیدو وروسته په هغه صورت کې چې نتیجه مثبته وي لرغونپوهان دشفاهي معلوماتو دلا سته راوړلو لپاره چې ددې ځای د نږدې اوسیدونکو څخه په لاس را ځي ، په پلټنه شروع کوي . دا دکار دوهم پړاودی اودا معلومات یا دمحلي روایتونواوقصوپربنسټ ولاړوي اویاهم د تاریخي اثارو او کتابونوله مطا لعې څخه لاس ته را ځي .
لرغونپوهان وړاندې له خپل علمي فعا لیت څخه چې دلرغونو ځایو پلټنه ده باید دکیندنې دځای په رابطه زیات اوکافي معلومات ولري.اودامعلومات  لکه : په نظرکې دنیول شوې ځای لرغونی نوم څه دی ؟د کومو خلکو د اوسیدو ځای وو؟ اوپه دې ډول نورې پوښتنې چې دکیندنې اوسپړني تر   عملې کېدو وروسته بشپړیږي .
داجینه دلرغونې تپې په اړه چې په تاجکستان کې واقع ده، ددې ځای خلک عجیبه روایات اوقصې لري،دلته ترکیندنې وړاندې دې خلکو عقیده درلوده چې ددې تپې په منځ کې پیریانواوښاپیریانو ځای نیولې دی،کله چې منځنۍ اسیا اوباختر ته دعربو حملې شروع شوې اوعربو دمنځنۍ اسیا زیاتې برخې په لاس راوړې ،نوداتپه ئي داجينه تپې په نوم  یاده کړه . په دې لرغونې سيمه کي  دلرغونپوهانو له کیندنو وروسته ثابته شوه چې دتپې په منځ کې یوتعداد  ستري مجسمې او رسامی موجودي وې ، چې له خټو جوړشوې اویا دتیږوپرمخ رسم شوې وې. په دې ډول لرغون پوه څبړونکې باید دخپلو معلوماتو دزیاتولو لپاره ددغې سیمې په اړه د تاریخي اوجغرافیائي اثاروله مطا لعې څخه کارواخلي ترڅو په دې وتوانیږي چې دلرغونې سیمې په اړه دخپلو څیړنو پایلې په سمه توګه وړاندې کړي.
په دې اړه یوبل مثال هم وړاندې کول غواړو:ینګي قلعه چې یوله لرغونوځایو څخه ګڼل کیږي دټولنیزو تغیراتو اوپیښو په جریان کې ئي نوم تغیر کړیدی،دا قلعه  د اسلام دمبارک دین نه وړاندې یو لوي ښاروو،چې حمکرانانوئي داموپه دواړو لورو واکمنې درلوده او هغه مهال د (نومې) په نوم یادیده، کله چې داسلامي لښکروله خوا ونیول شوه دقلعۀ احنف په نوم  ونومیده اودمغولو تروخته په دې نوم پاتې شوه،دمغولو اوترکانودتسلط په وخت دینګي قلعه په نوم یا دشوه،چې تراوسه په همدې نوم یا دیږي .
په دې  ډول دلرغون پوهنې دڅیړنو لپاره دلرغونوتاریخي اوجغرافیائي اثارو مطا لعه لازمې اوضرورې ده.
دمهموتاریخي اثارومطا لعه لکه دهیرودت اثار(۵ ق .م)،سترابون،اریان،جان تس،بالازوری،ابوریحان البیرونې،ابن خلدون،رشیدالدین اودداسې نورواثاردلرغون پوهنې دڅیړنو لپاره ضرورې ګڼل کیږي.
۲- دمادي معلوماتو راټولول: 
لرغونې پلټنې په هغه ځایونو کې صورت نیسي، چیرته چې لرغونې اثاراو علائم موجودوي او داځایونه مختلف شکلونه لري لکه هدیرې ،سمڅې ،دلرغونو ښارونو کنډوالې، کلې، جبې، غونډۍ  او په لسګونوداسې نورشکلونه لري.لرغونپوه له ټاکلوځایونوڅخه دکیندنوپه لړکې لرغونې اثاراوعلائم په لاس راوړې اوهغه دخپلې مطا لعې لاندې نیسي،اوبیا ييي‎ په امتحاني کیندنو پیل کوي،کوم اثارچې مخکې له پلټنوڅخه لاس ته راځي لکه کودي،دتیږولوښې،مخکنې وسایل اوالات ،چې په خواره واره ډول ددغې ځای په شا اوخواکې پیداکیږي،اولرغون پوه په دې توانوي چې په نظرکې نیول شوې ځای  په  واقعیت کي هم يوه لرغوني ټاټوبی دی .
