د بابوزي په قلم
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، غزنی او د جنوري مياشت
خبرونه مي اورېدل چي په ٢٠١٣ ميلادي کال به د غزني ولايت د نړيوال اسلامي کلتوري مرکز په توګه پرانستل سي. ما ته دا خبر دقهقها خندا راوړونکي طنز په توګه وبريښيدی ، خو وروسته مي انځورونه وليدل ، پوه سوم چي طنز نه ، بلکي جدي او رسمي خبر دی. حواس مي را يوځای کړه او د خبر اورېدلو ته مي جدي پام را وګرځاوه . خبر مي تر ورستی ټکي واورېدی. تر هغه وروسته مي لومړی په قهقها وخندل او بيا وروسته څه ژړغونی غوندي سوم .
په خبر کي راغلي چي ٤٥ پنځه څلويښت پروژې د دې وزارت له لوري طرحه سوي وې ، خو د هغو څخه يې ١١ يوولس پروژې پای ته رسولي او نوري په ګړندی توګه پلي کيږي . د خندا خو دا وه چي په تيرو شپږو کالونو کي يوازي يولس پروژې بشپړي سويدي، خو په پاته دريو مياشتو کي به ٣٤ پروژې بشپړي سي!!
دوهمه د خندا خبره دا وه چي اوس به دا پاته چاري د ولايت په ملاتړ کيږي ، تر دې وړاندي د وزارت او تر هغو د لوړو مقاماتو په ملاتړ دا چاري پر مخ بيول کېدې. هر څوک بايد پر دې وخاندي چي د وزارتونو په صلاحيت او امکاناتو دا( ١١ ) پروژې په شپږو کالونو کي بشپړي سوې ، نو د ولايت په امکاناتو به دا پاته ٣٤ پروژې څنګه پلي او بشپړي سي. راځی زما سره په ګډه لومړی وخاندو او بيا وژاړو .
خندا د دې لپاره چي زموږ چارواکي خپلي دندي نه نسي تر سره کولای او په ډاګه مالوميږي چي ناکامه دي. اوپه لوړو سلګو ژړا څکه بايد وکړو چي زموږ د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکي په دې هم نه پوهيږي چي د جنوري مياشت د غزني ټول ولايت اکثرا تر سپينو واوري لاندي وي. د واورو خوند هم د هغو هيوادونو د سيلانيانو لپاره په زړه پوري وي چي د تودو سيمو په لمن کي اوسيږي خو د داسي جشنونو لپاره چي د نړيوال اسلامي کلتوري مرکز پرانسته کيږي ، بيا د نړيوال اسلامي کنفرانس سره دواوري فصل منل چي اړين امکانات هم نه وي ، په رښتيا چي د ژړا خبره ده .
د ښاعلي ولسمشر د ورستي فرمان د اورېدلو په لومړی لحظه مي دا ستونزه ياده او وليکل چي دا وړی به شړی نه سي. اوس هغه ورځ را رسېږي ، چي د نړيوالو په وړاندي وشرميږو. زه پر ښاغلي ولسمشر ږغ کوم چي ازموده شده را ازمودن خطا است ، ماهي چي هر وخت د اوبو را وباسې تازه دی، اوس هم د دې ناکامو چارواکولاسونه لنډ او لمنه يې ټوله کړه او پر دې خوار ولس رحم وکړی، چي الله (ج ) به پر تاسو رحم وکړي !
و ما علينا اللبلاغ