دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ښاغلی مجاهد تایب درې ښکلی شعرونه

د ښاغلی مجاهد تایب
درې ښکلی شعرونه

آزادی په وینو او غلامی په اوښکو پالل کیږی

تنکی تنکی ګلونه د مالیار غیږه کی مری
بی وسه توتکی مو د تور مار غیږه کی مری .

د ژوند په لویه لاره یی بلا سرونه پری کړل
پخپله جلادګوره اوس ددار غیږه کی مری .

یوسف مو یی وژلی ددیدن لاری دی بندی
 به ټپوړوند یعقوب مو ددیدار غیږه کی مری .

له سترګو یی څڅیږی دقدرت ظالمی اوښکی
 وړی وړی سلګی یی دپر هار غیږه کی مری .

نن یار ورته ویلی چی نور مه راځه دیدار ته
 آهونه تر ګریوانه د هر تار غیږه کی مری .

قاصد د سپین سحر یی په درشل کی په ګونډو شو
تایب یی تر منزله د هر خار غیږه کی مری

 

چی توره شپه وی روڼ سحر می یاد شی
بیا چی سحر شی ما زدیګر می یاد شی.

هره ګړی می په تن اور بلیږی
چی وم بیوازی خپل دلبر می یادشی .

چی می نصیب شی په غماز تړلی
 اوښکی می تویی شی ګودر می یاد شی .

غافله زه خو مرم فراق به ومری
کله نا کله سر ببر می یاد شی

 

ددرداوردي سوځوي مي په عذاب يم
لکه اوښکه غورځيدلي په درياب يم

هيڅ درمان زما دسوي زړګي نشي
مات منګي غوندي بي آبه يم کرياب يم

تور دعمر مي سپين شوي انتظارکي
پروت په لاره کي دهجر يم خراب يم

دخپل زړه په اور وريت وريت ځيګر کي
دانار غوندي له وينو نه خون آب يم

زمازړه نور د رقيب د ګذار ندي
لکه خس غوندي لويدلي په سيلاب يم

دتائب له خوا سلام فرهنګی ټولنی ته ډالۍ ده

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006