په یو ځای کې دلرغونواثارو ترلاسه کیدو وروسته ،لرغون پوه باید په دې پوه شي چې دادتیږې او يا لوښې له بل ځای څخه راوړل شوې اودلته ځای پر  ځای شویدي اوکه ددې ځا ی خپل دي، چې ددې ځای دورانیدوپه صورت کې اویاهم دیومړې سره د دفن کیدو پر مهال کیښودل شوې دي اوکه یا؟ دلرغون پوه داستونزه دامتحانې څاه کیندلو وروسته له ځای څخه دموثقه اثارو اوعلائمو په لاس ته راوړو،حل کیږي دامتحاني څاه کیندل دلرغون کیندنې دځانګړۍ اصولو له مخې په مختلفو شکلو صورت نیسي.البته دځای موقعیت اوځنې نور میتودونه ،چې ستراتیګرافۍ پورې اړه لري، زیات رول لوبوي.
دلرغونو اثاروداارزونې پرمهال دلرغونپوهانومیتود:     
هرعلم دخپلوموخو دلاس ته راوړلو لپاره ځان ته ځانګړې اصول لري،په دې برخه کې لرغون پوهنه هم لکه دنورو علوموپه څير دخپلوځانګړوعلمي اصولواومیتودونو پر بنسټ  دلرغون پوهانو فعالیتونه تنظيموي .ددې موضوع دښه  پیژندلولپاره باید د لرغونپوهنې علمي لارې چارې دبيلګو او مثالونوسره تربحث لاندې ونیسو.
په دې اړه دمثال په ډول دلرغونې رسامۍ له تحلیل څخه چې دکیندنې په مهال لاس ته راځي مطرح کوو.
په لرغونو پلټنوکې له رسامۍ څخه صحیح درک اوتحلیل داسې دی چې، لومړی باید څیړونکی له هغه ځانګړې سیمې  څخه چې رسامي  له هغه ځايه لاس ته راغلې ده ،دقیق اوبشپړ معلومات ولري لکه: موقعیت، پراخوالی اوددغه رسامۍ اصلیت اوله دې وروسته به هغې داسنادو دبشړولو هڅه کوي.
له رسامۍڅخه دلرغونو اسنادوتکمیلول په دې ډول دي چې دهغې  رسامی څخه باید عکس واخستل شي اوعکاسي هغه وخت صورت نیسي،چې لاس ته راغلې رسامي درنګ اویادتباشیرپه واسطه سره روښانه شي اوبیا دې  عکس واخستل شي. له دې ډول میتود څخه دلرغوني التمیرې،چې هسپانیا کې واقع ده او زراوت سای ،چې تاجکستان کې واقع ده په نوموړو سيمو کي د شته رسامیو لپاره ګټه اخستل شوېده .
دعکس تر اخستلو وروسته  هغه رسامي دنرم پنسل په واسطه دیونازک کاغذ پرمخ کاپي کیږي اودلرغونواسنادو دبشپړاوي په برخه کې اصل ضروري ګڼل کیږي. هغه  رسامی  چې دتیږوپرمخ شوې دهغوي دنیټو په تعین کې باید له دقت څخه کارواخستل شي،په دې مانا چې اول باید داوکتل شي ،چې دارسامي،هغه مهال په همدې تیږه رسامي شوې اوکه د تيږي تر کاروني  وروسته ؟
دامعلومات کولای شودتیږواورساميو له رنګونوڅخه په لاس راوړو،په دې ډول چې هره تیږه ځان ته یوخاص اوطبیعي رنګ لري،چې ددغې رنګ ډول دتیږې له داخلي برخې څخه پیژندلی شوو،که چیرې دحکاکي شوو برخورنګ دتیږې دطبیعي رنګ سره ورته وو،ویلای شو ،چې رسامي داستعمال پر مهال  شوې اوکه دحکاکي شووبرخورنګ دتیږې له طبیعي رنګ سره ورته والی نه درلود،نوویلای شوو،چې رسامي دتیږې له استعمال اواستفادې نه وروسته شوېده .
