دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د روزګان په اړه یوه ځانګړې خبرتیا

 

د روزګان په اړه یوه ځانګړې خبرتیا
په پام کی ده چی د روزګان ولایت د پیژندنی په نیت یو تحقیقی او معلوماتی رساله یا اثر د سلام فرهنګی ټولنی له لوری تدوین او ترتیب سی . د دې عزم  د پلی کولو لپاره یو لړ چاری تر سره سوی او تر یوه بریده بشپړ سویدی . د دې لپار چی تر زیاته کچی یی د نیمګړتیاوو مخه نیول سوی وی ، اړ یو چی د روزګان ولایت  د درنو لیکوالو ، څیړونکو  او مینه والو څخه په ډیر درنښت  هیله وکړو چی  خپل مالومات ، څیړنی او لیکنی د دې اثر د بشپړتیا لپاره د سلام فرهنګی ټولنی  په پته راولیږی . دا چاره به له یوې خوا د رالیږونکی لیکنه او څیړنه په دې اثر کی خوندی او همیشنی سی  او له بلی خوا به د اثر د نیمګړتیا مخه نیول سوې وی . 
تر پتی  وړاندی څو اړینی یادونی :
۱ - د دې خبرتیا سره یوځای د رسالې  د مطالبو فهرست مل خپریږی ، هیله ده چی ګران لوستونکی یی ولولی.
۲ - د فهرست  په ټولو مطالبو باندی لیکنی رالیږلای سی ، خو د لومړی فصله بیا تر څلورم فصله پوری درج سوی مطالب  بشپړ سویدی .
۳ -   د څلورم فصل د ( ب ) برخه او د پنځم فصل په ټولو برخو کی  د نویو مالوماتو لپاره سترګی په لار یو .
۴ - د هر لیکوال لیکنه به د هغه دنوم په یادولو ثبت او خپره سی .
۵ -  که د تاریخی سیمو  او د مهمو شخصیتونو عکسونه  او د روزګان ښکلی منظرې را ورسیږی  خامخا به د رالیږونکی په نوم  په دې اثر کی خپاره سی.
۶ - د موضوعاتو  څرنګوالی  په لاندی ډول په نښه کیږی :
د روزګان ولايت واليان  او اداری مهم شخصیتونه :  که  د روزګان ولایت  د ښاغلو والی صاحبانو  هر یوه  محمد شریف خان  ، روشندل خان ،عبدالمالک لعلپور وال ، بیت الله غرنی ،سید داود هاشمی ،حیات الله زیارمل ، نظام الدین شریک ، محمد اسلم قربان خیل ، الله داد توفان ،عبدالشکور صمیم ، سلطان علی روزګانی ،فضل الربی صمیمی ،ولی جان جنبش ،معلم رحمت الله  مجاهد ، حاجی امیر  صاحب جانمحمد خان ، احمد جان اخوند زاده ، دطالبانو د مهال یو بل والی ، مولوی محمد حنیف منیب ،اسدالله  همدم ، محمد عمر شير زاد، او امير محمد اخوند  ، په اړه لنډ مالومات  او ورسره  مل عکسونه اوپه روزګان ولایت کی  نورو مهم اداری او نظامی شخصیتونو په اړه مالومات را ورسیږی د لیکوال په نوم به خپاره سی.

 

د پنځم فصل په اړه چی  د روزګان ولايت  نامتو مشران او مشاهر دی
الف : د روزګان ولايت  نامتوقومی  مشران ( قومی مشران ، ولسی مشران،لوی تاجران ، وکیلان ، سناتوران ، او نور )
ب : د روزګان ولايت  نامتو سياسي شخصيتونه ( لکه امیر المومین ملا محمد عمر مجاهد چی د هیواد مشر پاتی سوی بیا تر وزیرانو لکه صاحبجان صحرایی ، ملا عباس اخوند او نور سیاسی شخصیتونه  والیان لکه  د کندهار والی حاجی  وکیل کریم خان صحرایی ،د  پکتیا  والی ملا شفیق الله اخوند ، د داود خان د مهال د ارګ قوماندان  صاحبجانخان  او داسی نور)
ج : د روزګان ولايت نامیان ( لکه نامتو غیږ بازان ، شیدو ، حقداد ، ملا جعه ګل او نور ،نامتو ښه ځوانان لکه د نیش سرور ، د کور  محمد اکبر او د کلی حیدر  او داسی نور .غښتلی کسان لکه  لنډو ، بیدندان  ، نبو او نور .
 او په دې ډول د روزګان په اړه نور مالومات.
پته :
bawary1@hotmail.com
     د مطالبو فهرست :
سريزه :
لومړی فصل :روزګان په لرغونو زمانو کي
الف : روزګان ، که اوروزګان یا ارزګان او یا بل ‌ډول
ب : په روزګان ولايت کي د لرغونو څيړنو اړتيا
ج  : په روزګان ولايت کي د دوو ډبربليکونو څيړنه
د : د روزګان د سیمو یوه لرغونې بیلګه ( دهراوت )
    دوهم فصل :
روزګان ولایت په بیلا بیلو تاریخی متنونو کی 
الف  : روز ګان په حدود العالم کی 
ب  :   روزګان په طبقات ناصري نومي اثر کي
ج : روزګان د علامه حبیبی  په ( جغرافیایی تاریخی افغانستان ) کی
د  :     روزګان  په ( قاموس جغرافيايې افغانستان ) کي
دريم فصل :په ورستیوپیړیو کی د روزګان اداری چاروته ځغلنده تاریخی کتنه
الف : روزګان  د احمد شا بابا تر امانی مهاله
ب : روزګان  په اماني پير او تر هغه وروسته
ج : دروزګان پخوانې اداری ودانی  او لاری
 څلورم فصل :
 روزګان تر ولایتی ویش  وروسته
الف :  د روزګان ولايت د تشکيلاتي  بدلونونو بهير
ب : د روزګان ولايت واليان  او اداری مهم شخصیتونه
پنځم فصل : د روزګان ولايت  نامتو مشران او مشاهر
الف : د روزګان ولايت  نامتوقومی  مشران
ب : د روزګان ولايت  نامتو سياسي شخصيتونه
ج : د روزګان ولايت نامیان
لنډیز او پایله
اخځونه  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006