په دې برخه کې دیادولووړده چې،دتیږې دطبیعي رنګ په تغيیرولوکې یولړطبیعي اومحیطې شرایط هم تاثیرلري لکه:دلمروړانګې،دهوا دګرمۍ او یخنۍ شدت او داسې نور.اودالاملونه درسامۍ دنیټې دټاکلو پرمهال هم په نظرکې نیول کیږي.
ستراتیګرافی:
  دا اصطلاح له دوه یوناني کلموڅخه جوړه شوې ،چې یو ئي ستراتوس ،چې مانا ئي ده پوړ(طبقه) او ګرافي، چې مانا ئي ده لیکل.لرغون پوهان له هرڅه وړاندې ،دیو لرغونې ځای دپلټنې لپاره لازم اواړین مراحل ترسره کوي.اوبیا دشفاهي،مادي اونورومعلوماتوترراټولولو وروسته دوهمې مرحلې ته ،چې دکیندنې دنقشې ویستلو مرحله ده ،داخلیږي.
دکیندنې دځای نقشه په ترتیب سره جوړیږي،چې اړین وسایل ئي عبارت دی له :دوه متره خط کش اولیول(اب ترازو) لرغونپوهان اول خپل ځان اندازه کوي اوبیا په دقیق ډول دځا ی اوچتوالی دخط کش اویا بل کوم شي په واسطه ټاکي اوپه منظمه توګه خپل یاد داشتونه لیکې تردې چې دځای اعظمي نقطې ته ورسیږي.
د ځای داعظمي نقطې ترټاکل کیدو وروسته، لرغونپوه په خپله خوه ښه یوه نقطه ټاکي او یوه امتحاني څاه دځانګړې اصولوله مخې کینې اوددغې امتحاني څاه د ژورولو پرمها ل، طبقات(پوړونه) ټاکي اوله هر پوړ څخه لاس ته راغلې وسایل ځانته جدا تنظیموي.کلتوري پوړونه له اول څخه شروع کیږي او په اخر کې پاکه ځمکه  پای ته رسيږي. دامتحاني څاه کیندل دلرغونپوه په واک کې دي، ولې اهمیت ئي دموقعیت او پراخوالې په نظرکې نیولوسره ټاکل کیږي.امتحاني څاه  ۳-۳اویا۴-۴متروکې وي.
 دلرغونپوهنې دپلټنې لپاره اړین توکي:
 دلرغونپوهنې تحقیقاتي ټیم د کار له شروع وړاندې باید لاندې وسایل ولري:
۱- داندا زه کولو فیته.
۲- پلان شیت ( د نقشې کاغذ )
۳- قطب نما
۴- دنقشې رسمولو کاغذ
۵- لیول
۶- دوه متره لرګۍ ده ا ندازه کولو لپاره.
۷- داثارو دکاپي کولو لپا ره نرې کاغذ.
۸- ترښځ
۹ –چاقو
۱۰- سفري بکس
۱۱- دعکاسی کمره
لرغونپوهان دخپل کاردشروکیدونه وړاندې لاندې نقطې په نظرکې نیسي:
۱- دهغه ځای یاسیمې په فیته یا قدمونو سره اندازه کول .
۲- دکیندونکې ځای تعینول.
۳- ددرجه لرونکې خط کش په واسطه د تعین شوي ځای لوړوالۍ اوژوروالۍ معلومول.
۴- دکیندونکې ځای په اړه دپلان ترتیبول.
دلرغونو اثارو دلاس ته راوړو وروسته لرغونپوهان خپل معلومات په دې ډول ترتیبوي.
دکشف شوې  اثرڅخه لاس ته راغلې مواد په یولوي پاکټ کې اچول کیږي اودپاکټ په مخ با یدلاندې معلومات ولیکل شي:
۱- داثرنوم
۲- دپیداکیدوځای
۳- دامواد کله اودچا له خواراټول شوې اوداسې نورضروري مطالب لیکل کیږي.
که چیرې لاس ته راغلې اثار لوي اومرکب وي لکه(ښارونه،قلعه ګانې،معدنونه اوداسې نور)نو بیا ددې مواد نه اخستل کیږي بلکې په دې اړه معلومات په یوه قطې کې اچول کیږي،همدارنګه دپلټنې په جریان کې دیو لرغونپوه لپاره لازم دي ،چې دخپلې هرې ورځې کارونه په خپله مربوطه ورځ پاڼه کې اعلان کړي.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006